د پښتونولۍ د حقوقي نورمونو ټرمینالوجیکې مهم منل شوي کاڼسپټونه:
 
افغانیت : د افغاني دودیزه ټولنې د حقوقي نورمونو، ټولنیزو ارزښتونو او اصولو یوه منل شوي لرغوني ټولګه ګڼل کیږي. پښتونولي د پښتنو قبایلو یا د پښتون ولس ترمنځ یو حقوقي، سیاسي، ټولنیز، کولتوري او د قومي هویت یو نه ماتیدونکي نسلي تړون دی. پښتنه ټولنه کې د پښتونولۍ حقوقي نورمونه او ټولنیز ارزښتونه د څو پیړیو راهیسې تر نننه د پښتون افغان ستر ولس د سیاسي، حقوقي، ټولنیز او کولتوري سولیز ګډ ژوند کړو وړه سره سمبالوي.

د پښتونولۍ د حقوقي پوهې بنسټ په پرلپسې توګه د خپل عصر او زمان د حقوقي ژورې پوهې خاوندانو، د مخوارو تجربه لرونکو متنفذو مشرانو، د باوجدانه، باضمیره او سپین خولې انسانانو په کولکټیفي پوهه باندې ایښودل شوي دی. دوی د پښتونولۍ ارونه، حقوقي نورمونه او ټولنیز ارزښتونه په یو شمیر کاڼسپټونو کې په نالیکل شوي توګه د یو ولسي ټولنیز تړون په څیر مشخص کړي دي. د پښتونولۍ په فلسفه او فکري نړۍ کې د ستر پښتون افغان ولس د شخصیت پيژندنې هر اړخیز انځور، د پښتونتوب تعریف، تفسیر او د یو پښتون د پیژندګلوي خورا مهم توکمي عنصرونه پراته دي. د لوی افغانستان د خپلواکۍ لپاره د پښتنو سیاسي حماسي مبارزو ډول، ډول ایډیالوجیک اړخونه، د افغان پښتون د ځانګړي دروند شخصیت ځانګړي صفات او پیژند په سړیتوب، ځواکمنتوب، ننګیالیتوب، توریالیتوب، میړنتوب، غښتلتوب، ژمنتوب ، زړورتوب او د پښتونتوب په دودیزه نارینتوب کې نغښتي دي. د دې ځانګړي خصویاتو په مقابل کې یو ننګیالی پښتون ته  سلیم عقل، پوهې، فهم، زغم ، ننواتي او ټولنیز ولسي مسوولیتونه ولاړ دي. د ژوند په دغسي یوه خورا حساسه سیاسي لار کې یو اصیل پښتون افغان خامخا منځلاریتوب، نرمښت او انحطاف پذیري ته مجبوريږي. پښتون ولس د پښتونولۍ په دودیزه قانون او کاڼسپټونو کې خپل ټولنیز عالي ایډیالونه، خپل نړیوال لید، خپل حقوقي نورمونه، خپل ټولنیز اصول، ارزښتونه، نرخونه، دودونه او معیارونه ټاکلي دي.
د همدې لاملونو پر بنسټ افغانیت پښتون افغان ولس ته د کولکټیفي مدني غوښتنو، تمو ارمانواو هیلو یو بنسټیز تاریخي رسالت ګرځیدلي. پښتونولي خپل حقوقي نورمونه، ملي ارزښتونه، خپل اصولي نرخونو او غوښتنې د خپلو غړو او په ټولنه کې د خپلو له وګړو څخه لري. دا هغه زاړه حقوقي نورمونه او ټولنیز ولسي ارزښتناکه ارزښتونه دي، چې درست پښتانه افغانان یې د بشریت تاریخ د لیکلو له پيل څخه ترننه د یو واحد خپلواک ولس په څیر د خپل ملي هویت، سیاسي، ټولنیزو او کولتوري چارو پیژندګلوي په برخه کې په یوه اوږده تاریخي مزي باندې سره یو ځای ټینګ ګنډلي دي.
