زمانه شوله أخره عجیبه خبري اورم

دوطن مور ته یو چا داسی ویلي

ای د وطن موری

په ما ګرانې په زړه پوري

ځار قربان دي له میړو شه

دسپيرو شړو دشتو شه

خو نالت دي په بچو شه.

یوه اونۍ کیږي چه په اصطلاح د افغانانو استازي په دوحه کي په یو پنځه ستوري هوټل کي تر اوسه د خبرو په تګلاره نه دي سره سلا شوي

آیا دا په اصطلاح د خلکو استازي د وطن فکر کوي که نه خپلي مزي او چړچي کوي

که نه څه اړتیا ده چه دومره اوږدي خبري په دومره ګزاف مصارفو تر سره شي؟

او ولې دا لوټماران د هلمند او یا فراه په دشتو کي په یو ټغر سره نه را ټولیږي؟

خو اصلي خبره په دي کي ده چه دا د خلکو استازي نه دي بلکه خپلي شخصي ګټي لټوي. دا لیدران شرم نه لري چه وطن کي مو ماشومان او میرمني د لوږي مري او دوي د هیواد په سرنوشت تجارت کوي او خپل جیبونه ‌‌‌‌‌‌ډکوي

دا سي لیدران د هیواد د آبادولو هو‌‌‌‌‌‌ډ نلري فقط خپلي ګټي لټوي او دملت په پيسو چه هغه هم د بهرنیو هیوادونو د خیرات پيسي دي او افغان مظلوم ولس ته ‌‌‌‌‌‌ډالې شوي دي دوي خپلو جیبونو او خیټو ته اچوي

بس ده افغان ولسه نوره را ویښ شه او د هر هغه چا سره حساب وکړه او نالت په ووايي  چه ځانونه د وطن بچي بولې خو په اصل کي د افغان ولس او نوامسو تجاران دي