بیا د کلي په کنډو راښکاره لمر شي
د وهمنې شپې زړه وچوي روڼ سهر شي
خلک پورته په خوښۍ شي له دروند خوبه
یو تر بل غاړه غړي شي د زړه سر شي
چې له کلي اختر تللی مرور وو
بیرته ستون شي جوړ په کلي بیا اختر شي
تور کارغان له بڼه والوځي سپرلی شي
بیا په بڼ کې د بلبلو چغار سر شي
دا چې باغ کې د ګل ځای، اغزو نیولی
باغ مو شین بیرته په ګل د نیلوفر شي
پر اوښانو پړي واچۍ، کاروان بار شي
کاروانونه د ایلبند په لور بیا سر شي
شپونکي بیا خپله شپېلۍ درو کې پوو کړي
د شپېلۍ انګۍ بیا پورته غر په غر شي
کوم ټغر چې مو دېرې څخه ټول شوی
پر حجرو، دېرو مو بیا هوار ټغر شي
چې پردی ملا له کلي نه رخصت شي
خپل ملا خپل مو مسجد خپل مو ممبر شي
خپل مو واک خپل مو وطن خپل مو اختیار وي
ورک وطن څخه پردی عسکر، لښکر شي
ولس چې کټ کې د جګړې په رنځ بستر دی
د کالنو ناروغ جوړ، جیګ له بستر شي
د جګړې د دېو ککره جنګ کې پرې شي
پر جګړې باندې د سولې لاس وربر شي
کوم ناورین چې جنګ جګړې پر موږ تپلی
دې ناورین ته د انسان ټوټي ځیګر شي
کومې سترګې به له اوښکو ډنډې نه شي
کنډوالي چې په اور سوې په نظر شي
چې د بل په کور جګړې ته تېل ورپاشي
کاشکې بل يي د جګړې اور په ټبر شي
چې زموږ پشان وطن يي جنګ کې سکورشي
ایله سوړ به مو د عمر پرې ټټر شي
جګړه مار به په جګړه لاس پورې نه کړي
که جګړه د جګړه مار تر خونې ور شي
هره ورځ چې ادېرې ته جنازې وړو
جشن جوړ د افغان کور کې لروبر شي
د زرګونو ارزوګانو، ټولو سر کې
کاشکې یوه هیله د سولې مو ترسر شي
مرادزی