۵ . د پښتونولۍ د تورې او عقل کاڼسپټ:
پښتنو ته پښتونولي په ټولو کانسپتونو کې او د پښتنو په دودیزه قانون کې څه شي چې ډیره ستره مانا او ارزښت لري، هغه د ننګ او د تورې کاڼسپتونه دي. د ننګ کاڼسپټ د یو اصیل پښتون څخه غواړي، چې دی باید د خپلي ټولنې او ولس په چوپړ کې ودریږي. یو ننګیالۍ پښتون ته تل ملي مسوولیتونه او ملي چارې ور په غاړه وي، ځکه دی په دې باور دی، چې دغه ملي چارې د ټولنې، د قبیلې او د پښتون افغان ولس د ساتني او دفاع لپاره ځانګړي شوي دي. پښتانه یواځي په توره باندې مین خلک ندي، دوی فکر کوي، چې توره د پښتني غیرت د ساتنې لپار کارول کیږي.
تاریخ او تجربو دا ثابته کړي ده، هغه پښتانه چې پښتنې غیرت او افغاني ننګ نه درلود، دوی که پوهیدلي یا نه دي پوهیدلي، دوی په ډیره اسانه او ډیر ژر د پښتون ضد قوتونو او د یرغلګرو تر اغیزې لاندې راغلي دي.
په پښتنو کې توره میړنتوب، سرښندني، زړورتیا او اتلولي ته ویل کیږي. توره یو پښتون ته د توریاليتوب، میړنتوب ستر احساس ورپه برخه کوي. پښتانه د خپلواکۍ په سپیڅلي جګړه کې مرګ ته د عزت په سترګه ګوري. د پښتنې تورې او د پښتنې ننګیالیتوب په اړه دپښتنو په حماسي ادبیاتو کې ډیرې لیکني شوي دي.
توره د پښتنو د غیرت، عزت او جنګیالیتوب یوه ستره نښه او نښانه ده. د یوه پښتون توره په هغه حالت کې رایستل کیږي، کله چې د ده خپلواکۍ، غیرت او د ننګ مسله یا د دوی وطن خاوره د یرغلګرو د برید سره مخامخ شي، یا د افغانانو د ملي نوامیسو، د ملي ګتو، د دین دفاع مسئلې او خبرې مطرح شي. افغانان پښتانه تورې هغه مهال هم کاروي، کله چې د دوی ناموس، کورنۍ، شخصي ملکیت، حق او مال له ګواښ سره مخامخ شي او یا په سپیڅلي جګړه یا جهاد کې برخه اخیستل فرض وګرځي:
یو اصیل پښتون د ظالم د ظلم په وړاندې د مظلوم د دفاع لپاره هم را پورته کیږي. توریالی هغه سړی دی، چې د تورې ځانګړې ځانګړتیاوې په خپل ځان کې ولري. توریالی سړی لومړۍ د خپل عزت، پت او انفرادي خپلواکۍ لپاره جګړه او مبارزه کوي، دی بیا د خپلي کورنۍ او قبیلي لپاره د اتلولې چارې ترسره کوي. دی ځان ته د دې لارې د توریالي سړی نوم راخپلوي. د دې چارو د تر سره کولو څخه ورسته دی په خپل ټبر او قبیلوي ټولنه کې مساوي حقوق ترلاسه کولي شي، دی بیا د خپل ځان په ډاډمنتوب باندې باوري کیدي شي. دی بیا هیڅ وخت د یو بهرني د ښمن د مادي او معنوي ځواک، د استعماري ارادې تر اغیز لاندې نشي راتلي او د افغان سترولس په وړاندې استعمالیدي هم نه شي.
په دا لاندې بیلګه کې د یو توریالي او ننګیالي افغان د ننګ او غیرت تاریخي کیسه لوستلي شي.
