بې له شکه چې عادل پادشا د الله ج د رحم سیوری دی او تاریخ زباده کړې ده او چې نااهله، ظالم او مفسدو مشرانو خپلې لویې امپراتورۍ او خلافتونه له زوال سره مخ کړي او خپل ولسونه له بېساره بدمرغیو سره . د روم امپراتوري او عثماني خلافت یې ښې بېلګې دي. که څه هم چې د دواړو بنسټ له یو بل څخه په لوی توپیر په بیلابېلو ارزښتونو او نظریو اېښوول شوی وو، خو د زوال لاملونه د دواړو یو ډول ول او هغه دا چې مشران یې مفسد، ځانغاړي او په خپلو منځونو کې سره واوښتل. د دې امپراتوریو مشرانو هغه وړتیاوې او ځانګړتیاوې له لاسه ورکړې وې چې د یوې ټولنې، هېواد او امپراتورۍ د لارښوونې لپاره اړینې وې .  

د خورا بدمرغۍ او افسوس ځای دی چې ننۍ اسلامي نړۍ، په ځانګړې توګه د افغان ټولنې مشران هغه وړتیاوې او ځانګړتیاوې نه لري چې د یوه اسلامي نظام د بنسټ لپاره اړینې وي . له دوی څخه یو مشر هم د رسول الله ص د شخصیت له ځانګړتیاوو څخه برخمن نه دی، خو دوی هره ګړۍ همدا باټې ولي چې دوی به یوازې او یوازې له شریعت او د رسول الله ص له سیرت سره سمه مشري کوي . په اوسنیو مشرانو کې تقوا، ایمانداري، ریښتینولي، پوهه او رحم نشته او دوی دغه وړتیاوې هم د مشرۍ اړین آرونه (اصلونه) نه ګڼي. 

له څلورو یارانو څخه وروسته د اسلامي ټولنې په زړه پورې مشران داسې کسان ول لکه د بېلګې په توګه هارون الرشید یا صلاح الدین ایوبي .  په همداسې کسانو ټولنه هم راټولېدله او همداسې کسانو د ټولنې د ښېرازۍ لپاره خپل ټول ژوند ځانګړی کړی وو .  کله چې سلطان صلاح الدین ایوبي ومړ، درې درهمه ترې په میراث پاتې شول، حال دا چې له ښاغلي برهاالدین رباني څخه په سلګونه میلیونه ډالر میراث شول، د طالبانو له امیر څخه په کروړونو کلدارې او شتمنۍ پاتې شوې . نه لومړي په ولس رحم وکړ، نه یې دوهم او نه یې هم پلویان په بې وزله او بې دفاع ولس رحم کوي . طالب د دې ټولنې د سر سړي وژني، بنسټونه یې نړوي، د ټلوالې لنډه غر یې پر سر، مال او ناموس تېری او په ډېر ویاړ سره پردیو ته جاوسوسي کوي . احمدشا مسعود له روسي کافر سره تړون لاسلیک کړ، خو افغان سرتېري یې د کفر او الحاد په نامه وژل او د دې مؤمن ولس پر ضد یې جهاد اعلان کړی وو. طالبانو له امریکایي کافر سره تړون لاسلیک کړ، خو افغانان وژني، په ښارونو کې د ولسي وګړو په منځ کې چاودنې کوي، روژه تیان د لمانځه او دیني علما د ممبر پر سر وژني او د یوه مسلمان مؤمن ولس پر ضد یې جهاد اعلان کړی دی.

حیراوونکې ده!

د ټلوالې لنډه غرو د جهاد او مقاومت په نامه په بې وزلو او بې ګنا مېرمنو جنسي تیري کول، د مزاري، محقق او خلیلي ملېشو د جهاد او مقاومت او د اهل بیت د دفاع په  نامه د بې وزلو بې ګناه ولسي وګړو سرونه پرې کول، د مېرمنو یې تي غوڅول او ماشومان یې حلالول، په  نامه مجاهدینو د جهاد په نامه او د الله اکبر نارو په بدرګه په ولسي وګړو په ښارونو راکټونه اورول  .  طالبان د جهاد په نامه او د الله اکبر نارو په بدرګه هغه کسان حلالوي چې په خوله یې روژه وي او تر چاړه لاندې د لا اله الا الله محمد رسول الله کلمه وایي، داعش یې د جهاد په  نامه او الله اکبر نارو په بدرګه بې ګنا وګړي چې د شهادت کلمې یې پر ژبو جاري وي، پر بمونو کښېنوي او لولپه یې کړي . 

