ما ته اختر سره غمونه راځي
د تېر دوران خواږه يادونه راځي

زما په غم شهيده مور يادوم
د خاطرو په زړه داغونه راځي

چې ایني د خوږ ماضي ته ګورم
راته په ياد ښکلي فکرونه راخي

د ځوانۍ هيلو جوړول قصرونه
خيال ته هغه ښايسته وختونه راځي

د پښتنو هغه عالي دودونه
د تاریخ پاڼو کې ذکرونه راځي

مینه وروري او خواخوږي وه زياته
داسې صفت کې ډېر بابونه راځي

زړونه به خوښ وو د وجدان په نيرو
کله اوس بیا هغه کلونه راځي

اوس مې پښتو په زړه داغلی ښکاري
ځکه د زړه په سر دردونه راځي

د روح غذا چې به پښتو زموږ وه
اوس د هغې په کور تندرونه راځي

ځکه اختر کې اوس ژړيږي «اشنا»
چې مې خاطر ته وران کورونه راځي