درنو لوستونکو! له ډېره درده دې ته اړ شوي يو، چې نور په داسې ترخو ليکنو او رښتيا ويلو پيل وکړو. ترڅو دغه خبرې د افغان ملت او د دې خاورې په ګټه تمامې شي. ځکه څلوېښت کاله وشول په افغانستان کې د افغان وژنۍ اور بل دی. په دې لمبو کې ځوانان وسوزېدل، تور سرې کونډې شوې، افغاني پېغلې او ځوانان په اروپا کې کډوال شول، چې هلته د بې عزتۍ شپې او ورځې نن د هغو هېوادونو د وګړو له لاسه سبا کوي دا د چا له لاسه وشول؟ څرګنده خبره ده، چې د خلقيانو، پرچميانو، کمونستانو، روسانو، د اتو افغاني رهبرانو، د هغوي له سرکشو قوماندانو او بيا وروسته د پاکستان د طالباني او داعشي لاسپوسي نظام له لاسه وشول او کېږي.
څرنګه چې موږ په افغانستان کې په جګړه او جګړه مارو ډلو او د هغوي په سرچينو خبرې کوو افغان ملت او په ټوله کې نړېوالو ته دا خبره څرګنده شوې، چې پاکستان له افغانستان سره په پوله ګډ هغه شيطان ترورستي هېواد دی، چې څلوېښت کاله په خپله غېږ کې دغه وران کارې ډلې د افغان حکومت په خلاف وروزلې هغه که رهبران وو او که د جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله د وخت وزير دفاع شهنواز تڼی و او که د جنت دا تورې بلبلې طالبان او داعش او رهبران وو. خو ټول د افغانستان د ړنګولو لپاره تربيه شول، چې هغوي هم خپلو ورانکاره فعاليتو ته په نره غېږ ورته کړه او افغانستان په آسيا کې له نورو هېوادو څخه يوه پېړۍ وروسته واچولو.
افغان ملت په دې ځای کې نيوکه لومړی په رهبرانو، بيا په طالبانو او نورو ډلو دا کوي، چې تاسو خو مسلمانان ياست، په کعبه کې مو د افغانستان د ابادولو لپاره په قرآن لاس کېښود، چې موږ به دغه هېواد ابادو، تاسو ولې د کابل يوه ودانۍ هم روغه پرې نښوده، هر افغان ته مو د سر په کاسه کې د زهرو اوبه ورکړې، اسلاميت او جهاد دې ته وايي، چې تاسو وکړ.
لنډه دا چې تاسو مسلمانان نه ياست او نه درکې د مسلمانۍ کومه نښه شته، چې دومره هېوادوال مو د تور پنجاب په اشارې سره له تېغه تېر کړل څه، چې ژوندي پاتې دي هغه ټول ستاسو له لاسه اروپا او امريکا ته وتښتېدل، افسوس په داسې اسلاميت، جهاد، طالباني نظام او مسلماني سره، چې تاسو وکړه.
له دې جګړې څخه خلاص شوي نه وو، چې يوه بله ډله همدې تور پنجاب په سپينه جامه کې د طالب په نامه را پيدا کړه، دا شل کاله مو هغه د همدې پاکستان په اشارې وژني، چې يوه او بله بهانه راته لټوي کله وايي امريکايان دې له افغانستان څخه ووځي او کله وايي زموږ بنديان دې راخوشې کړي، ته طالب که دومره مسلمان او په خپل سياست کې هوښيار او د پاکستان غلام او د هغه په کاسه لوی شوی سياستوال نه يې راځه دلته په افغانستان کې دفتر خلاص کړه، دلته خپل سياسي فعاليت پيل کړه. لومړی زه درسره په دې برخه کې مرسته کوم، ته ولې موږ وژنې ته د زنبق د څلور لارې د چاودنې ځواب ملت ته ورکړه، چې تا يې مسؤليت په غاړه واخيست. په يوه ورځ کې دې شپږسوه افغان وګړي و وژل يعنې شپږسوه کورنۍ تا په هغه ورځ په غم کېنولې په هغه پېښه کې زه هم په خپل دفتر کې ټپي شوی وم.
دا په دې معنی چې زه تقريباً پنځوس کورنۍ (خپلوان) لرم په هره کورنۍ کې زما په اټکلي توګه پنځلس نفره دي نو تا زما (۷۵۰) نفره د غم په ټغر په يوه ورځ کې کېنول همداسې د شپږسوه افغانانو مرګ ژوبله درواخله، ته په کومو دلايلو او کومو سترګو له افغان حکومت څخه د خپلو زندانيانو د خوشې کېدو غوښتنه کوې، ته خو مسلمان يې، ته بايد زما د ټپي کېدو حق او حقوق د اسلام په چوکاټ کې راکړې، ته څرنګه د ابومسلم خراساني، چې د داعش ډلې يو لوی جنايتکار دی له افغان حکومت څخه د خوشې کېدو هيله کوې او افغان حکومت که چېرته ځان ته په رښتيا هم حکومت وايي په کوم دليل تور پنجاب ته خوشي کړي دا يوه ډېره غټه جنايت کاره څېره ده، چې زموږ پياوړو ځواکونو په جګړه کې نيولی بايد خوشې نه شي او د عمري قيد سزا ورکړل او يا هم نړېواله محاکمه داېره شي او اعدام شي.
