داسلام تشریعي اساسات
مفتي فضل هادي (سالک )
یادونه :
پدې لیکنه کې به لاندې علمي او تشریعي موضوعات دمستندو کتابونو په رڼا کې وشنو او نور قضاوت به لوستوالو ته پریږدو!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
داسلامي او وضعي فقهې تر منځ تفاوت .
داسلامي فقه مختلفې دورې .
داسلامي فقه لومړۍ مرحله یا دنبوت مبارک دور.
دعلم فقه دویمه مرحله یا دحضرت شیخینو رضی الله عنهما دوره .
دعلم فقه دریمه مرحله یا دتابعینو دور.
دعلم فقه څلورمه مرحله یا دکبارو تابعینو دوروستنو او صغارو تابعینودلومړنیو دوره.
. دعلم فقه پنځمه مرحله یاد اجتهاد زمانه .

په (الموسوعة الفقهیة الکویتیة ) کې لیکي چې : پروضعي فقه ځینې تنقیدکوونکي وایې ،چې ګوندې اسلامي فقه هم یوازې دعلماوونظریات او آراء دي ،چې ددوئ له نظره خدای ج مکړه اسلامي فقه کوم شرعي اصل او بنسټ نلري، نو ځکه یې ددوئ په آند پر خلاف خروج هم داسلامي شریعت پر خلاف خروج ندی ،ددې په څېرداسې ناپوهه خلک یوه بله پاروونکې خبره هم کوي ، او وایې چې اسلامي فقه ددې عصر حاضردغوښتنو ځواب نشي ویلای ،اونه ګوندې دنویو پیښواحداث معالجه کولای شي ،ځینې نور خو بیا داسې یو قبیح جرأت هم کوي اودخپل ګمان له تنګې محوطې څخه داسې اټکل کوي، چې ګوندې ددوئ په آنداسلامي فقه اوس دپخوانیو مصریانواو آشوریانودتشریع غوندې دتاریخ حافظې ته سپارل شوي، اوځینې خلک اسلامي فقه پر عقل اومحض قیاس باندې مبتني مسایل بولې، اودعامو ناخبره خلکوذهنیتونوته داسې القاء کوي ،چې فقه کوم شرعي اصالت نلري، صرف عقلي او استخراجي مسئلې دي او .....او.....او.......
(يَقُولُ بَعْضُ الْمُتَعَصِّبِينَ لِلْفِقْهِ الْوَضْعِيِّ : إِنَّ الْفِقْهَ الإِسْلامِيَّ مَا هُوَ إِلا آرَاءٌ لِبَعْضِ الْعُلَمَاءِ وَلا يُعْتَبَرُ الْخُرُوجُ عَلَيْهِ خُرُوجًا عَلَى الشَّرِيعَةِ ، كَمَا يَقُولُونَ : إِنَّ الْفِقْهَ الإِسْلامِيَّ لَمْ يُعَالِجْ مَشَاكِلَ الْعَصْرِ وَمَا جَدَّ مِنْ أَحْدَاثٍ .)(المکتبة الشاملة /الموسوعة الفقهیة الکویتیة)
خو حقیقت بل ډول دی او دا هسې تېرایستونکې نظریات او دولسي خلکو په تردد کې داچولوهڅه ده ،واقعیت دادی چې اسلامي فقه که څه هم دعلماوو دآراوو او نظریاتو ټولګه یا مجموعه ده، خودا داسې آراء ندې ،چې له ځانه تلقي شوي، بلکې دکتاب الله ا و سنة الرسول په اړوند شرعي نص باندې تر اعتماد اواستناد وروسته را مستنبط او مستخرج شوي ،تردې چې کومه رأیه چې په اجماع او قیاس باندې متکي هم وي ،پایله کې به یې رجع ضرور کتاب الله یا سنت الرسول ته کیږي ،اوهمداسې به نه پاتې کیږي .