د برتانوی هند په وخت کې دولتي واک ته دغازي امان الله خان د بیرته راستنیدو په اړه د ملي خپلواکی اتل غازی ببرک خان ځدراڼ زامنو د افغانستان شاهي دولت سره اختلاف پیدا شو. د ببرک خان ځدراڼ زامن په لویه پکتیا کې د غازی امان الله خان د بیرته راوستلو په تور د افغانستان پوځ د یو پوځې برید په ترځ کې له خپل کور او کلي څخه برتانوي هند ته فراري کړل شول. کله چې پاکستان د برتانوي هند څخه وزیږید، دوی هغمهال هملته اوسیدل. د پاکستان د هغه وخت صدراعظم لیاقت علی یوې غونډې ته سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ د افغانستان د شاهي دولت مخالف په څیر وربللی وو. په غونده کې د خبرو اترو پر محل کله چې افغان ضد لیا قت علی د ډیورڼد کرښې د کړکیچ په اړه د افغانستان ملي دولت او د افغان ولس د ناموس بي عزتي وکړه او سپکی سپوری وویل پیل کړل. د افغان په ننګ د سید اکبر خان پښتني ملي غرو راوپاریدو د پاکستان صدراعظم لیاقت علی سمدستي د تمانچې په ډزو په خوله وویشت او ځای په ځای په قتل ورساوه. دی هم هملته د پیښې په مهال ووژلي شو. که څه هم د افغانستان د هغي وخت شاهي دولت د سید اکبر خان کور او کلي په عسکري توپونو ویشتلي او وران کړي وو، دوی یې په ډیر بد حالت کې وزیرستان او برتانوی هند ته فراري کړي وو. د ببرک خان ځدراڼ زامنو هیڅ کله د افغانستان دولت او د افغان ملت په ضد ونه دریدل او نه دوی د انګریزې امپراتورۍ تر استعماري ارادې لاندې راغلل او نه دوی د پنجابې پوځیانو د تورو پالیسیو او سیاستونو د افغان ولس پر ضد استعمال کړل شول.
سل افسوس دې د نن ورځ په ځینو پښتانه مشرانو شي، کله چې پنجابي پوځیان زموږ په خاوره باندې توغندې توغوي، په دوی کې ولې د پنجابي پوځ د راکټې بریدنو په وړاندې د خپلې سپیڅلي خاورې  ساتنې احساس نشته، ښځې، ماشومان په وینو کې لمبي، د پښتون په کور کې ژړا او چېغه ګډه، ځنګلونه، کورونه سوځي، ټول لر او بر پښتانه ورته ګوري.
 خیر په هر صورت د یو ننګیالی پښتون د توري په مقابل کې د پښتونولۍ د ننګ کاڼسپټ هم راولیږي. د ننګ کاڼسپټ یو پښتون تر یوې کچې پوري د ځانپالني، ځانځاني، خپلسري او یا دی یواځې د خپلو غوښتنو، لیوالتیاوو یا انترس څخه منع کوي. د کړکیچ په حالت کې د یو پښتون څخه د ننګ په کاڼسپټ غوښتنه کیږي، چې په خپل سر کړه وړه او د یو سړی غبرګون دومره اغیزمن نه پریوځې. دی باید په کړکیچن یا بیړنې اصطراري حالت کې د تورې د کاڼسپټ تر څنګ د ننګ کاڼسپټ څخه هم کار وا خلي. یو ننګیالی پښتون ځلمي پوهیږي، چې د یوه کلي یا یوې قبیلې غوښتنې یا انټرس د یو کس له غوښتنو او ګټو څخه ډیرې غوره او لوړې دي.
دغه ټولنیز اخلاق، نورمونه او ارزښتونه د پښتنو د ژوند، د پښتنو د ژوندي پاتي کیدلو په نړۍ کې خورا مهم اړین توکې دي.
د ننګ دوه اړخونه عقل او توره د ژوند یا د عمر په اوږدو کې له دوو برخو سره تړو لري. د یو ځوان سړی څخه په خپل سر د تورې رایستلو یا جګولو تمه کیږي. کیدای شي چې دی یو سرتمبه او احساساتي سړی واوسي. په وړه خبرو سمدستۍ توپک ته بلوټ ورتیرکړي.
