پرېږدئ شاړې دښتې او دا غرونه وینې وژاړي
دنګې دنګې ونې قامتونه وینې وژاړي

سوله یرغمل د اهریمن په لاس بې پته شوه
پرېږدئ چې مین او ربابونه وینې وژاړي

بیا یې د "هیبت" په پار په ځان بمونه وتړل
پرېږدئ کونډې بورې ړنګ ښارونه وینې وژاړي

بیا طالب د کفر او الحاد په حلوا وپړسېد
پرېږدئ چې د وږو پرهارونه وینې وژاړي

دلته هر یعقوب یې په خپل زوی پسې ړوند شوی دی
پرېږدئ چې یوسف او ګرېوانونه وینې وژاړي

وېره که تقدیر دی چې د چښلو توان نه لري
پرېږدئ "کریم نور" او ډک جامونه وینې وژاړي