واى که سوله کوو، نو د ښځو حقونه او جمهوريت سرې کرښې دي. په زغرده ورباندي خبره کول د وخت غوښتنه او ولسي اړتیا ده.
مال بالکل اړتیا ده. زه هم ورباندې خبره کوم، خو په ښارونو کې د څو سوه هغو ښځو د حقونو خبره سره کرښه نه، بلکې زرغونه کرښه ګڼم چې په پرديو لګښتونو يې تولنې جوړې کړې. په تلويزيوني خپرونو کې ښکته پورته کيږي د جنس په نوم ځانګړي امتیازات غواړي، افغان ټولنه سره ويشي، د افغانانو ديني او ملي ځانګړتياوې نه پيژني او په استثنايي توګه په لوړو پوستونو باندې ګمارلو پسې لالهانده دي. زه په استثنايي توګه د سمت ژبې او قوم په ګډون د جنسيت او نسل پر اساس هم د امتیازاتو ورکولو مخالف يم.
زه د مليونونو محکومو مظلومو او مجبورو ښځو د حقونو لپاره مبارزه د هر والي لپاره د يوې مرستيالې په ګمارلو نه، بلکې د هغې مورکئ له سترګو څخه په راتوئېدونکو اوښکو کې پرتو پوښتنو ته د بي ځوابه پاتې کېدو له امله پيلوم چې د جګړو له امله يې په حقونو باندي تيرى شوئ ده. د پلار په ميراث کې د خپلې برخې ترلاسه کولو حق يې غصب شوئ ده. د امریکا او انګلستان د سفارتونو د اجندا ممثلينې نه دي، بلکې هره ورځ د خپلو اولادونو د روغ رمټ راتلو لپاره رب ته لاسونه لپه کوي، د بچيانو لپاره په مزدوري پسې د وتلي خاوند د سر د خونديتوب دعا کوي. زه د هغې خورکئ د هيلو د پوره کيدو لپاره مبارزه کوم چې جګړه يې د بچي، پلار، خاوند او ورور ژوند ګواښي. د هغې مورکئ د حقونو لپاره منډه کوم چې د کابل د ايمرجنسي روغتون مخې به يې هر چا ته ويل؛
"و وروره! و وروره! و دريږه د پيسو سوال نه کومه. د يوه پاتې شوي زوى د سر دعا غواړم. دوه زامن مې په بمبارد کې ووژل شول. کونډې او يتيمان يې راته پاتې شول. يو زوى مې ژوندى پاتې ده. هغه هم زخمي ده او اوس په دغه روغتون کې تر سخت پيچلي جراحي عملیات لاندې د ژوند او مرګ ترمنځ د کشمکش شيبې تيروي. دعا ورته وکړه چې ژوند يې بچ شي".
ژړا يې نه کوله خو په سترګو کې يې د اوښکو سمندر ډيرې پوښتنې وکړې او ما ورته هيڅ ځواب نه درلوده.
زه د هغې وژل شوي خورکئ لپاره عدالت غواړم چې څو کاله وړاندې مې د يوه روغتون د مړو په خونه کې په وينو کې لت پت وليده. د پيژند پاڼې د ترلاسه کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت په دروازه کې د ځانمرګي برید په مهال روژه په خوله وژل شوي وه. دغه تورسرې له ايران څخه راستنه شوې وه، په هيواد کې په اوسيدو خوښه، نفلي روژه يې نيولې وه او له هغې څخه د پاتې شوې شپږو مياشتو يتيمې بچئ د حقونو خبره هم کوم. د جګړو په ګټورتوب هغه مهال نور هم باوري شوم چې د دغې خورکئ سر ته ولاړ د هغې له ليور مې وليد.
