طنز

دلته د سایز په اندازه هر چا ته څوکۍ جوړیږي
هر چا ته د غلا په اندازه جیبونه د صدرۍجوړیږي
په دې بې خولې خلکو هر ډول ناولي بابولالې چلیږي
دا وطن کله د ارګ دغلو د خولو په پسکۍ جوړیږي
په دې پکو غټو ټپوسانو اعتبار مه کوه د ښکار
دا وطن په رنګونو ، کله په رنګ بدلونکی څمڅکۍ جوړیږي
د وطن ناوې ښه ډیر پسولو نه او سینګارونه غواړي
افغانی خواره ناوې کله یوازې په یوه نتکۍ جوړیږي
دوطن خلکوته د ښادیو ډک دستر خوان په کار دی
داملا ماتۍ بی خانده ملت کله مازې په ټګۍجوړیږي
پسرلی رنګارنګ ګلان ، شنه باغونه او بلیلان غواړي
پسرلی کله د بهر راغلی په یوه دانه توره توتکۍ جوړیږي
وطن ته خدمت کله په داسی لاپوکو ځان مینو غلو کیږي
ازاد وطن د مشر په شخو برېتونو او ډانګ لکۍ جوړیږي
ډاکټرانو دهر درد لپاره پاراسیتامول نه دي په کار
د نس درد بیا کله کله یوازې په وطني سپېرکۍ جوړیږي
ناوې تا ته په هر کار کې خوشحالي اوخندا په کار نه ده
دواده په شپه د موراو پلار زړه ستا په هنکۍ جوړیږي
داشغال دولت دی همدومره مردارۍ یې لا لږ دي
دلته هر دوره ښېښه محل د ډبل په چټاکۍ جوړیږي