نيټه او وخت: د غرمی نه پس د دووبجو او ديرش دقيقونه تر څلورو بجو او شل د قيقو پوری چی ۱۱۰دقيقی کيږی.

د اکتوبر ۳۱ نيټه ، ۱۹۷۷م کال

زرجان بها د پرډو په پوهنتون کی پروفيسور

انديانا، متحده اضلاع د امريکا

هغه وخت چې زه دکابل پوهنتون د انجينری فاکولتی ريیس وم خبرشوم چې د ملګريو ملتو له خوا د «په پرمختیا کې د ساینس او تکنالوجي رول » تر سرلیک لاندې یو کنفرانس جوړېږي چې بیا وروسته دا کنفرانس  په ۱۹۷۹ کال کی په ویانا کې جوړ شو. دا هغه وخت وا چې سوړ جنګ د غرب او شرق په منځ کې په شدت جریان درلود.

امريکا د دې کنفرانس د جوړېدو څخه نږدې دوه کاله مخکی(۱۹۷۷م) د يو شمېر مخ پر وده هېوادو استازي مېلمانه کړل تر څو دوی ته خپل سيستم ور وښيي او پدې توګه ددې هيوادو استازي د خپل سيستم په طرفداری وهڅوي چې له يوې خوايې د خپلو هيوادو د پاره ومني او له بلې خوا  په يا د شوي کنفرانس کې ددوی د سيستم پلوي وکړي.

پدې لړ کې يې د افغانستان نه هم يو نفر دعوت کړی وا.  ماته په پوهنتون کې وويل شول چې که زه علاقه ولرم  د افغانستان په استازیتوب پدی کنفرانس کی ګډون وکړم. ما ورته وويل چی ښه به داوی چی کوم بل نفر انتخاب کړی ځکه زه اوس دلته د پوهنځی د بی ساریی ودی له کبله ډير مصروف يم.  ممکن يو دليل چې ماته يې د دې تګ چآنس راکا وا دا به وا چې زه د افغانستان د ساينس او تکنالوجي د پاليسي جوړولو د کميټې غړی وم.  فکر کړم چې يو غړ ی يې عبدالعظيم ضيایي د پولیتخنيک پخوانی رئيس او بل غړی يې سيد عبدلقادر بها د کابل پوهنتون پخوانی رئيس وا او نور غړي مې يې په ياد ندي.

وروسته خبر شوم چې پوهنتون غوښتل داسې يو څوک وا ستوي چې انګليسي ژبه یې هم صحيح نه وه زده.  ما د پوهنتون مشرتابه  ته وويل چې دا به ښه کار نه وي چې تاسو د يوه سړي د نازولو د پاره دا چانس د تحفې په توګه ورکوی. هغوی  ماته وويل چې داسې ده نو تاسوولاړ شی. پدې توګه ما دا سفر قبول کا.  زما سفر د ۱۹۷۷م کال د نومبر په څلورمه له کابل نه د غرمی وروسته په ۱۲:۴۰بجو پيل شو او د دسمبر په ۱۷ نیټه  د سهار په ۱۰:۱۰ کابل ته را ستون شوم.

کله چې‌ زه د ېپروګرام ته ولاړم هلته د ۳۵ نورو هېوادونو استازو چې ډېر يی د مخپروده هيوادونو څخه وو پدی کنفرانس کی ګډون کړیوا.  پروګرام ډير ښه تنظيم شوی وا، موږ د امريکا د شرق نه تر غرب پوري ډير مهم ځا یونه او پروګرامونه وليدل چی د امریکا د ساينس او تکنالوجی په مختلفو ابعادو يی شننی راته وکړی. 

مخکې  ددې چې نوموړي پروګرام ته ولاړشم د لوړو زده کړو وزير راته وويل چې که وغواړم د جمهوررييس سره پدی هکله وګورم زما د پاره به وخت واخلي.  ما ورته وويل چې دا خو به ښه کار وي، ‌زه به د هغه نظر هم واورم او په دې کنفرانس کې به ترې ګټه واخلم.

