نه کوم تنظیم نه کومې ډلې نه سازمان سره یم
ساده پښتون یم زه خپل ګران افغانستان سره یم

دلته تاجک اوزبیک ، ایماق که هزاره اوسیږي
زه د ترکمن ، نورستانی زه هر افغان سره یم

د بیلو لارو نظریـــو له تـــربګنی خلاف یم
چې دملي کټو پاسبان وي هغه ځوان سره یم

تنها یو والی ، پیوستون دا فاصلې لنډوي
زه د هوښیاره با تدبیر، عاقل انسان سره

ملي احساس وطنپالـــنه د بـــري لاره ده
د ګران وطن د سوکالۍ د ارمغان سره یم

نن که اغیار د بل په لمسه کربلا جوړوي
زه په وطن باندی مین د لوړارمان سره یم

افغاني څو به دا ناخوالې وي ناتار دلته کې
د جنګ لمنې ټولوم ،سولې ،پیمان سره یم
------------------------------------------------
۱۱ - ۸ - ۲۰۲۰
م ۰ کال