د پښتنو په سیمو کې د یو ځوان سړی توره د کلیوالي او پښتني دودونو، نرخونو له لارې د سپین ګیرو، قومي مشرانود تجربو، د عقل او منطق خاوندانو د صبر او د زغم له لارې کنټرول کیږي.
په همدې ترتیب سره په پښتنه ټولنه کې ځوانان خپلو سپین ګیریو او قومي مشرانوته د درنښت د سرټیټولو په روحیه روزل کیږي.
د پښتونولي قانون توره په هغه قضیو کې هم مني، کله چې د یوې ښځې، خور، مور د ننګ او عزت خبره رامنځ ته شي. پښتنو ته توره پیښه یواځي هغه مهال په سپینه پېښه بدلیدي شي، چې ضرر رسوونکې یا مدعي ووژل شي، دوی فکر کوي، چې د هغه د مرګ څخه پرته بله لار نشته.
د پښتونولۍ د تورې ایډیالي کاڼسپټ د یو پښتون څخه غواړي، چې په قهرجنه او جګړییزه توګه له خپل ځان، د خپلو ګټو او د خپلو انټرس څخه دفاع وکړه.
د پښتونولي د تورۍ ایډیال یا کاڼسپټ د یو پښتون څخه غواړي، چې د خپل ځان دفاع او د خپل انټرس د فاع لپاره د سختو جګړییزو اسبابو څخه کار واخله کیداي شي نن دغه کړنچاره، طرزالعمل یا وسله وال غبرګون د لویدیځوالو په سترګو کې خام او یا یو نا متمدن عمل وي. خو د غه ډول غبرګونونه د یو پښتون د ژوند په نړۍ کې د ژوندي پاتیکیدو په بهیر کې ځښت ډیر اړین دي.
یو ریښتنې پښتون ته د تورې د کارولو په حساسه مرحله کې بیا د پښتونولي د ننګ کاڼسپټ را ولاړیږي او د پښتون څخه یوه اندازه نرمښت، زغم او د میړانه غوښتنه کوي. د ننګ کاڼسپټ د یو ځلمي پښتون پام له ځانخاني او یواځي د خپلو ګټو تر لاسه کولو لپاره هر څه ته له لاس اچولو را ګرځوي او د بې ځایه زور زیاتي څخه په شا کوي. له همدې امله د ننګ کاڼسپټ د تورې له کاڼسپټ سره دسیالي لوبه کوي. په دغه کړکیچن او خورا هیجاني جګړه ییز حالت کې د ننګ کاڼسپټ غوښتنې په ډاډمنه ټوګه کولايې شي، د یو شخص غبرګونیزه عمل په ترڅ کې مقابل لوري ته بې کچه زیانونه او تاوانونه وروا نه اړوي.
په بله وینا د انسان د فکر په دغه لوبه کې د ننګ کاڼسپټ د تورۍ کاڼسپټ د غوښتنو په وړاندې انټاګونیستي یا په لوبه کې د مقابل لوري لوبغاړي ګرځي. د ننګ کاڼسپټ د ټول ولس د خیرښیګیڼې، انټرس یا د ټولنې له هوساینې او یا د ټولنې د هر غړي د عزت غوندیتوب سره تړو لري. د تورۍ کاڼسپټ یواځي د ځان د انترس لپاره کارول کیږي. کله چې یو ځوان پښتون افغان عقلاً، شعور اند په متوازي توګه د تورې او د ننګ له کاڼسپټ څخه کار واخلي، دی یو ننګیالی پښتون سړی شمیرل کیدي شي.
په ټولیزه ټوګه د پښتونولي لرغوني نورمونه او ارزښتونه د یو پښتون په ورځیني ژوند، کې د هغه د غوښتنو، انټرس، د پښتني ټولنې غوښتنې او حقوقي اړیکو په را کړه ورکړه کې خورا مهمه رول لوبوي.
 
 د اتمې برخې پای