پښتنو د پښتونولي حقوقي نورمونه او تولنیز ارزښتونه د لرغوني اریانا د مدنیتونو تاریخ په بهیر کې د خپل ځان لپاره ټاکلي او رامنځ ته کړي دي. په لومړۍ ځل پیر روښان خیرالبیان په پښتو ژبه ولیکلو او ورسره جوخت د اسلام د سپیڅلي دین فلسفه او د پښتونولۍ فلسفه یې په ګډه وڅیړله. له همدې مهاله د پښتنو افغانانو د ملي تاریخ د فلسفي لیکلو پیر پيل شوي دی. د پښتو او پښتونولي حقوقي لرغوني نورمونه او ټولنیز ارزښتونه نه پردي، نه بهرني، نه دولتي او نه تاریخ تیرې زړي ورسته پاتي خبرې دي. پښتونولي نه کوم مستعبد ډیکټاتوري سرزوري سیستم دی، نه د ظلم زیاتي، نه د تبعیض، تعصب، تحقیر، نه د ښکنځلې او سپکاوې کولتور دی، نه د شر،نه د بدمرغۍ او نه د بدبیني لار ده. پښتونولي د افغاني ننګ او غیرت یو عالي لوړ احساس دی. پښتانه له دغي انساني پاک احساس څخه د خپل ژوند په ورځنېو چارو کې کار اخلي. نن ډیرې پښتانه مجبور شوي دي، د خپلو پلرونو او نیکونو په شان د نن ورځ په نړیوال کلي کې د خپلي فردي خپلواکۍ څخه، د خپل خپلواکه ستر ګډ کور لوی افغانستان څخه، د خپل ملي یووالي څخه، د خپل ملي احساس څخه، د خپل ملي هویت افغانیت، اسلامیت او د دیني مقدساتو، صفاتو او ارزښتنو څخه په پوره میړانه او زړورتیا سره ساتنه او دفاع وکړي. افغانان مجبور دي، د اسلامیت د خپل سپیڅلي دین د مقرراتو، هدایاتو په رڼا کې او د افغانیت یا ریښتونولۍ احساس په لرلو سره د خپل ملي ولسي بیرته یووالي په لاره کې یو بل ته د ورورګلوۍ ریښتونې اعتباري لاسونه ورکړي او د یو روښانه هوسا سباوون په لور باید په ګډه روان شي.
پښتونولي د لرغونو زمانو څخه تراوسه په پښتنه ټولنه کې د اړتیا په صورت کې د خپل عصر او زمان مطابق تل په خپلو کاڼسپتونو کې په ولسواکه ټوګه د ټولنیز عدل، انصاف، سمون، رغون ، بدلون راوستو په لاره کې د بحث، خبرې اترې، د نوی مدني انساني تعریف، تفسیر د رامنځ ته کیدو لپاره حجرو، جرګو، ډیرو، جوماتونو او ان ګردي مېزنو ته لار ې خلاصي پریښي دي. د ساري په ټوګه، نن په افغاني مدني ټولنه کې په کومو حالاتو کې او څنګه د پښتونولي د ننګ،غیرت، سیالي او د بدل له کاڼسپټونو څخه کار اخیستل کیداي شي. د پښتونولي قانون د پښتنو په ټولو سیمو کې یو شانه نه پلې کیږي، پښتونولي  د پښتنو په یوه او بله سیمه کې لږ څه توپیر لیدل کیږي. د بیلګې په ډول که څه هم دغه بیلګه یو ناوړ دود یا رواج دي لکه  د ولور ناوړه دود، چې د پښتونولي له قانون سره نیغ په نیغه تړو نه لري.  لویه پکتیا کې یوه  ښځه  د یو ستر جرم یا قتل  په بدل کې په بدو کې ورکول کیږي. کله چې یو څوک قتل وکړي، د بدل اخیستلو د مخنیوي لپاره د یوې جرګې لخوا یوه  نجلي د مقتول  په کور کې  یو سړی ته په نکاح کیږي. په لوی ننګرهار کې په عیني جرم کې ښځه په بدو کې نه ورکول کیږي، بلکې د جرم په بدل کې نغدې پیسې ورکول کیږي. یولامل ښایي  د خلکو د پوهاوې ټیټه کچه او اقتصادي بد حالت وي. بله خبره کله چې د پښتونولۍ دودیزه قانون په چوکاټ کې یوه سمه انساني، افغاني او د ا سلامي حقوقو پر بنسټ یوه حقوقي پریکړي وشي، دغه پریکړه یا فیصله د یوې قاعدوي پریکړې په ټوګه د یو دودیزه نرخ په څیر په ټولو پښتنو یا افغانانو کې په متوازنه ټوګه نه خپریږي او د یوي معیاري منلي پریکړې په څیر په نورو قضیو کې ترینه کار نه اخیستل کیږي. د پښتونولي قانون یا د پښتنو د جرګې دغسي پریکړې په لیکلي شوي بڼه په ارشیفونو کې هم نه ساتل کیږي.
داسي نوري مسلې، موضوعګانې د خبرو اترو، د سم تفسیر، تعبیر او عامه پوهوې لپاره د پښتنو مشرانو او مخور ړون اندو مخي ته پرتي دي.