په جهادي رهبرانو کې تر ټولو څخه ډېر حکمتیار ته ګوته نیول کېږي، د دې لپاره نه چې ګواکي تر نورو په نامه مجاهدینو یې جرم او جنایت یا ډېر یا لږ کړی، بلکې د دې لپاره چې له نورو څخه ویښیار، پوه، متقي او په خبره پوه سړی دی . حکمتیار له دولت سره د سولې په بدل کې ملکي ژوند غوره کړی دی، خو د دولت په روپیو ژوند کوي او دلیل وایي چې دا یې حق دی، د همدې دولت پر ضد خبرې کوي او خلک بلوا ته هڅوي، همدا دولت فاسد ګڼي او هر وخت یې د نړولو طرحې جوړوي . له فتواوو پرته یې په دې ولس د جهاد په نامه بې شمېره بدمرغۍ راوستلې او لا لګیا دی زړه یې نه دی یخ شوی . د دې لپاره چې د روان کړکېچ لپاره یو ټولمنلی حل پیدا کړي، دا کړکېچ نور هم پېچلی کوي، د دې هېواد ارزښتونه سپکوي او یو سرلوړی ملت د یوه بې هویته پنجابي غلامۍ ته ماتوي . خو سربېره پر دې، په دې ولس کې پلویان لري چې ده ته یې د "زړونو رهبر" نوم ورکړی دی او په اشاره یې کېداي شي ښارونه وسوځوي . د جمعې د لمانځه په خطبه کې یې په ډاکتر نجیب الله پسخند وکړ چې "جنرال نجییب، داکتر بود، جنرال شد"، خو خپل ځان یې هېر وو چې کابل ښار یې ونړوه، خو ځان انجینر ګڼي . 

 

سرپېره پر نااهلو او فاسدو مشرانو لاندې لاملونه هم د افغان ټولنې زوال نور هم ګړندی کوي : 
افغان ټولنه په خپله په بېسارې توګه خپل ارزښتونه سپک او خپل بنسټونه وراسته کړي دي . د پردیو د یرغل، تاړاک او لاسوهنې له امله افغان ټولنه په یوه نامالومه لورې روانه ده، هرګوره پایلې یې وار له وړاندې منفي ښکاري . د ډېرو جګړو له امله ټولنه په بېساره توګه نالوستې، وروسته پاتې او خپله پخوانی پرمختللې څېره بدله کړې ده . د یرغلګرو لخوا د ولسونو سپکاوی او ظلم د ټولنې هره برخه په روحي ناروغۍ اخته کړې ده . دې ناروغۍ هر وګړی د غچ اخېستلو په فکر کې ډوب، خو هممهال یې علم، منطق، رحم، عدالت او اسلامي وروري ترې پردۍ ګرځولې ده . د ټولنې هر وګړی داسې احساس لري چې ګواکي پت او عزت یې لوټل شوي دي . له همدې امله دوی په افراطي توګه هڅه کوي چې خپل بایللی پت اوعزت اعاده کړي . د پردیو ځواکونو او ګاونډیو لاسوهنې د ولسونو تر منځ د بې باورۍ چاپېریال رامنځته کړی دی . د ټولنې یوه برخه په بېساره توګه شتمنه شوې ده، خو بله هغه یې په بېسارې توګه نېستمنه، مجبوره او رټل شوې ده . 

 

له پوهنیز اړخ څخه ټولنه له خپل لستوڼي او ګرېوان سره په جګړه ده . له بهر څخه د سیاسي تیوریو یا سیاسي سیستمونو راتګ یا راوړل د منښت وړ نه ګرځي، ځکه خلک یې په ریښتینې هر اړخیزه مانا نه پوهېږي لکه سوسیالېزم، دیموکراسي، کمونیزم او اخوانېزم . له بهر څخه هر ډول راوړل شوې سیاسې مفکورې او سیستمونه زموږ له افغاني کلتور سره اړخ نه شي لګولای او ډېر ژر د کرکې سبب ګرځي. 

