۳
عصر
. کله چې د امیه د خاندان دخلافت سقوط راورسېد او خلافت عباسیانو ته لاړ د امیه خاندان ټول مشران پټ شول په هغو کې ابراهیم بن سلیمان بن عبدالملک هم شامل وه نوموړی ډیر کم ګو یه ،ادیب،صابر او شریف الطبع أرام انسان وه د همد ې قریحو په خاطر خلیفه ابوالعباس بن عبد الله بن محمد سفاح ۷۵۰ - ۷۵۴ م هغه معاف کړ یوه ورځ سفاح د ابراهیم څخه پوښتنه وکړه کله چې ته پټ وې دهغو ورځو یوه کیسه را ته وکړه. ابراهیم وویل یوه ورځ په وېره کې د کوفې د اسلامی تمدن ښایسته تاریخی ښارته لاړم ګورم چې مخې ته مې یو پولیس راغی ما ژر د یوه کورددروازې ځڼځير وشرنګاوه یوه سپین ږیری سړی دروازه را خلاصه کړله او ما له هغه پناه وغوښتله هغه زه د ننه بوتلم اویوه بېله کوټه یې راکړه او تر کومه وخته چې زه هلته وم په انتها درجه یې زما خیال ساته او انسانی سلوک له ما سره کاوه.
یوه ورځ ما ور څخه پوښتنه وکړه چې ته هر سهار مسلح له کوره وځې چېرې ځې؟هغه وویل چې زه د امیه د خاندان د یوه امیر تالاشی او لټون کوم ما دکارپوښتنه وکړه او دنوم پوښتنه مې هم ورڅخه وکړه هغه وویل چې نوم یی ابراهیم دی دامې چې واورېدل نو یا الهی والله سخت وډارشوم پوښتنه مې وکړه چې دهغه سره دې څه کاردی؟هغه وویل ابراهیم زما د پلار په وژنه تورن دی اوزه د هغه نه غچ اخلم !ما ځان سره مې وویل چې وای وای بد قسمتۍ! ته چېرته ګیر راغلی یې؟ اوس نو ماسره دوه لارې دی :لومړی دا چې چوپ/غلی پاتې شم اود شپې په پټه ووځم او وتښتم.دوهمه لار چې هغه ته ځان یا خپل اصلیت ور وپېژنم .ما دوهمه لاره غوره کړه او ځان مې وروښود.
هغه چې زما نوم واورېد له سترګو یې له ډ یره قهره شغلې راووتې اوپه خوله یی لاس تېرکړاو ویې ویل:
ابراهیمه دازر دینار واخله او په یوه تېز اوښ سپور شه له نن څخه دومره لېرې لاړ شه چې زه دې پیدا کړی نه شم. ما دهغه صبر ،حوصله کردار او لوړ نظر مثال نه دی لیدلی او وروسته به یې هم و نه و ګورم
تر بلې لیکنې پورې.............