لکه اجماع امت ،چې ددې لپاره یې اړتیا ده، چې له قرآن اومقبول سنت څخه کوم سند ورته وموندل شي ،چې همدې ته ددوئ په قول سندالاجماع وایې ،کله به داسې هم وي، چې داسند ظنی الدلالت وي ،خو چې کله دټولومجتهدینو آراء په یوه رایه متحدې شي ،نو دا سند بیا له ظنیت څخه قطعیت ته مرتفع کوي ،همداسې چې کوم احکام دقیاس په دلیل رامنځ ته شوي وي، آخر به یې هرور مرو رجه رجع قرآن او سنت ته کیږي ،ځکه دوئ چې دقیاس تعریف کړی ،له هغې څخه ددې وثوق برالا ښکاري، لکه چې دقیاس په تعریف کې دعلم اصول علماء داسې وایې : لأَنَّ الْقِيَاسَ - كَمَا عَرَّفُوهُ - هُوَ إِلْحَاقُ مَسْأَلَةٍ لَمْ يَرِدْ فِيهَا نَصٌّ بِمَسْأَلَةٍ أُخْرَى وَرَدَ فِيهَا نَصٌّ لإِثْبَاتِ حُكْمٍ شَرْعِيٍّ ، لِجَامِعٍ بَيْنَهَا ، وَهَذَا الْجَامِعُ هُوَ الْعِلَّةُ (الموسوعة الفقهیة الکویتیة)یعنې قیاس دیوه مشترکه علت له امله ،دیوه شرعي حکم داثبات لپاره ،دیوې داسې مسئلې الحاق دی چې نص پکې نه وي وارد شوی ،دداسې مسئلې پورې چې نص پکې راغلی وي ،همداسې چې کوم مسایل په (استصلاح )بناء دي ،چې دې ته عرف کې (مصالح مرسله) وایې، داسې به نه وي چې شارع الغاءکړي وي، بلکې شارع به په یوه وجه دوجوهو معتبرګرځولي وي ،همداسې دفقه په هر حکم کې ویل کیدای شي ،چې دا به په یوه دوجوهونه په شرعي اصل معتمد وي .
نوځکه مونږ ددې مذکورو وجوهاتوپر اساس ویللی شو،چې داسلامي فقهې قداست او نقاحت یا سپیڅلتیا له آره ددې مصادروپه وجه جوته ده ،او له همدې وجه دا مقدسه ده ، مونږه دپیړیوپه پوړیوکې ډیری فقهاء وکتل ،چې دهرې هغې رأیې رفض اونقض یې وکړ،چې شریعت مطهره یې په باب شهادت نه ویلی ،نو هغه احکام چیرته دي ،چې په خواهشاتو اواهواء ولاړ دي او دشریعت داصولو سره اړخ نه لګوي .
فقهاء وایې چې دځینو متعصبینودادعوی، چې اسلامي فقه دعصرغوښتنوته ځواب ندی ویلی، دا سې چولټ دروغ دي،چې حتی تاریخ یې هم تکذیب کوي ،دا څوارلس پیړۍ همدې اسلامي فقه نویو مسایلو اواړتیاووته ځوابونه موندلې او لا یې هم مومي ،هره پیړۍ کې مفتیان ،قاضیان او علماء، ددې وړتیا لري ،چې معاصرومسایلوته حل پیدا کړي او په شرعي طریقه ورته ځواب ووایې ،ددې په باب سترې او ضخیمې فتاواوې ، متون اوشروح همدا اوس شتون لري او لیکل یې روان دي ،لکه څنګه چې دعلم فقه له تعریف څخه ښکاري چې (هُوَ الْعِلْمُ بِالأَحْكَامِ الشَّرْعِيَّةِ الْفَرْعِيَّةِ الْعَمَلِيَّةِ الْمُسْتَنْبَطَةِ مِنَ الأَدِلَّةِ التَّفْصِيلِيَّةِ)دانسان هر کار چې دده نه صادریږي، دشریعت دحکم لاندې به راځي ،هغه که معاملات دي ،که عبادات ،اخلاقیات ،سیاسیات ،حروب ،منکاحات او یا عقوبات دي ،ټول دیوه مکلف انسان لخوا صادریږي ،اودعلم فقه سره متعلق دي ،نو څنګه کیدای شي ،چې علم فقه ددې عصر غوښتنې نشي ځوابولای اومعقول حل ورته نلري ؟