دغه ځوان په چيغو چيغو کې ويل؛
"خوب شد که ترا کشتند. نفلي روزه ميګرفتي؟ در اين وطن خوشحال بودي؟ برت نه ګفتم که ايران خوب است نه بيا! حالى دخترک شش ماه ات کجا ببرم"
ستاسو په ګډون له ټولې نړئ پوښتنه کوم چې په کور باندې بمبارد ولې کيږې ؟ په عامو ځايونو کې ځانمرګي ولى کيږي؟ بې وسلې خلک ولې وژل کيږي؟
د روغتون مخکې دعا غوښتونکي خورکئ ته پاتې کونډې او يتيمانو به څوک سرپرستي کوي؟
د کورنيو چارو وزارت په دروازه کې د وژل شوي ځوانيمرګې خورکئ د شپږو مياشتو يتيمه لورکئ به اوس په څه حال کې وي؟
ولسمشر غني خو د ښځو د حقونو دعوې کوي خو واقعيت داده چې د هيواد ٩٥سلنه ښځې نه پوهيږي چې په کابل کې د ښځو د چارو وزارت شتون لري. ٩٩ سلنه ښځې د پروموټ پروګرام نه پيژني، خو ولسمشر لا اوس د ښځو د عالي شورا په نوم يو بل موازي بنسټ هم جوړوي. زه خو داسې څوک نه وينم چې ولسمشر غني پوه کړي چې ښه حکومتولي، د فساد مخنيوى، د ښځو او ځوانانو د حقونو ورکول، سوله او عدالت د موازي بنسټونو په جوړولو نه، بلکې پياوړئ تعهد مضبوط ايمان سپيڅلئ هوډ او متين عزم ته اړتيا لري. که ومنم چې د ولسمشر بوختياوې زياتې دي، په ديني او برخه کې يې د پوهې کچه هم ټيټه ده، خو په ديني او کلتوري برخه کي سلاکاران لري. هغوى يې باید په دغه برخه په نزاکتونو او حساسيتونو باندي پوه کړي.
که ولسمشر په رښتیا غواړي ښځو ته حق ورکړي نو د هغوى لپاره دې په ميراث کې د حق ورکولو نوښت وکړي. د ميراث حق ترلاسه کول هم ديني اړخ لري او هم ښځې ددغه حق ترلاسه کولو پرمټ د ځان بساينې لوري ته پرمختګ کولاى شي . ولس به د ولسمشر دغه غږ ورسره حتماً بدرګه کړي. راځئ د ښځو د ولور دود چې په غلطه توګه د پلار او يا وروڼو جيبونو ته لويږي په واقعي مهر بدل کړو او د انجونو حق يې وګرزوو، په بدو کې د انجونو واده کولو مخه ونیسو. راځئ ښځو ته د کار کولو لپاره په لمړي سر کې مصئون چاپيريال جوړ او په اخلاقي معيارونو برابره ټولنه تربيه کړو.
که حکومت واقعاً ښځو ته حق ورکول غوره کار ګڼي، نو ديني علما امامان او خطيبان دې په اعتماد کې واخلي. هغوى کولاي شي د محراب منبر او عامه ناستو له ټريبيون څخه دغه سپيڅلي مبارزه د مقدس دين د احکامو په چوکاټ کې پرمخ يوسي، خو باور نه لرم چې له حکومت او ولمسشر غني سره دې زمونږ د مظلومو ښځو غم وي.
که بيا هم څوک فکر کوي چې د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره پورتني وړانديزونه دوديز غبرګونونه راپاروي، نو د سولې لپاره د قرباني له هوډ سره مله مبارزه به په زړه پورې نعم البدل وي. که غني شخصي اجندا نه لري او د پرديو موخو لپاره کار نه کوي، نو سوله دې وکړي ترڅو د هيڅ افغانې مورکئ د زړه ټوټه، د تورسرې خورکئ د سر پړونئ او د هيلو ډيوه په جګړه کې و نه وژل شي.
اوس راځم د جمهوریت سرې کرښې ته!
