ژونـــــالــــیزم!

دخبرلیکنې ژورنالستیک آرونه!
لیکوال : مفتی فضل هادي (سالک)
(پنځمه برخه )

دخبرډولونه : خبردبیلابیلو برداشتونو او سرچینو له مخې اقسام لري ، چې یو څو به یې دلته دبیلګې په ډول رانقل کړو.
سخت اونرم خبر: (Hard and soft News):
سخت خبر :داهغه خبر دی چې ډیر مهم وي، دحکومت کومه نوې داسې پریکړه چې دټول هیوادپه حالاتو اثرپریباسې ،په ملګروملتونوکې په کومه مهمه مسئله خبري کول ،دمالیې کموالی او زیاتوالی .........،یعنې داسې خبرونوته ژورپام کیږې .
نرم خبر :دایو داسې خبردی چې اغیز یې له سخت خبرڅخه کم وي ،لکه کومه سیمه ایزه غونډه ،دداسې کوچنیوجرایموخبرونه چې عام وي ،یا کوم سیمه ایز ښوونځی او داسې نور....................................
دخبر بل ویش :
جامد اومستعد خبرونه .
جامد خبر : داډول خبرونه بې اغیزې او زغمونکي خبرونه دي ،چې په اسانۍ ترلاسه کیدای شي .لکه دوزیرانو ویناوې ،په مطبوعاتي کنفرانس کې کیدونکې بیانونه اوداسې نور.............
مستعد خبر: دامتروک یا عملي خبرونه دي ،چې لوستونکی زیات اغیزمن کوي ،داهغه خبرونه دي، چې خبریالان یې له خپلې مینې له مخې پیداکړي ،یایې په خپلوهڅوپیداکړي وي او او س یې خپروي ،رښتیا هم چې خبریالان لدې ډول خبرونو نه ډیر خوند اخلي .
دخبرلیکنې سبکونه (لارې چارې ):
(ډاکتر یونس شکرخواه) وایې چې لکه څنګه چې خبر پیدا کول اوپسې ګرځیدل له ستونزو نه ډک وي ،همداسې ورته خبري چوکاټ جوړول اوپدې چوکاټ یا قالب کې اچول هم له کړاونو نه ډک وي ،دلته به دخبر سبکونه یا قالبونه یوڅه په تفصیل سره ولیکو چې دخبر لیکونکیو لپاره دخبر لیکلو ژورنالستیکه چاره اسانه شي .
۱-هرم ډوله سبک :(Inverted Pyeamid)
۲-تاریخي سبک(Chaonoloygicalstyle)
۳-له لیډ سره یوځای تاریخي سبک (Combiation style)
۴-دحیرانونکې پای لرونکی سبک (Surpriseendiny)
-----------------------------------------------
(۱)-هرم ډوله سبک :
پدې ډول سبک کې دخبر پیل دمهمواوجالبوټکوڅخه کیږې ،یعنې دخبر په لومړي پراګراف کې مهم مواد وړاندې کیږې او همداسې نور مواد دارزښت له مخې یو په بل پسې راوړل کیږې آن چې پای کې یې داسې بیان راځي چې موخه ورته وایې ،لاندیني شکل کې به وګورئ چې دخبر پای کې هغه ټکي کاریږې چې لږه پاملرنه ورته کیږې !