د رييس جمهور د ليدلو وخت را ورسيد او زه د مهال ويش سره سم د ګول خانې ماڼۍ ته ولاړم. هلته مې وليدل چې زه او جمهور رييس دواړه دوه په دوه يو، نو ما خپلې خبرې پدې ډول شروع کړې:

د ملګريو ميلتو له خوا يو کنفرانس د«په پرمختیا کې د ساينس او تکنالوجي رول» تر عنوان لاندې  په ۱۹۷۹ کال کې جوړيږي اود دې  کنفرانس د جوړېدو څخه مخکې امريکا د ځينو ملکو استازي دعوت کړي چې د ددوی د سيستم سره بلد شي. زه د افغانستان په استازریتوب په نوموړي پروګرام کې ګډون کوم. زما هدف د تاسو د ليدلو نه دادی چې که تاسو کوم هدايت ولری چې پدې سفر کې زه ورته پاملرنه وکړم .

ښا غلي جمهور رييس وويل چې دا ډول کنفرانسونه د کاغذ پر مخ ښه ښکاري خو په پايله کی د پام وړ څه  ترې لاس ته نه راځي. د تاسو د پاره ښه دی کړی شی د يوه تفريحي، سفر په توګه ترې استفاده وکړی.

ما ورته وويل چې زه لږ وخت کېږي چې د امريکا نه را غلی يم ، فکر نه کوم چی زما تر راتلو وروسته به هلته داسې  شيان پيداشوي وي چې زما د پاره به نوي وي، زه يې په ليدلو تر تاثير لاندې راشم او يا به کوم نوی خارقلعاده شی ووينم. له هغه ځايه چی زه د افغانستان د ساينس او تکنالوجي د پاليسي  جوړولو د کميټې غړی يم نو زما هيله او موخه به داوی چی    اړوند معلومات د نورو مخ پر وده هيوادو د استازو نه را ټول کړم چې دوی د ساينس او تکنالوجي څه ډول پاليسیګانی لري، دې پا ليسيګانو ددوی د ملي اهدافو په لاسته راوړنه کې څه ډول رول لوبولی او په دې پا ليسيګانو کې څه ډول بدلونونه راغلي چې ګټوری تمامی شوی دی. دا ډول معلومات به زموږ د کومېټې د پاره ډير ګټور تمام شي او زه دی سفر ته د يوه طلايی چانس په توګه هيله مند يم. هیله ده چې ددوی د تجروبو نه په ګټه اخستو سره موږ وکړی شو يوه معقوله پاليسي د ساينس او تکنالوجی په هکله د خپل هيواد د پاره جوړه کړی شو.

پدې وخت کې جمهوررييس موضوع ته تغير ورکا او ويې ويل چې د افغانستان خلک د خپل وطن د ابادولو لپاره څومره چې لازمه ده زحمت او زیار نه باسي. تر هغو چې موږ ټول کار ونکړو دا ملک په خپله نه جوړيږي.  ما يې په ځواب کې وويل چې د افغانستان خلک د خود رويه ګولانو غوندې په هر ځای کې چې طبيعت شنه کړي هملته شنه کيږي.  دوی د تاريخ په اوږدو کې دا سې يو باغوان نه درلود چې دا طبيعي ګولان داسې تنظيم کړي چې ترې پوره ګټه وا خستل شي.  ما غو ښتل چې پدې ډله باغوانانو کې دی هم شامل کړم نو زیاته مې کړه:  هغه څه چې تاسو په «خلکوته خطاب »کې  ویلي په زړه پورې او د خلکو د خوښی سبب وګرزېدل.  خو خلک غواړي چې د هغو خبروعملي برخه وويني.  پدې توګه ما ددې جرأت وکا چې دوی ته هم ووايم چې هغه باغوان چې پدې وطن کې ورته ضرورت دی ندی پيداشوی. يو شی چې زه بايد ځان پرې ملامت و بو لم هغه دا چی د خبرو په دوام کی ما  جمهور رييس صاحب ته د دې مو قع ورنه کړه چې ماته لېکچر راکړي.  کله به چې دوی کومه داسې خبره وکړه چې زما په فکربه سمه نه ښکاريده نو ما به سم د لاسه ځواب ورکا.

