د سمنګان په ولایت کې د ملي امنیت د ودانۍ تر څنګ اود ښار په منځ کې د طالب سړیخورو د موټر بم چاودنه د واک او قدرت لپاره د طالبانو د جګړې یو ستر ثبوت دی . بې له شکه چې دا به د ابوجهل د لښکر وروستی برید نه وي ځکه چې الله سبحانه و تعالی چې څوک ګمراه کړي، هغه ته په خپل جهل، وحشت، ګمراهۍ، کفر، فساد او ارتداد کې پرمختګ ورکوي، په زړونو یې مهر لګوي او له هدایت څخه یې محروم کړي . او بې له شکه چې طالبان ورځ پر ورځ له اسلام څخه په بې سارې توګه واټن نیسي . د الله ج په وړاندې به تر دې ستر جرم او جنایت چېرې وي چې د ده په کلام کې بمونه کېږدي، د ده د کور محراب په وینو ولړي، د ده هغه بنده ګان وژني چې په خوله یې د لا اله الا الله مبارکه کلمه جاري وي، خو د کافرانو، نصارا او یهودو په ټانکونو پیرې کوي . 

 

په دې خونړي برید کې چې طالبانو د جهاد په نامه د انسانیت او اسلام پر ضد سرته ورسوه، درې سرتېري شهیدان او دیارلس ټپیان شول، حال دا چې له اتیاوو څخه ډېر ملکي وګړي مرګوني ټپیان او له لسو څخه ډېر په شهادت ورسېدل . د طالب سړېخورو ویاند سهیل کارغه د دې برید پر غاړه اخېستلو تر څنګ د ولسمشر غني د اوربند او سولې د غوښتنې په ځواب کې وویل چې دا غوښتنه منطقي نه ده، حال دا چې الله ج فرمایي : 

والصلح الخیر! په سوله کې خیر دی . 

د طالبانو همدا وینا چې د سولې غوښتنه یوه غیر منطقي غوښتنه ګڼي، نه یوازې د الله ج د امر پر ضد د جګړې اعلان دی، بلکې همداسې د یوه مؤمن مسلمان ملت په وړاندې . له سولې او اوربند څخه د طالب سړیخورو انکار په ټوله مانا سره د دې ولس پر ضد د جګړو د اوږدلو پلان دی چې اصلي پالونکي یې په پنجاب، تهران، مسکو او واشنګتن کې ناست دي . د افغان ولس پر ضد د طالب سیاست افغان ولس ته یوازې او یوازې یو پیغام لري او بس :

که تاسې مسلمان یاست که نه، پروا مو نه لرو، بلکې د پنجاب، ایران او روسیې د ګټو لپاره مو وژنو .  نه جهاد شته او نه سوله غواړو او نه مو په واک ده، نه یې لېواله یو!۔ 

 

دا دي د طالب او امریکا د ملګرتیا له تړون څخه څلورنیمې میاشتې تېرېږي . طالبانو په امریکایانو ماشه هم نه ده نیولې، حال دا چې په افغان دولت او دغه مظلوم ولس یې تر شپرو زرو ډېر یرغلونه کړي دي . طالبانو یوازې تېره میاشت تر پینځو سوو ډېر ملکي وګړي شهیدان کړل . ولې او د څه لپاره؟؟ 

پنجاب، ایران، روسیه او امریکا په بې سارې توګه په افغانستان کې خپلې ګټې لټوي . د دوی ګټي یوازې او یوازې طالبان او د شمال ټلوالې لنډه غر ډاډمنولای او ساتلای شي . د همدې موخه لپاره پنجاب، ایران، روسیه او امریکا په سیده او ناسیده توګه د سولې تر نامه لاندې له طالبانو سره هر اړخیزي مرستې کوي . په ټوله نړۍ کې د ترهګرو په نامه پېژندل شوي انسان خواره چې څوک د پنجاب له سوړو او کمپونو څخه د قطر تر نړیوال سیاسي تالار او د ستیژ سر ته را رسوي، هرو مرو به ګټه پکې ویني . 

پنجاب نه یوازې په نړیوال سیاست کې د افغان دولت په وړاندې ماتې وخوړه، بلکې همداسې په اقتصادي او سوداګریزو ډګرونو کې تر سخت فشار لاندې دی . کلداره د افغانۍ په وړاندې په بې سارې توګه لوېدلې ده . نه یوازې نړیوال بانګ پنجاب ته پور نه ورکوي، بلکې د پاکستان نیږدي ملګري هېوادونه لکه چین او سعودي عرب هم د پاکستان له ترهګریزو کمپونو، غلط سیاست او د اسلام او کفر په نامه له جګړو څخه په تنګ شوي دي . 

بلخوا ایران د امریکا او اروپایي ټولنې له سختو اقتصادي بندیزنوو سره لاس او ګرېوان دي . د تېلو تجارت یې په ټپه ولاړ دی، د اتومي انرژۍ بټیو کار یې کابو ځای پر ځای ولاړ دی . یوازې تېره اوونۍ یې یوه بټۍ واچاودېدله او دوه نورې یې پرچاو شوې . له افغانستان سره یې په سرحدي ښارونو کې سخته وچکالي دي، ځکه چې افغان دولت خپلی اوبه کابو کړې او تر ټاکلې اندازه ډېرې اوبه ایران ته نه پرېږدي .  د ایران د فاشېستې حکومت چې په منځني ختیځ کې په بې ساره توګه په ترهګرۍ کې لاس لري، له ناټو، په تېره امریکا او اسرایئلو سره یې هره ګړۍ د نظامي جګړې ګواښ شته . له همدې امله پنجاب او ایران د افغانستان د زېرمو د لوټلو لپاره تر بل هر څخه اوسمهال ډیره هڅه کوي . له همدې امله دوی طالبان تر ټولو اغېزمنه قوه ګڼي چې د خپلو ګټو لپاره یې د اودس ماتي د لوټې په څېر وکاروي .طالبان د واک اخیستلو لپاره د پنجاب او ایران هر امر تر الهي فرمان ډېر خوښوي، د سر په سترګو یې مني او په سرته رسلو کې یې د نېستمنو او سپین زړو کلیوالو زامن ځانمرګي کوي . 

 

همدې د ګوتو په شمېر لاملونه ته په غور سره په بشپړ باور ویل کېدای شي چې طالبان به د خپلې ځناورۍ، د وینو د تندې د  ماتولو، پنجاب او ایران ته د خپلې غلامۍ د زبادلو او له دې ولس سره د خپلې دوښمنۍ د پاللو او واک ته د رسېدا لپاره ډېر نور خونړي بریدونه هم وکړي . ولس د هرګوره ډاډه وي چې دا ډول ترهګریز بریدونه به د افغان دولت او ولس لخوا په ټینګه اراده ځواب شي .