ددې خلکو دادعوه باطله ده، چې اسلامي فقه اوس دتاریخ یوه برخه ده ،او کوم شرعي تلپاتې مقام نلري ،مونږوایوچې هغه وضعي فقه یا دخلکو لخوا تقنیني قواعدیا دپارلمانیانوپه رایو تصویب شوي قوانین دي ،چې ټولوسیموته یې سرایت ونه کړای شو،کومه پیړۍ نیمه وچلیږي او بیا په تلپاتې خوب ویده شي ، دځینو خلکودنفسي غوښتنواو رزوۍ ګټلو لپاره رامنځته شوي وي ، چې بالاخره په همیشني خوب ویده شي، خو اسلامي فقه به تلپاتې بهیروي ،اوهمدا اسلامي فقه به دټولومسلمانوولسونودمسایلو دحل معقوله لاره وي ،چې دې سره په ډاګه داسلامي اووضعي فقهي تر منځ دبیلوالې کرښه راکښلای شو،هغه داسې چې اسلامي فقه هغه ده ،چې هم ددنیوي سزا او هم داخروي سزا سره اړه لري ،ددنیوي سزا نه دچا انفلات یا لیرې کول، به یې دا معنی ونلري، چې هغه دې له اخروي سزا څخه هم معاف شي ،بل مونږه ګوروچې فقهاوو،دفقه په هره تکلیفي مسئله دا څرګنده کړي ده، چې دا حلال دی یا حرام ،دا فرض دی او دا مندوب .....لکه چې دوضعي احکامو په باب دوئ داسې وایې : چې دا صحیح دی او یا غیر صحیح ،دا نافذالتصرف دی یا غیر نافذ دی ،پداسې حال کې چې ډیرداسې خلک په مختلفوحیلو،بهانو دوضعې قوانینوپه تصویب کې بوخت دي ،چې آن شریعت سره په ټکرکې وي اودخپلو دنیوي مفادو لپاره داسې قواعد جوړوي .
داسلامي فقه مختلفې دورې :
اګرکه داسلامي فقه مختلف پړاوونه تشریح کول د(تاریخ التشریع )اړوندمباحث دي ،دلته یې راوړل مناسب نه بریښي ،خوددې لپاره چې دلوستونکیو لپاره لاره روښانه نور تبیین هم وشي ،همداسي ددې فقه استقلالیت دتیرو امتونو له فقهو څخه راته ښه جوت شي ،څه رڼا به پرې واچوو،داهم دیادولوده ،چې پر اسلامي فقه مختلف پړاوونه یا اطوارتیرشوی اومونږنشوکولای ،چې یویې له بله دزمان په حیث متمایزکړو،البته دفقه دلومړي پړاووخت چې هغه دنبوت مبارک دور دی، چې رفیق اعلی ته دحضرت محمددانتقال په وجه تر نورو غوره دی ،دا رښتیا هم له نورو وروستیو فقهې مراحلوڅخه متمایز او غوره وخت دی، اودې کې کوم شک او شبه هم نشته .
داسلامي فقه لومړۍ مرحله یا دنبوت مبارک دور:
حضرت رسول الله په خپلو دواړومکي او مدني وختونوکې پر وحې اعتماد اواتکا درلوده ،تردې چې هغه مسایل چې رسول الله پکې پخپله اجتهاد کاوه ،یا به صحابوو دده په حضور یا غیاب اجتهاد کاوه، او دا به پرې خبرشو، نوکه به یې پر خپل ځای پریښود او یا به یې پر انکار وکړ،نوبه یې هم اعتمادپر الهې وحې و،ځینې خلک دده په اجتهادکې داثبات او ځینې دنفی خبرې کوي ،حق دادی ،چې حضرت رسول اکرم په هغو مسایلوکې اجتهادکړی ،چې وحی پکې نه وه ،نوکله خو الله په همدې اجتهادثابت پریښی، اوکله یې ورته داسې څرګنده کړي، چې دده ذهاب خلاف اولی دی .