پښتونولي له یوې خوا د خپلي حقوقي، جغرافیایي سختو شرایطو، د خونړيو تاریخي پیښو، ناورینونو، د بهرنیو زبرځواکو هیوادو نو یرغلونو، پیچلي ټولنیزه کړکیچونو، کورنۍ جګړه ییزو حالاتو او داسې نورو لاملونو له امله یو تصوفي، تصوري، خیالي، بي جسمه، بې حرکته، بې کلبده، بې چوکاټه قانون دی. د دې برسیره بیا هم پښتونولي د خپلو لرغوني منل شویو کانسپټونو سره د پښتون ولس یو وچ کلک نالیکل شوي بنسټیز قانون ګرځیدلي دی. په ټولیزه ټوګه پښتونولي د خپل ټولنیز، حقوقي، سیاسي، فلسفي پرنسپونو پربنسټ د افغانانو خپله نګه پښتني، ملي، سیاسي ټولنیزه فلسفي ایډیالوجۍ ده. د پښتونولي دودیزه قانون او حقوقي نورمونو، ټولنیزو ارزښتنو د علمیتوب په اړه د افغانستان په پوهنتونونو، د علومو اکادیميو، پښتو ټولنه، د پښتنو مخورو پوهانو، حقوقي شخصیتونو، ړون اندو، حقوقپوهانو، ټولنپوهانو او اکاډیمیکو پوهنتوني مرکزونو کې ډیرې لږې علمي اکاډیمکې څیړنېزه لیکنې، سیمینارونه تر سره شوي دي. په خواښینۍ سره د پښتونولۍ د دودنو نرخونو په اړه په افغاني ټولنه او ډلیزو رسنیو کې د خلکو د عامه پوهاوې، د اصلاح، سمون، ګوتنیوونکي اند جوړونې په اړه خبرې اترې، بحثونو ته هیڅ ځای او وخت نشته.
جګړه تل یو استسنایي بیړنۍ ځانګړۍ حالت دی. افغانان پښتانه نږدې څلویښت کاله په یو بیړني استسنایي جګړه ییز بد حالت کې ژوند کوي. د اسلام سپیڅلي مکمل دین د پښتونولي قانون ټولې حقوقي نیمګړتیاوې او کمښتونه ور پوره کړي دي. افغانان پښتانه او پښتونولي ویاړي، چې په دوی کې د اسلام د سپیڅلي دین روح، ساه او د سپیڅلي ارزښتونو صفات شته دي. د پښتونولۍ مهم پرنسیبونه سیالي او میلمستیا په پښتنه ټولنه کې د انسانانو تر منځ د مشروع سیالۍ له لارې ټولنیز، اقتصادي پرمختګ او د ژوندي پاتیکیدو په ستراتیجیکې کې اغیزمنه همکاري او همغږګې رامنځ ته کوي. پښتونولي کې د افغاني ټولنې د ځانګړو شخړو، ستونزو، افغاني لانجو، حقوقي کړکیچونو او دعووې د هواري مهم عنصرونه شته دي. پښتونولي کې د سولې او پخلاینۍ، د وروروالۍ او عزیزګلوۍ ښکلي انساني پرنسیبونه او ارزښتونه شته دي. پښتونولي نه یواځې د لرغونو زمانو څخه د یوې خپلواکۍ مدني ټولنې پرنسیبونه په خپل ټولنیز سیسټم کې لري، بلکې پښتونولي په افغانانو کې د خپل ګران هیواد خپلواکۍ، د ملي نوامیسو او ملي ګټو څخه د فاع اراده او په دوی کې د هیوادنۍ مینې د ځواکمنتوب یو ګډ ملي احساس را ویښوي.
پښتونولي د خپل ځواکمن ځواک درلودلو سره د پښتني افغاني کولتور، افغاني اسلامي هویت او د پښتني ټولنې د ټولنیزو اصولو یوه لرغوني ایډیالوجۍ ګرځیدلي ده. لرغوني پښتونولي لاتر اوسه د پښتني ټولنې په ټولنیز جوړښت، ملي کولتور راویښولو او ټولنیز سیاسي چاروکې یوه ځواکمنه پخه کاري ښکارنده ده. پښتونولي د پښتنو په ټولنه کې ډول، ډول حقوقي، دولتي، سیاسي، اقتصادي،کولتوري او تاریخي چارو کې پرفیکټ ریفورمونه او بدلونونه رامنځ ته کړي دي. پښتونولي د خپل تاریخ په بهیر کې ورو ورو د یو شمیر حساسو تاریخي مرحلو څخه په تیرویدو سره د پښتنو یو بنسټیز قانون ته وده کړي.
