د سهار اته نیمې بجې دي ، دفتر ته همدا اوس ورسیدم ، ډیر تلوار لرم ، دکار لپاره نه ، بلکې ویریږم چې غیر حاضر نشم ، ځکه په دولتي ادارو کې یواځې د حاضري غم وي کار هسې هم درک نه لري ،او نه یې هم چا سره غم وي . اوس مې حاضري لاسلیک کړه او په بیغمه زړه خپلې شعبې ته ننوتم . د معمول په څیر تر ستړې مشې وروسته مې د چایو ترموز را واخست ، تر څو خپل ګیلاس ډک کړم او په وږي نس یو ګیلاس شین چای نوش جان کړم .
دغه وخت کې مدیرصیب چې د تلویزیون ریموټ یې په لاس کې او تلویزیوني چینلونه یې یو او بل پسې اړول ، یو وار چغه کړه ! غلي شئ ...... عاجل خبر ، عاجل ..... ټولو خپل مخونه او سترګې تلویزیون ته مخامخ کړل او غوږ غوږ شول ، د تلویزیون ویاند په خپل ځانګړي مهارت سره د یوه ځانمرګي برید په اړه معلومات ورکول چې له امله ګڼ شمیر عسکر او ملکي کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو ، خبر لا سم پای ته نه وو رسیدلی چې د همکارانو تر منځ سیاسي تبصرو زور واخست ، چا دولت ملامت باله چې ګواګې د امنیت په راوستو کې پاتې راغلی، او امنیتي چارواکي یې فاسد بلل ، او چا هم وسله وال طالبان چې بیځایه حملې او چاودنې کوي ، زه د هماغه ولایت ووم او ماسره دا فکر وو ، چې خدای مه که ، زما کوم خپلوان هلته نه وي وژل شوی ، چې ناڅاپه مې یوې عجیبې تبصرې ته پام شو ، چې یوه همکار مو وویل ، مې کوئ چې مړه شي دا خلک د طالبانو ملاتړ کوي پریږده چې خپله د هغوی په حملو کې مړه شي ، او زما له خولې یو آه وخوت او ځان سره مې وویل ، عجیبه ده هم د جګړې قربانیان مونږ او هم د جګړې عامل مونږ.