ما دې خبرې ته ملا تړلې وه چې که رييس جمهور راباندې په قهر هم شي خو زه به د هغو وا قعيتوڅخه چې ماته معلوم دي دفاع وکړم.  ما داسې فکر کاوا چې که راته په قهر شي نو ما به د پوهنځی د ريا ست د چوکۍ نه ليرې کا او دې خبرې ته مې ځان تيار کړی وا. په هغه وخت کې ډيرکارونه د قانون له لارې کېدل نو ځکه ما ددې خطر نه حس کاوا چې بندي او يا مړ به شم. موږ دوه په دوه ۱۱۰ دقیقی د افغانستان د ابادولوپه هکله وغږېدلو.

په آخرکې زه پدې فکر کی وم چې نوموړی به ما ته ډېر په قهروي او خپل قهر به پداسې خبرو خلاصه کړي چې زه وپو هېږم چې دی ددې ليدنې نه خوشحاله نه وا.  د رييس صاحب جمهور عکسلعمل زما د ګمان نه بيخې مخالف وخوت او ماته يې وويل  چې زه کړی شم هر وخت چې وغواړم د دوی سره کتلی شم.  داخبره د ما دپاره بلکول د تعجب وړ شوه او پر ده باندې مې په زړه کی ډېر تحسينونه وورول.

تر هغه ځايه چې موږ اوريدلي وو چې جمهور ريیس صاحب ډېر زورور اوقهرجن سړی دی او هېڅکله چا د دې جرأت نه درلود چې د ده دفکر په خلاف کومه خبره وکړي مګر زما او د ده دلیدنې په ټول وخت کې ما د ده خبرې ردکړې او د افغانستان دخلکو ملاتړ مې وکا. 

کله چې پوهنتون ته راغلم د پو هنتون رييس پوښتنه را څخه وکړه چې د جمهور رييس صاحب سره دې ليدنه څنګه تيره شوه؟  ما دا ټوله کيسه ورته وکړه. د پوهنتون رييس راته وويل چې ته خو ددې لپاره ورغلی وې چې د نوموړی نه هدايت وا خلې مګر داسی معلومېږي چې ورغلی وې چې دوی ته لار ښوونه او هدايت ور کړې.

زما ددې ليدلو نه زه دې نتيجې ته ورسېدم چې جمهوررييس په وطن مين سړی دی خو ممکن په ځينوداسې خلکو يې باور کړی وي چې هغوی ورته ځانونه په وطن مين  ښکاره کړي وي او بيا يې د ده  د باور نه ناوړه ګټه اخستی وی او د هغو په کړنو دی ملامتيږی.  ما پس د هغو ليدنې هېڅکله  کوشش ونکا چې بيا يې ووينم او وختونه او شرايط هم زرزر بدل شول.

د ما دليدلو نه ډير پس مې د لوړو زدکړو د وزير نه وار ويدل چې جمهور رييس زما پوښتنه ترې کړيې وه. هغه ورته ويلي وو چې د بها صاحب څه حال د ی؟  وزير صاحب داسی فرض کړيې وه چې دده مقصد سيد عبدلقادر بها دی چې يو وخت د کابل پوهنتون رييس وا نو  دهغه په باره کې يې تو ضيحات ور کړي وو چې اوس څه مصروفيتونه لري.  جمهور رييس ورته ويلي وو چې دده مقصد انجينر بها دی. ما د بل وار کتلو ضرورت ونه ليد ځکه څه شی چې ما غوښتل ورته ووا يم هغه مې ورته  وويل .