پښتانه پوهیږي، چې دوی ته د پښتونولۍ د جرګو مرکو، د خبرو اترو او د زغم ستر کولتوري سیسټم له پلرونو او نیکونو څخه په میراث ورپاتي دی. دوی اوس مجبور دي، د خپلو پلرونو او نیکونو د میراثي ارزښتنو څخه په میړانه، ننګه، پالنه او ساتنه وکړي. پښتانه مجبور دي، د خپل د سر د بقا، ارتقا لپاره دغه ټولنیز مهم اصول او ارزښتونه په خپل ورځني سیاسي، ټولنیز ژوند کې نوره جوت او ښکاره کړي او د خپل افغان ملي اسلامي دولتونو په جوړښت کې، د کورنۍ او بهرني سیاست په افغانیزه کولو کې  ترینه پوره اندازه کار واخیستل شي. تر څو ایرانیانو، پنجابیانو، نور مغرزو بهرنې او کورنۍ غلیمانو ته پته ولګیږي، چې دا افغانستان دي او لوی افغانستان د ټولو افغانانو پښتنو د ملي ارزښتنو او دودونو ګډ سوله ییز کور دی.
د نړۍ په تاریخ کې دا ثابته خبره ده، چې پښتانه افغانان په خپل دین، مذهب او د خپل هیواد خپلواکۍ باندې تل پښتني ننګ، افغاني غیرت کړي او کوي. د مقدوني ستر سکندر او د فارس د داریوش له امپراتورۍ څخه را نیولي، بیا کله چې د انګریزانو په امپراتورۍ کې لمر نه ډوبیده او همداسي پخواني شوروي اتحاد شپاړلس جمهوریتونه یا اسلامي هیوادونه لاندې کړي وو. نړۍ کې داسې اسلامي یا غیر اسلامي هیواد او ولس نشته، چې د انګریز انو د ښکیلاک او د شوروي کمونیستي نړیوال زبرځواکونو په وړاندې لکه د افغان باغیرته، با توره،با شهامت ولس په څیر وسله وال مقاومت کړي وي او د خپل هیواد د خپلواکۍ جهاد یې په بریالي توګه ترسره کړي وي. هیڅ څوک د افغانستان د خپلواکۍ ګتلو په سترو حماسی تاریخي معرکو کې د اسلام سپیڅلي دین د ایمان جزبات او د پښتونولي د ننګ، غیرت او د پښتنې د تورې ګډ ځواک او د ارزښتونو رول له پامه نشۍ غورځولي.
د پښتونولي قبایلي حقوقي نورمونه، حقوقي تصورات او ملي ازادي بښوونکې ارزښتونه اصلأ پر دې بنسټ رامنځته شوي دي، چې د هر پښتون سړی خپلواکه انفرادي شتون او مدني ازاد ژوند په کې تضمین شي. د هر پښتون افغان د درني کورنۍ سطر، عزت، پت، پرده او بشري حقونه غوندي وساتل شي. د هرې پښتنې قبیلې قبایلي جوړښت څرګند او د یو واحد ملت په وجود کې سره را غوندي وساتل شي. هره پښتنه قبیله باید د خپلې سیمې واک او اختیار د یو واحد ستر افغان ملت د رامنځ ته کیدو لپاره په خپل لاس کې ولري. نن هم پښتانه پوهیږي، چې دوی د خپل توکمې او قبایلي ځانګړي جوړښت له امله تل د پښتون ولس وجود، د پښتنو پاکه خاوره، د پښتنو افغاني ملي کولتوري، ټولنیز ارزښتونه د ناځوانه سپین سترګي د ښمن د بریدونو او ګواښونو لاندې راغلي دي. د پښتنو افغانانو کورنۍ او بهرنۍ دښمنان هڅه کوي، چې د پښتنو افغانانو د همدې توکمې او قبیلوي جوړښت، بې اتفاقي، ځانځاني، د پښتنو ګډوډیو، ناپوهې او د پښتنو د مشرانو مرکزیت نشتون او یا عملاً پښتانه مشران په یوه واحد مرکزیت د نه راتولیدو له امله او د یو پوهه متفکر پښتون افغان د تشې له امله، د پښتنو ملي مشر تابه جرګې د نشتون له امله، ځینې بې ننګه،نا پوهه، بې خبره، بي غیرته، بې عزته او د پیسو وږي پښتانه د دښمن لخوا په څو روپیو په کرایه اخیستل کیږي. دښمن دغه ناپوهه خلک د پښتون در په دره ولس په وړاندې د خپلو شومو موخو لپاره استعمالیوي او بالاخره دښمن د پښتون افغان ولس د هري کمزورې څخه ګټه اخلې او خپل بې شرمه، ناځوانه، بې رحمه بریدونه تر سره کوي.

د پېنځمې برخې پای