ددې څخه جوته شوه، چې دغه زمانه دیو اوبل په فقه نه وه اغیزمنه شوي ،داځکه چې حضرت محمد امي وو،او له کوم معلم څخه یې زده کړه نه وه کړي ،نوهرڅه پر وحی بناء وو،هوهغه مهال ځینې عرفونه اوعادات وو،چې خلکوبه کول ،ځینې داسې وو،چې شارع پر ځای پریښودل اوکله ګوروځینې چې داسې رسمونه اورواجونه یې باطل کړل ،لکه دتبنی عرف ،دظهار عرف،ځینې هغه نکاح ګانې چې عربوکې هغه وخت دود درلود،یا لکه دسود رواج چې دهغه وخت عربانوکې یې عرف درلود اوداسې نور...................
په الموسوعة الفقهیة کې لیکي: چې پدې دوره کې یوازې قرآن کریم تدوین شو،اودنوروله تدوین څخه نهی لدې امله وشوه، چې په خلکو دقرآن کریم او درسول الله داحادیثوتر منځ دنه تفکیک له کبله التباس رانشي ،چې همدا کار تیرو امتونوکې شوی و،هغه داسې چې دوئ دالله کلام له انبیاوو،علماوو او صوفیانو دهغې سره ګډ کړی و،اودې ټولوته به یې کتاب مقدس وایه .
لیکن دحضرت عبدالله بن عمر وبن العاص اوحضرت علی غوندې صحابه ووته ،داحادیثو دلیکلو اجازه وه ،عبدالله بن عمرو بن العاص ته داحادیثودتدوین اجازه ورکړل شوي وه ،چې د(الصادقة)په نوم یې خپله صحیفه کې هغه احادیث ولیکل ،چې له رسول الله څخه یې اوریدلې وو،اوحضرت علي ته ددې اجازه شوي وه، چې ځینې هغه مسایل ولیکي ،چې ددماء (وینو)اودیاتوسره اړه لري ،لکه پدې عبارت کې : وَلَمْ يُدَوَّنْ فِي هَذَا الْعَهْدِ إِلا الْقُرْآنُ الْكَرِيمُ . وَقَدْ نُهِيَ عَنْ تَدْوِينِ غَيْرِهِ خَشْيَةَ أَنْ يَخْتَلِطَ عَلَى النَّاسِ كَلامُ اللَّهِ بِكَلامِ الرَّسُولِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَمَا وَقَعَ لِلأُمَمِ السَّابِقَةِ ، حَيْثُ خَلَطُوا بَيْنَ كَلامِ اللَّهِ وَرُسُلِهِمْ وَأَحْبَارِهِمْ وَرُهْبَانِهِمْ ، وَاعْتَبَرُوهَا كُلَّهَا كُتُبًا مُقَدَّسَةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ، وَلَكِنْ أُذِنَ لِبَعْضِ الصَّحَابَةِ أَنْ يُدَوِّنُوا أَحَادِيثَهُ الشَّرِيفَةَ ، كَعَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ ، فَقَدْ كَتَبَ مَا سَمِعَهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَسَمَّى صَحِيفَتَهُ هَذِهِ بِـ " الصَّادِقَةِ " ، وَأُذِنَ لِعَلِيٍّ كَرَّمَ اللَّهُ وَجْهَهُ أَنْ يَكْتُبَ بَعْضَ الْمَسَائِلِ الَّتِي تَتَّصِلُ بِالدِّمَاءِ وَالدِّيَاتِ .
