ځوانې يي تېره شوه غمونو سره
د شپې زګیروي ورځې اهونه سره
یو خیالي ژوند وو له شروع تر پایه
تېر شو کړاو مصیبتونو سره
لاس يي تڼاکې پښې چاودلې له کار
د شپې اخته په شوګیرونو سره
نه په مړه خیټه ډوډۍ خوړلې
نه په تن پټ په لباسونو سره
ملا کړوپه شوې په درنو بارونو
درمل يې صرف وو تعویذونو سره
له کاره پاتې له تحصیل وتلی
د مستخلص په ګردانونو سره
نیم ژوند يی دود، نیم يی سنت تبا کړ
ژوند يي دوزخ وو عذابونو سره
ملا په تمه د جنت تېروېسته
د حورو غیږه کې خوبونو سره
دلته د میو له یو څاڅکي محروم
هلته د دروغو په جامونو سره
دلته محروم له نعمتو د دنیا
هلته د خیال په نعمتونو سره
د زلفو ټال کې ځنګل نورو وکړل
محروم ولاړ وو د ټالونو سره
څک يي د شونډو په ژوند نه شو نصیب
لوبې يي وشوې تقدیرونو سره
د خپل نصیب په انتظار پاتې شو
ژوند يي دوکه شو نصیبونو سره
ډوب د ځوانۍ په ارمانجن خوبونو
ملا بې خوب کړ اذانونو سره
ژوند يي یو خوب لکه د سترګو رپ وو
تېر شو د هیلو ارمانونو سره
مرادزی