حقیقت کې دهرم ډوله سبک په چوکاټ کې وړاندې شوي خبر ته، ډیرو مهموټکیوته لومړی پام اړول کیږې، چې ددې سبک شاته یو تاریخي ارزښت پروت دی ،دا سبک هغه مهال ډیر کاریده چې په نړۍ کې دتلګراف اختراع وشوه ،خبریالانو دامریکادکورنۍ جګړې پر مهال داړیکودپرې کیدو له ویرې لومړی دخبراصلي توکي مخابره کول اودارتباط دټینګتیا په صورت کې به یې وروسته تفصیل وړاندې کاوه ،په هرحال په هماغه ډول چې ویل شوي، پدې سبک کې لیډ یا دخبرتوکي اوپه ترتیب سره نورټکي دمهموالې اصل ته په پاملرنه سره لیکل شوي .
دخبر هرم ډوله سبک دوو موخو لپاره کارول کیږې !
الف :که لوستونکی دخبر له پیل سره مېنه وښایې تر پایه به یې په چټکۍ سره دخبر دلوستلو تلوسه پیدا کیږې وخت به یې مصرف نشي .
ب :په طبعي ډول دپیښوپه اړه دخبر وړاندې کول ،لکه چې خلک یې په خپلو مینځونوکې همدا ډول کاروي ،پدې سربیره دوه نورې ګټې هم لري –
A: دخبر محتوی چې په لیډ کې ځاییږې ،نو ټایټل جوړول هم اسانیږې .
B:دمطالبو دډیروالې پر وخت چې ځینې برخې یې کمیږې ،نو اصلي مطلب پر خپل ځای پاتې کیږې او دخبر دنوې والې له کبله ورځپاڼه کې نورومطالبوته هم ځای پاتې کیږې ،داچې په ورځپاڼو اومجلو کې اوږده اوږده مطالب لوستونکي ستومانه کوي او خلک دپخوا په نسبت کم وخت لري ،ترڅو اوږده مضامین ولولي، نو دورځپاڼو لیکونکیوترمنځ داسبک ډیر منلی او دخوښې وړ دی .
دهرم ډوله سبک کارونه :
خبریالان او ورځپاڼه لیکونکي ددې سبک نه دسیمینارونو،غونډو،ویناوواو ورځنیوموضوعاتوڅخه دخبرجوړولوپه مهال ګټه اخلي ،خوله بده مرغه ځینې خبریالان دمرکې پر مهال په ناپوهۍ سره دهمدې سبک په ډول مهمې پوښتنې دمرکې په سرکې تر سره کوي، پداسې حال کې کیدای شي ،داکار دمرکې لوری واړوي او مرکه کوونکی ښایې داسې ځوابونه ورکړي چې سره تړلې وي .
(۲)تاریخي سبک :
دتاریخي سبک دپیژندنې په باب (ډاکتر شکرخواه )په خپل کتاب کې لیکي :
چې دې سبک کې د هرم ډوله سبک پر خلاف موضوعات دپیښیدو په لحاظ د خبرپه متن یا اخر کې راوړل کیږې ،پدې سبک کې خبریال لکه دیوه قاضي رول نه لوبوي، چې پریکړه وکړي ، کوم خبر لومړی اوکوم خبر ورپسې ولیکې ،پدې توګه تر ډیره بریده په خبر کې دخبریال دنظر دځایه کولومخه نیول کیږي ،او همدا رنګه د هرم ډوله سبک پر خلاف مطالب په تفصیلي ډول وړاندې کیږې ،خو تاریخي سبک هم( لیډ) لري، چې خبرپه سرکې لیکل کیږې، خو دا (لیډ )ځکه لیډ نشو بللای، چې ډیر وي، خو مطلب نشي افاده کولای .
دلته مهمه دانده چې کوم ټکی مخکې او کوم وروسته راوړل شي ،مهمه داده چې دپه زړه پورې لارښوونو نه
کا رواخستل شي ،داموضوع دفورمول نه په ګټه اخستنه توپیر لري ،خبر لیکونکي باید تل فورمول ته دشک په سترګه وګورې ،ځکه فورمول کارول دخبر نوې والی له نابودۍ سره مخ کوي .
ددې نه وړاندې چې( لیډ) سره یوځای تاریخي سبک مطالعه کړو،بایددتاریخي سبک نه چې دګزارشونو،مقالو ،تحقیقاتواودغونډوڅخه دخبرپه جوړولوکې کار اخستل کیږي، مطالعه اړینه ده .
(۳)لیډ لرونکی تاریخي سبک :
داډول سبک څنګه چې له نامه نه یې ښکارې، دپورتنیو دوو سبکونو یوځای کول دي او یوازې دښاري رپوټونواو پیښوپه اړه کارول کیږې ،ددې لپاره چې پخپل ذهن کې ددې سبک لپاره یو انځور پیداکړو،بهتره ده ووایوچې: دتاریخي سبک ډول چې پکې مطلب له پیل نه تر پایه پورې دپیښو دپیښیدو په ترتیب سره لیکل کیږې،
په لاندې شکل سره به وي :

دلیډډول لرونکی تاریخي سبک شکل دپورتني شکل سره په لږ توپیر:
لی

لیډ لرونکی تاریخي سبک دورځپاڼه لیکونکیوپه ځانګړې ډول دهغوپه منځ کې چې ښایې رپوټونه اوپیښې را اخلي ځانګړی ځای لري .
(۴)-دحیرانوونکې پای لرونکی سبک :
، داسبک تر ټولو خوږ سبک دی پدې سبک کې دپیښې ځاندره (قلف )دخبر په پای کې خلاصیږې او لوستونکی حیرانوي ،داسبک ددې لپاره دورځپاڼو لیکنې په ادبیاتوکې رامنځته شو،چې دلوستونکې کومې لټونې ته ځواب ووایې ،یعنې دحیرانوونکې پای لرونکی سبک څخه هغه وخت کار اخستلای شو ،چې دې پیښې کې دحیرانۍ موضوع اخښل شوي وي .
نوربیا .......
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