حضرت رسول دنبوت د(۲۳)عمرڅخه پس رفیق اعلی ته رحلت وکړ،خودده لومړنی کار داو،چې دخلکو عقاید اصلاح کړي ،هغه که دالله ته سره یې تعلق درلود،یا درسول الله دتصدیق په اړه و،اوکه دقیامت دورځې سره یې اړه درلوده ،همداسې دمکارم الاخلاق خواته بلنه یا درذایلوله اصولونه څخه نهی ددې عهد له کارناموڅخه وو،اوپه مکي عهدکې چې دذبایحوپه شان کوم احکام تشریح شوي ،هغه هم دتوحید سره مرتبط وو،خوپه مدني دورکې عملي تشریعات پرله پسې راغلل او خلکوته شرح شول ،ترهغې پورې رسول الله رفیق اعلی ته ندی منتقل شوی، ترڅوچې یې تشریع تکمیل کړه اوپه اکثروامورکې یې عملا تطبیق کړه، که هغه معاملات ،مناکحات ،عبادات ،عقوبات اوداسې نوروو...............الله رښتیا فرمایلې چې : { الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلامَ دِينًا } (سورة المائدة / 3)
دعلم فقه دویمه مرحله یا دحضرت شیخینو رضی الله عنهما دوره :
داهغه مرحله ده، چې له نبوت څخه وروسته پیلیږي ،دادوره پدې سره بیله ده، چې ډیرې نوې پیښې پکې له نبوي عهد څخه وروسته رامنځته شوي ،ډیرفتوحات وشول،دمسلمانانوله نامسلمانوهغوسره اختلاط پیل شو،چې خپل جلاعادات او رسومات یې درلودل،هغه چې عربوکې نه وو؛اوپدې نویوپیښوکې دالله دحکم پیژندنه اړینه وه ،لکه چې مخکې مو وویل هیڅ داسې موضوع به نه وه ،چې هلته پکې کوم شرعي حکم نه و،اودازمانه دهغوصحابه وو ص دشتون له امله متمایزه وه، چې هغوئ فقاهت درلود،نوچې کله به کومه نوې پیښه رامنځته شوه، رجوع به همدوئ ته کیده ،پدې صحابه کراموکې ځینې داسې وو،چې ډیرې فتواوې به یې ورکولې، چې ددوئ شمیربه (۱۳) ته رسیده ،لکه حضرت عمر ،حضرت علی،زیدبن ثابت،حضرت عایشه صدیقه رضی الله تعالی عنها،حضرت عبدالله بن عمر،حضرت عبدالله بن عباس،حضرت معاذبن جبل اودحضرت عبدالله بن مسعودپه څیرشخصیتونه پکې شامل وو،که چیرته ددوئ ټولې فتواوې راټولې شوي وی، نوتر اوسه به دهریوه څخه یو لوی کتاب جوړ شوی و........
دحضرت ابوبکرصدیق په شان صحابه کرام، پکې دفتوی له حیثه متوسط وو،چې دده فتواوې له مابعدشخصیتونوڅخه کمې پدې وې ،هغه چې دحضرت رسول الله له رحلت څخه وروسته یې ژوند اوږدنه و،ځکه داپه (۱۳)هجري کال کې وفات شوی ،دده له خورا مهموکارناموڅخه داوه ،چې دمرتدینواو دزکات دمانعینوفتنې یې ختمې کړي ،چې ددې نه وروسته یې روم او فارس ته داسلامي لښکرو سوق الجیشي وکړه ،همداسې حضرت عثمان او حضرت ابوموسی اشعري دي، که چیرته ددوئ فتواوې هم راجمع شي ،نو رسالې به پرې ډکې شي.
ځینې مجتهدصحابه داسې وو،چې داجتهادپروخت به یې دتشریع په روح هغه وخت اعتماد کاوه، چې نصوصوبه یې تایید وکړ،چې ددوئ امام ،حضرت عمر او بیا حضرت عبدالله بن مسعود و،اوځینې بیا داسې وو،چې په حرفیت یې التزام کاوه، چې هغوئ کې حضرت عبدالله بن عمرشامل و.
