له نن څخه کابو دوه کاله مخکې په کابل کې د برېښنایي پېژند پاڼو وېش پیل شوی دی. دا چې تر ننه دا پروسه په یوه او بله بهانه په حکومت کې د ځینو خایېنو چارواکو لخوا او یا هم د زموږ د ګاونډیو هېوادونو لخو خنډونه ورته جوړېږي او هغوی نه غواړي چې په افغانستان کې داسې تذکرې په خلکو و وېشل شي چې نه یوازې دا چې نفوس مالوم شي، بلکې د هغې له لارې د جرایمو په را ټیټولو کې، د مجرم په پېژندلو او همدارنګه د رایې په کارولو کې خورا زیاسته مرسته وکړي ، هغه بېل بحث دی، زه غواړم دلته د کره شواهدو سره ـ سره په دې بحث وکړم چې د ٿبت احوال نفوس اداره په لوی لاس غریب ته د برقي پېژند پانې د ترلاسه کولو لپاره څومره ستونزې را پیدا کړې دي، ولې غریب په میاشتو ـ میاشتو انتظار و باسي تر څو خپله پېژند پآڼه تر لاسه کړي او پیسه دار د دوه زره افغانیو په مقابل کې خپله او یا د کورنۍ د نورو غړیو پېژند پاڼې تر لاسه کولای شي.

په لومړیو وختونو کې کله چې د برقي تذکرو د وېش پروسه پیل شوه، که څه هم چې ستونزې یې درلودلې، خو بیا هم شفافه وه. هغه داسې چې لومړی به دې فورم اخیستو، هغه به دې په خپله او یا هم د هغه مامور لخوا چې تاته به یې فورم در کاوه دهغه په همکارۍ په دې ډکولو . وروسته له هغه به دې د مربوطې شعبې کارمن ته ورکاوه، هغه به یوه اونۍ وخت در کاوه ترڅو دوی ستا په اړه له اړوندې ادارې څخه مالومات تر لاسه کړي. که به ستا په مالوماتو کې کومه ستونځه نه وه، یوه اونۍ وروسته به یې د بایومیتریک لپآره را غوښتې، کله به چې د بایومیټریک پروسه بشپړېده، یوه اونۍ وروسته به یې تذکره درکوله.
دا چې د وخت غوښتنه وه، که به د ټکنالوجۍ د پرمختګ سبب و او که به د خلکو شکایتونه ول، د ٿبت احوال نفوس ادارې پرېکړه وکړه چې د برېښنایي پېژند پاڼو لپآره دې آن لاین فورمې ډکې شي. هغه داسې چې د انټرنېټ له لارې به دې آن لاین فورم ډکاوه. د فورمې په آخر کې به یې درته ویل چې په کومه میاشت، ورځ او ساعت راتللی شې؟ تابه خپله میاشت، ورځ او ساعت ورته ټاکلو، چې کله به دې هغه تاریخ را ورسېد او اړوندې ادارې ته به ورغلې، لېست به بند و، ستا نوم او وخت به په کې لیکل شوي وو. ( احمد ولد محمود، نن شنبه، له آتو بجو نه تر آته نیمو پورې ). دلته به که واسطې واله هم را پیدا شو، یا به که کوم کمېشن کار هم راغی ستا نوبت یې نشوای نیولی، ځکه چې ستا له نامه سره به وخت هم لیکل شوی وو.

اوس یې څه کړي، فورمه به هماغسې آن لاین ډکوې، مرکز به انتخابوې؛ خو میاشت، ورځ او ساعت یې ترې لیرې کړي دي، دا چې ولې سبب یې لکه لمر غوندې روښانه دی، کمېشن کاران به د خلکو له مجبوریته استفاده کوي، هره یوه نه به پیسې غواړي، که چا پیسې درلودې، پېژندپآڼه به اخلي او کنه په میاشتو ـ میاشتو به تم کېږي.دا چې اوس ټولو ته مالومه ده، چې د برېښنایي پېژنډ پآڼې درلودل جبري شوي دي، چې له هغې جملې یې د متقاعدینو لوی ریاست، د پاسپورت لوی ریاست ...... پس د کورنیو چارو وزارت ته لازمه ده، که په یاده پروسه کې آسانتیاوې نشې راوستلای، حد اقل جنجالونه خو دې نه را پیدا کوي. زموږ ټولو د ٿبت احوال نفوس له ادارې څخه دا غوښتنه ده چې په فورم کې د میاشت، ورځ او ساعت خانې ور اضافه کړي، تر څو یاده پروسه په شفاف ډول مخ ته ولاړه شي.
A.W.