اې بد بختانو!راځۍ سوله وکړی
دنېکمرغتوب په لاره بېړه وکړی
یواو بل ومنی په پوهه اوعزت باندې
نه د کوږ اوسم ښاخ په منت باندې
نه د قطری هوټل په کیفیت باندې
اې کرکجنو! مغرورو انسانانو افغانانو
یو بڅرکی قطر ته راغلیو مهما نانو!
ښاغلو آغلو دکمزورې ادارې استاذانو
پرچمی خلقی یاغلام د نورو بېګا نګانو
پېښه ده روغه جوړه به کوو په بیسوادو
یوویشتمه پېړې ده لږ تمیز وکړی په اعمالو
دا ملت نوره دومره تباهی منلی نه شی
داسندره په هر غږ او آواز کې اورېدلی نشی
اې ناچلو! شرم دی خو نور یې مه اوږدوۍ
یوڅه واخلی او یو څه ورکړی سوله کې
دسولې محور دبل چا په مشوره مه تخریبوۍ
ڼړۍ ده راغلې هېڅوک خپله پړه نه منی
ملک شو تباه داغله خپله داړه نه منی
ملګری ملتونو ته ګورۍ لا بله باجه وهی
دې ملت کې نور هېڅ توان پاتې نه دی
سوله په ټپه ده ولاړه نور څه دی راپاتې
ترڅوپورې به دا بېوزلې په پرد و وسلو وژنو
روغه جوړه دلته خو لافې باټې دچڼو وهو
ګورۍ! هېڅ زعامت په زور زیاتی کیږی نه
په دې ډول دریځ باجې او ساز کیږی نه
پاڅۍ ای ولسه! نوردخیر اوفلاح په لار
دملت کار په زهیر بې ایمانه او ستر سفاک کیږی نه
زماپه خبرو دتا په خبرو یوازې داکار کیږی نه
په خاین وزیر دخوار مزدو ر اوپه جنګ سالار کیږی نه
معما ده جوړه شوی نور په دې ابتکار کیږی نه
حقیقت شی یوشی اولاره د هستی پیداکړی
هېڅ کوږ پېټی به هېڅ ځای کې
تر مزله رسیږی نه
تر بیا.........