د ګاونډیو چل، فریب او منافقت چې نالوستي افغانان یې د دین او مذهب، توکم، ژ‌بې، ولایت او ان کوڅو په  نامه په رنګارنګ لومو کې راګیر کړي دي او په دې سره روانه جګړه نوره هم اوږده او پایوي . د همدې بې فتوا او پردیو جګړو له امله احسان، ښېګڼه او انساني کرامت ته درناوې ټول له منځه تللي دي . ولس د شیطان په کړۍ کې راګیر دی او هېڅ د خلاصون لاره نه  شي موندلای . افغان ولس د سولې او سوکالۍ په ضد، په یوه داسې جګړه ییز چاپېریال کې روږدی شوی دی چې خلاصون یې په منطق، دلیل او نصیحت نه کېږي. 

د شمالې ټلوالې پلویانو ته تر ټولو ښه ترین مشران احمدضیا مسعود، عبدالله عبدالله، صلاح الدین رباني، عطا نور، کرام الدین، عبدالحمید خراساني، پدارم، قانوي، بسم الله محمدي، کژدم پنجشیر، بوکس پنجه خیرخانه، حبیب قوای مرکز، سګ قلعه نجارا او . . . دي . که همدا مشران د یوه په زړه پورې یا آیدیال اسلامي مشر سره پر تله شي، د افغان ټولنې د زوال ټول لاملونه به ډیر ژر ښکاره شي . همداسې پښتانه در واخلئ . فیضو به څه وي چې خلک یې په تلویزیوني خپرونو کې مېلمه کړي، مطمئن، غازي نواز ټنی، همایون همایون، لالی، هغه بل ډوزمار خان، ایوبي او  . . . د ټولنې د روحانیت او شخصیت اندازه څرګندوي . د پخواني ولسمشر کرزي وروڼه به څه وي چې افغان ټولنې ته به یې جوپړ وي . ټول په قراردادي مرګونو او مخدره توکو کې ښه لاسبري دي، خو ولس او ټولنې ته د خدمت په نامه څه نه پېژني . محقق په جار نارې وهي چې دی د افغانستان له ګټو څخه د ایران ګټو ته لومړیتوب ورکوي، علیپور یې د ایران کرایي قاتل هره ورځ په لسګونو پښتانه شکنجه کوي او . . . 

عطانور شل کال وړاندې د ماشومانو نفقه نه درلوده، خو نن د افغانستان تر ټولو شتمن کس دی، عبدالله به په هر مجلس کې کوزه او چلمچي په لاس کې ګرځول، د مېلمنو په جوپړ کې به وو، خو نن یوازې په کریمو، د ځان لپاره په زنانه دستکولونو او شالونو د میاشتې په سلګونه زره ډالر لګوي او په سلګونو میلیونه ډالره شتمني لري، احمدضیا مسعود د دولت د نړولو نارې وهي ځکه چې ولسمشر غني امان الله خان ته د قهرمان ملي خطاب کړی وو، یونس قانوني د امریکا تر راتګ پورې د لسو کسانو مشري نه شوای کوله یا چا مشري نه ورکوله، خو نن د مقاومت او جهاد ستر داعي او ځان ته د تاجکانو مشر وایي، په سلګونو میلیونه ډالره شتمني لري، په دوبۍ کې لاس په لاس په قاچاق او غلا ونیول شو، زامن یې په بیت المال په اروپایي او عربي ملکونو کې مزې او چړچې کوي، په سلګونو حکتاره دولتي او شخصي مځکې یې چور کړې دي، کرام الدین کريم یې په زنا، فحشا او جنسي تېریو تورن دی، خو ټول ټلوالیان ملګري یې د جهاد او مقاومت لقبونه ورکوي، په ننګه یې ټوپک اوچتوي، د هېواد سرتېری وژني، د نظام پر ضد را پورته کېږي، ولسمشر ته ښکنځا کوي او نور توکمونه په ټولوژنه ګواښي . 

سرېبره پر فاسدو مشرانو په خپله افغان پرګنې د ظلم او فساد په وړاندې غلې دي،  کله یې چې وس ورسېږي، په خپله د فساد په خورولو کې برخه اخلي، یو له بلې سره د انسانیت، ورورولۍ او شریعت پر بنست نه، بلکې د ګټې وټې یا مجبوریت پر بنسټ پالي . له همدې امله په بپشړ باور سره ویل کېدای شي چې که دا ټولنه لومړی په خپلو نفسونو کې بدلون او بیا خپل مشران بدل نه کړي، لرې نه ده چې ډیر ژر به له منځه ولاړه شي .