دوهم دا چې زه له خپلو ملي پوليسو او ملي اردو دا هيله کوم، دوي بايد له دښمن سره د خپلې خاورې د ساتلو او د ځان د دفاع په خاطر هغه مبارزه وکړي، چې د دوي په واک کې ده او هېڅ داسې څېره زما په نظر تر افغاني زندان پورې ونه رسوي او هماغه د جګړې په ډګر کې بايد سره ترې غوڅ کړي، ځکه افغان حکومت هم دومره توريالی او بريالی حکومت نه دی، چې داسې څېرې دې دوي په خپلو زندانو کې د بهرنيانو په ځانګړې توګه د امريکايانو له لاسه وساتي. بهتره به داوي لکه څنګه، چې زما شنه طوطيان چې هغه ملي اردو او ملي پوليس دي دوي بې رحمانه وژني نو دوي ته هم لازمه ده، چې په هماغه ساعت او ځای کې ختم کړي، ځکه په افغانستان کې ترڅو، چې پاکستان په بل مخ وانه وړي سوله نه راځي او يا په افغانستان کې بېرته غازي امان الله خان او داود خان سرونه را پورته نه کړي.
زه له طالباني نظام او له قطر مېشتو دا پوښتنه کوم راځۍ د حديبې سوله مطالعه کړو، رسول (ص) په کومو شرايطو له کفارو سره سوله لاسليک کړه. تاسو قطر مېشتي خو د هغه امتيان ياست ولې دومره وژنۍ کوئ؟ ولې مو له امريکايانو سره امنيتي تړون لاسليک کړ، چې په هغوي يو ډز هم نه کوۍ، دا کافر درته زما ملي اردو او ملي پوليس ښکاري؟
په کوم آيات او حديث سره زما مسلمان ورور چې هغه په افغان دولت کې دنده لري ته يې وژنۍ په يوه ډاکټر، انجينير او ژورناليست باندې د دولت او کورنۍ يې څومره لګښتونه شوي دي، چې تاسو يې وژنۍ.
موږ خپله چې په افغان دولت کې دندې لرو مسلمانان يو، موږ په ښوونځيو کې لس مضامين اسلاميات ولوستل، په پوهنتون کې يې راته هم اسلاميات تدريس کړل او بل کله مو، چې بل پوهنځی طب لوستلو په هغه کې هم راته ښه اسلاميات تدريس کړل تاسو سره داسې کوم ايات او حديث شته، چې موږ وژنۍ، اسلام خو د سولې او پرمختګ دين دی، په اسلام کې خو وژنه نشته، په اسلام کې خو خوار او غريب نه شته، زما د هېواد وګړي نن (۹۰٪) ډوډۍ نه لري.
او تاسو هر يوه ته په قطر کې ډوډۍ ګرمې خرما او د ښاغلي جمهور رئيس خبره پنځه او شپږ ښځې په برخه شوي دي، راځۍ، چې دلته د افغان ملت د يتيمانو اوښکې پاکې کړو، دلته کونډو ته ډوډۍ پيدا کړو، دلته د افغاني پېغلو عزتونه پرځای کړو، چې د چاودنو او بې ځايه مرګونو له لاسه اروپا ته لاړې.
که تاسو سره د افغاني جګړې د ختمولو لپاره کومه ځانګړې طرحه پرته له وژنو، ښوونځيو سوزولو، پلونو ړنګولو، د بمونو اېښودلو موجوده وي موږ ته يې هم را وښيي چې له تاسو سره په دې برخه کې پوره همکاري وکړو خو ستاسو کارونه ټول منفي دي، تاسو د پاکستان په کاسه لوی شوي غلامان خلک ياست، ستاسو په اداره کې يوه مېرمن دنده نه لري، تاسو موږ ته يو داسې ملک وښاياست چې په هغه کې دې ښځې دندې ونه لري، که چېرته ستاسو مېرمنې ناروغانې شي بهتره به داوي چې ښځينه ډاکټرې ته لاړې شي او که نارينه ته؟
د علم زده کړه په قرآن کې فرض دی ستاسو ټول کارونه د اسلام خلاف دي له تاسو سره څوک په يوه چوکاټ کې جوړ نه راضي، له تاسو سره د افغان ملت درد او د خپلې خاورې د ابادۍ کوم پروګرام نه شته دی.
تاسو له افغان حکومت څخه د پاکستان حکومت غوره ګڼۍ ځکه چې تاسو هلته ژوند کوۍ د پاکستان د ای اس ای استخباراتي شبکې تاسو ته هرڅه برابر کړي دي تاسو به له هغه څخه څرنګه خپل سرونه پورته کړئ، زموږ په نظر ستاسو لپاره بهتره داده چې خپل هېواد ته راشئ او دلته خپل ناکام سياست په لار واچوۍ ترڅو کامياب شئ.