زه غواړم دلته يو څو نورې خبرې هم چې ما د محمد داوود خان په هکله او رېدلې اضافه کړم.  دا خبری ما دداسې چانه ندي اورېدلې چې هغو غوښتی وي د نوموړی صفت او يا غيبت وکا.  دوی په خپله د داوود خان نه ارويدلی او يا يې د داسی نفر نه ارويدلی چې ضرورت يې نه درلود چې هغه د خپلې ګټې د پاره تحريف کا:

اول-د جمهوررييس محمد داوود دلورد کانکور د امتحان کيسه: 

دا مې اروېدلي دي کله چې د پوهنتون د کانکور نتيجې اعلان شوې او دده لور په دې نه وه بر يالی شوې چی کوم پو هنځی ته ولاړه شي، په ځای ددې چې دی په غصه شي شکر يې وښکلی وا چې دا پروسه دومره په عدالت ولاړه ده چې دده د لور مراعات هم ندی پکې شوی او د نورو خلکو په شان معامله ورسره شوې.   دده لوربیا وروسته پوهنتون ته شامله شوه خو هغه د يوه بل امتحان له لارې کاميابه شوه.  د ښکوليو هنرونو د پروګرام د پاره به د هغو زده کونکيو نه امتحان اخستل کېدا چې د پوهنتون په کانکور کې به نه وو بر يالي شوي.  دا امتحان به دا سی اخستل کېدا چی د ښکلیو هنرونو استعداد ته به يی ډيرارزښت ور کاوا د ساينس او ځینې نورو اجتماعی معلوماتو برخه به پکی کمه وه. د داود خان لورهم د همدې امتحان له لارې د ښکوليوهنرونو پروګرام ته شامله شوه.

دوهم – د چلتن د نهالونه خرڅولو کیسه:

ار ويدلي می دي چې په چلتن کې د پخواني صدر اعظم محمد ها شم خان چې اولاد يې نه درلود مځکې  جمهور رييس صاحب او دده ورور محمد نعيم خان ته پاتې شوې وې. په دې مځکو کې چې په چلتن کی وې د خرڅولو دپاره د وهلو لپاره تیارډېر چينار يا سپېدار وو . په هغه وخت کی هوختيف چې يوه جرمنی کمپنۍ وه او په کابل کې يې ډيرې ښکليې ودانی جوړې کړی غو ښتي وو چې دده نیالونه غونډ واخلی.  رييس صاحب ددې معاملې د پاره موافقه نه وه کړې او ويلي یې وو چې زما دپاره مناسبه نده چې په خارجي کمپنۍ خپل مال خرڅ کړم ځکه خلک به بد ګمانه شي او فکر به وکړي چی دا يوه سياسی معامله وه. داهغه وخت و چې رييس صاحب هيڅ رسمي دنده نه درلوده او د افغانستان د قانون له مخې يې نشوی کړی هيڅ رسمي وظيفه ولري ځکه چې د پادشاه د کورنۍ نيژدې غړی وا.

دريم - د زخمي عسکر کیسه:

هغه وخت چې محمد داوود صدراعظم وا د پاکستان سره زموږ د هيواد يوه عسکری لنډه شخړه وشوه چی ممکن دواړو خواوو څه تلفات ليدلی وي.  پدې شخړه کی زموږ د منطقی يو خورد ضابط زخمی شوی وا.  درسمي معاملې نه يې چې حوکومت د نوموړي سره څه مرسته وکړه او يا نه، نه يم خبر. خو ددې نه خبر يم چې نوموړي ته جمهور ريیس صاحب د خپلې شخصي مځکې څخه  يوه ټوټه مځکه د کور جوړولو د پاره ور کړه چې نوموړی هلته کور پکې جوړ کا. هغه مځکه  ممکن تر اوسه د نوموړي خورد ظابط او يا دده د اولادې ملکيت وي. هغه ځای د محلي خلکو په منځ کې د کمپنۍ په نامه يا دېږی.  کله چې د کابل نه تر کندار پورې سرک د امريکايانو په مرسته جوړېدا د پغما ن  او کندار د سړک دوه لارې ته نيږدې د کمپنی ډير وسايل دلته وو او هم يی  د شګو د چغلولو اوغونډولو يوه برخه کارونه پدې ځای کې کېدل، له دی کبله ددې منطقې نوم کمپنۍ شو. داځای دجمهور رييس صاحب د چلتن مځکو ته څيرمه دی.

ماډیرې نورې کيسې  هم ارويدلیی چې د افغانستان د اول جمهور رييس د ښه شخصيت ښکارندويې دي خو د اوس لپاره به همدلته خپلو خبروته د پای ټکی کېږدم.