ددې دور په لومړیو اومخصوصاد حضرت شیخینو(حضرت ابوبکراو حضرت عمر)دخلافت په دوران کې دکتاب او سنت څخه وروسته داجماع په نوم دریم مصدر هم رامنځ ته شو ،چې ددې دواړونه ،وروسته چې څوک راغلل هغوئ ته دمسایلو دحل ښکلې مرجع شوه ،کله به چې کوم پیښه رامنځ ته شوه ،نوخلیفه به فقهاء راوغوښتل ،هغوئ چې په علم وفضل کې خورامعلومې او مشهورې څيرې وې،نودوئ ته به دا پیښه مخکې کښیښودل شوه ،که به یې په یوه رأیه اتفاق راغی ،نواجماع به وبلل شوه اوبیا به یې دمخالفت جواز نه و، په الموسوعة الفقهیة کې لیکي (وَفِي صَدْرِ هَذَا الْعَهْدِ ، وَبِالتَّحْدِيدِ فِي عَهْدِ الشَّيْخَيْنِ أَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا جَدَّ مَصْدَرٌ ثَالِثٌ سِوَى الْكِتَابِ وَالسُّنَّةِ كَانَ مَرْجِعًا لِمَنْ جَاءَ بَعْدَهُمَا ، أَلا وَهُوَ الإِجْمَاعُ)،لکه دجدې (نیا)دوراثت مسئله کې ،چې سدس به اخلې او یوهنه بلکې ډیرې به پکې شریکانې وي ،همداسې دقرآن کریم جمع کول او لیکل چې دا هم داجماع له مخې شوي دي، خوشرعي حجت ګرځیدلی دی .
دعلم فقه دریمه مرحله یاتابعینو دور
ددې دورې امتدادتر صغارو صحابه وو پورې رسیده ،دعلم فقه ددې دورې دوه ستر امتیازات دادي، چې پکې دعلم فقه دوه لویې مدرسې جوړې شوي ،یوه مدرسه په حجاز او بله په عراق کې وه ،البته ددې دواړومدرسو مشران او منتظمین صحابه کرام وو،ځکه حجازکې دمکې مکرمې دمدرسې زعیم او مشر ترجمان القرآن حضرت عبدالله بن عباس ،اوبیا ددې نه وروسته دده مولی( عکرمه اوابن جریج )وو، دمدینې منورې دفقهي مدرسې ستر مهتمم او مشرحضرت عبدالله بن عمر اودده څخه وروسته له تابعینو نه( سعید بن مسیب رح) و،دعراق دمدرسې داهتمام اوزعامت چارې لومړی دجلیل القدرصحابي حضرت عبدالله بن مسعود پر غاړه اوبیا ددې نه وروسته دده دشاګردانوچې یو پکې (حضرت علقمه رح)اوبیا( ابراهیم النخعی رح) بیا (حمادرح) او بیاحضرت امام ابوحنیفه رح وو،المکتبة الشاملة کې دتاریخ التشریع او نوروپه حواله لیکي ،چې دحجاز دفقهي مدرسې داجتهادپر وخت اعتماد زیات وخت پر کتاب او سنت اوډیرکم په رأیه باندې ځکه و،چې یوخوحجازکې محدثین ډیروو، اوبل دا درسالت کورو،نودحدیث په سند کې به یې ایله یوه واسطه له حضرت پیغمبرسره راتله .