د شک او تردد هيڅ ځاى نشته چې د اسلامي اصولو او احکامو له منل شويو معيارونو سره برابر ولسي ارادو او ملي عنعنوي دودونو ته د درنښت پربنسټ ولاړ منتخب ولسواک حکومت درلودل زموږ د ستونځو د حل يوازنئ لاره او د ولس غوښتنه ده. د زعامت ستونځه بله هيڅ ډول حل لاره نه لري. د قانون جوړنې او په حکومتي کړنو باندې د څار لپاره منتخب پارلمان او د عدالت د تأمين لپاره ازاد او خپلواک عدلي اورګان ته اړتيا لرو. مګر پوښتنه داده چې؛ ايا مونږ واقعاً ولسواک او د خلکو په مستقیمه اراده ولاړ منتخب حکومت لرو؟ ايا مونږ د ملت په رأيه باندي راغلئ، د ولسي هيلو ممثل او د قانون جوړونې وړتیا لرونکي پارلمان لرو؟ ايا مونږ ازاده او خپلواکه عدليه لرو؟ ايا مونږ هغه قانون په خپلو ځانونو باندي پلئ کړئ ده چې مونږ يې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې سره کرښه ګڼو؟ ايا د ښځو حقونه يوازې په پروموټ د ښځو چارو وزارت او د واليانو لپاره د يوه مرستيالې ښځې په ګمارلو کې رانغاړو؟ ايا له طالبانو سره د سولې قيمت مو تعين کړئ ده؟ ايا ولسمشر غني او حکومت يې د قيمت ورکولو ته تيار ده؟
که ځواب "نه" وي او معلومه خبره ده چې ځواب "نه" ده، نو په پورتنيو مواردو باندي دومره ټينګار او سرټمبه توب به څه ګټه ولري؟
که خبره لنډه کړم نو د جمهوریت امارت او خلافت ارزښتونو ته مونږ خپله زيان رسولئ ده. زما په اند حکومت او طالبان په فروعاتو باندي وخت اړوي. د ستونځو بنسټيز اړخ ته توجه نکوي. سوله د مخالف لوري تسليمي ګڼي، خو دا د حل لاره نه ده. له دواړو خواوو څخه په جدي توګه غواړو چې تير هير کړي هيواد وران ده ارزښتونه مو بدنام شو ولس ستومانه شوئ ده او د نړئ خيراتونو ته پروت ملت يو. جګړه که هوس هم ده نور بس ده. حکومت او طالبان دواړه بايد سولې ته نورې سرې نه بلکې زرغونې کرښې را کش کړئ ،بانې او پلمې جوړول بس دي. اوس باید د سولې لپاره له شته فرصت څخه ګټه پورته کړي، سوله الهي حکم او خير وګڼي، ځمکني حقائق درک کړي، ولسي ارادو ته په احترام قائل شي، د واک په سر افغانان د جګړو په تنور کې و نه سوځي، د زغم او انعطاف لاره ونیسي. هغه د پښتو متل ده واى دا ماتې دې درپاتې خو چې نورې نکړې ماتې.
عيني شرائطو ته په کتو مونږ يوازې يو منتخب ولسواک په ديني او ملي ارزښتونو ولاړ نظام د زعامت او حکومتي نوعيت په هکله د اختلافاتو له جنجالي سمندري څپو څخه د نجات ساحل ته رسولاى شي. زمونږ په ټول نظام کې سترې نيمګړتياوې شتون لري. د ښه او وړ مشرتابه لپاره د ځانګړو شرایطو او د ټاکنو د روڼتيا لپاره د سيستم بدلولو ته اړتيا ده، خو نسکورول او نړول خونړئ پايلې درلودلاى شى. ددغه کار لپاره د دواړو خواو قرباني، زغم متمائله رويه خپلولو، تيريدلو او ګډو سختو پريکړو ته اړتيا ليدل کېږي.

په درنښت
عبدالوحید وحيد
کابل افغانستان