څو ورځې وړاندې حکومت دکابينې د تکامل لپاره دلس تنو نوماند وزيرانو نومونه په داسې حال کې اعلان کړل چې د ولس ،سياسيونو او د حکومت په جوړولو کې قربانيو ورکوونکيوڅهرو لخوا دنيمګړې کابينې پر ضد غوغاګانې پورته شوې .

سره له دې چې په دې او دېته ورته لویو او وړو مسائلو کې د حکومت مشران د چاپه خوله پياز هم نه خوري خو نور پوهېدل چې که يې اعلان نکړي نو دحکومت په داخلي چوکاټ کې دمخالفتونو پر بنا جوړ شوي زخمونه به لا وشړېږي.

زه پرته له دې چې د ښوونځي او پوهنتون په دورو کې د حکومت،حکومت دارۍ او نظام په هکله له لوستو درسونو او د تېر شل کلن حکومت له څارلو نور په دې هلکه په څه نه پوهېږم خو بيا هم د افغانستان د تېرې ورځې کابينې په اعلانولو سره دې نتيجې ته ورسېدم چې نوره له بارامه ښادي حرامه ده.

د وزيرانو په دې لېست کې داسې اشخاص هم شته چې همدا اوس له حکومت او طالبانو دواړو خواوو سره هر اړخيز مخالفت لري،په هېواد کې د سولې او امن غوښتونکي ندي،داسې نومونه هم پکې شته چې همدې حکومت ته فاسد وايي او داسې خلک هم پکې شته چې د روان حکومت ټاکنې يې غيرقانوني،د ملت د ارادې خلاف او د هېواد داساسي قانون له مخې يې ناجايزې بللې.

جالبه خو داده چې په دې نوماند وزيرصاحبانو کې داسې څوک هم شته چې له همدې حکومت سره يې پرېکون کړی دی، زه نه پوهېږم چې دا لېست چا او دکوم معيار له مخې برابرکړی دی.

کله چې يو څوک په يوه کوچني موقف کې هر ډول اداري او اخلاقي فساد کې ډوب شي او د درنو جرمونو دوسيې ولري له هغه به د وزارت په چوکاټ او موقف کې د څه څه تمه نه کېږي.

لومړی خو دا لا معلومه نده چې دغو خلکو ته به پارلمان رایه ورکړي او کنه ځکه دوی به د بارو رايې اخستو لپاره هغوی ته معرفي کېږي او که فرض کړو چې پارلمان کې هم وکيلان خدای ووهل او رايه يې ورکړه نو ایا دوی به بيا په ورپورې اړوندو وزارتونو کې د چا په استازيتوب ناست وي؟

د حکومت د کاسې لاندې نيم کاسه راته ښکاري،هلته له یوې خوا د بنديانو د خلاصون خبره د داخلي او بهرنيو فشارونو په وجه او د لويې جرګې د پرېکړو پر اساس نهايي  شو او د بين الافغاني مذاکراتو لړۍ پيل کېدل د سولې امن او ټيکاو خبرې شروع کېدل او له بلې خوا ورته د کابينې لپاره د سولې ،امنیت او جوړ جاړي دښمنان وزارتونو ته معرفي کول هغه متضاد کارونه دي چې هېڅ سر نه سره خوري.

زما په اند په هېواد کې لا دومره هم قحط الرجال ندی ،داسې څوک باید د وزير په توګه وټاکل شي چې هغوی ټولنيزه او هر اړخيزه وړتیا ولري ،ځکه نن حکومت،ملت او جغرافيه مو په یوه دېر حساس پړاو کې ده که خدای مکړه یو ډېر کوچنی خنډ يې پروړاندې پيدا شي نو هرڅه به له هلاکت سره مخ شي.

خو حکومت چې ګورو په دې ګواښوونکيو شرائطو کې هم درګرده د حکومت له چوکاټه دکار خلک لرې کوي او پر ځای يې  ناپوه،بې سوادان راته وزيران کوي چې که چېرې همداسې حالات روان وي نو بدبختۍ به نورې هم ريښې په موږ کې وغځوي.

مګر حکومت داران دې دا یوه خبره هېڅ نه هېروي چې اوس هغه د لس او شل کالو مخکې ملت او ولس ندی،دوی اوس په ښه او بد ښه پوهېږي،تور او سپين ښه پېژني د ملامت او سلامت فرق ښه کولی شي ،نور دې دوی ورته د ګوسفندي ملت فکر نه کوي او د روانو لوبو مخه دې ونيسي،ځکه دې ملت نور د اوسني او تېرو حکومتونو له لاسه د سر په کاسه کې اوبه څښلي دي ، له دې وروسته سوله غواړي او هغه هم په هر قېمت چې وي ،نور نه پرېږدي چې د سولې نهايي شوې پروسه یو ځل بيا د څو ښکرورو د شومو اهدافو ښکار شي، ددې سولې لپاره ولسونو ډېرې قربانۍ ورکړي دي او نور به هیچاته اجازه ورنکړي چې هيلې يې په نهيليو بدلې کړي.

موږ سوله،امن او تلپاتې ټيکاو غواړو ،موږ داسې یوه کابينه غواړو چې په هغې کې د حکومت دارۍ اصول تشون ولري ،موږ داسې وزيران غواړو چې د هېواد او ولس دردونه دوا کړي،موږ نور هغه جلاپان او مداريان نه غواړو چې زموږ پر سر بارګيني او سوداګري وکړي.