په عالم کې جوړه نن غوغا ده نه پوهېږم
دا وبا دروغ ده او که رښیاده نه پوهېږم
بې حسابه انسانې مرګونه او حادثې دی
څه عجیبه افسانه او معما ده نه پوهېږم
داڅه ډول افت دی چې په بنه د قیامت دی
اخرت دی که مسته دادنیاده نه پوهېږم
الهی! ستا هرکار کې لوی حکمت دی
دا څه ازمېښت اوامتحان دی نه پوهېږم
رڼاورځ دې رانه ورکه هره شېبه کړه
توره شپه ده که ښایسته رڼا ده نه پوهېږم
عاقلان د زمانې دې په کې را ګیر کړل
یولورته ژړا بل لورته خندا ده نه پوهېږم
زوروردې کړل کمزوره له ګزافه له پېغوره
داسمون کې خبرد ستر توفان دی نه پوهیږم
الهی! بیشکه ته رحمن یې ته رحیم یې
انسانان دې مغرورشوی بی مغفرته نه پوهېږم
په لافوکه زمانه کې دتصور په قواله کې
کوم یو ومنم د واقعیت په ترانه کې نه پوهېږم