دعراق دفقهي مدرسې په باب چې حضرت عبدالله بن مسعود  یې زعامت کاوه او دا یې مؤسس و، دوئ داسې لیکې چې(أَمَّا الْمَدْرَسَةُ الأُخْرَى - وَهِيَ مَدْرَسَةُ الْعِرَاقِ - فَكَانَتْ تَلْجَأُ إِلَى الرَّأْيِ كَثِيرًا . وَالرَّأْيُ عِنْدَهُمْ يَرْجِعُ إِمَّا إِلَى الْقِيَاسِ الأُصُولِيِّ ، وَهُوَ إِلْحَاقُ مَسْأَلَةٍ لا نَصَّ فِيهَا بِمَسْأَلَةٍ فِيهَا نَصٌّ شَرْعِيٌّ ، لِعِلَّةٍ جَامِعَةٍ بَيْنَهُمَا ، وَإِمَّا رَدُّ الْمَسَائِلِ الْمُسْتَحْدَثَةِ إِلَى قَوَاعِدِ الشَّرِيعَةِ الْعَامَّةِ ؛..............یعنې عراق کې غالیه شیعه ګان چې آن کله به یې حضرت علي العیاذ بالله خدای او کله به یې له خدای سره مشابه کاوه ،همداسې به ملحدانو ،خوارجو او نوروفتنه ګرو ډلوچې شمیریې ډیر وو، کوشش یې داو،چې دین کې تلبیس اوخلط پیدا کړي ،نومجبوراً ورته ددې مدرسې استاذانو دروایت دقبولیت شروط سخت کړل ،اوددط لپاره یې غښتلې قیودات ولګول ،دروایت په قبولیت کې به فقهاوو ډیر تفکرکاوه، اوپاخه شرطونه یې ورته کښیښودل ،چې له امله یې دفتنو دروازې بندې شوي ،دانو داسې شرطونه وو،چې دحجاز فقهاوو،دروایت دقبلولولپاره نه وو ایښې، او نه یې ددې التزام کړی و،نوچې به روایت الحدیث پدې شرطونوپوره نه و،نو نه به یې مانه، ځکه یې دنویو او مستحدثو فقهي مسایلو حل دشریعت په عامو قواعدو کاوه او یا به یې زیات وخت پداسې رایه کاوه ،چې له اصولي قیاس سره به یې پیوند درلود،چې داډول قیاس دادی چې یوه داسې موضوع چې نص پکې نه وي ،دکوم مشترکه علت یا جامع په بنسټ دداسې مسئلې سره په حکم کې مرتبط کړي ،چې په هغې کې نص راغلی وي، نودمقیس او مقیس علیه حکم سره یوشي .
دعراق فقهاووبه دصحابي عمل معتبر باله ،خوکله به چې دده له منقول روایت سره به په تصادم کې و،نو دوئ به ویل ،چې دده راویت یا منسوخ شوی او یا مؤل دی ،همداسې به دوئ ویل چې کوم ثقه راوي ،چې دیوې عامه بلوی خلاف روایت وکړي، دا یا منسوخ دی او یا تیروتی دی چې دا دده قصدي کار نه وي ،هوکه به کوم قوي روایت پیدا شو ،او یا به پکې دتیروتنې احتمال کم و،نو به یې دمسئلې داثبات لپاره مانه .
داهم باید ومنو،چې حجازکې هم د(ربیعه بن عبدالرحمن )چې په ربیعة الرأی باندې مشهور و،اودامام مالک رح استاذ هم و، داسې فقهاء وو،چې رأیه به یې دنویو مسایلوپه حل کې معتمده بلله، او همداسې په عراق کې داسې فقهاء وو،چې اخذبالرأی به یې بد باله ،لکه (عامر بن شراحیل) چې په (الشعبي) مشهور و( فَقَدْ عُرِفَ فِي هَذَا الْعَهْدِ مِنْ الْحِجَازِيِّينَ رَبِيعَةُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ ، الْمَشْهُورُ بِرَبِيعَةَ الرَّأْيِ ، وَهُوَ شَيْخُ الإِمَامِ مَالِكٍ . كَمَا كَانَ فِي الْعِرَاقِ مَنْ يَكْرَهُ الأَخْذَ بِالرَّأْيِ كَعَامِرِ بْنِ شَرَاحِيلَ الْمَشْهُورِ بِالشَّعْبِيِّ .)
دفقه ددې دریمې مرحلې زیات علماء او حملة العلم موالی یا آزادشوي غلامان وو،لکه په مدینه کې د(عبدالله بن عمر )مولی (نافع )،په مکه مکرمه کې دعبدالله بن عباس مولی (عکرمه )په کوفه کې دبني والبه مولی (سعید بن جبیر)،په بصره کې امام حسن بصري رح او ابن سیرین رح ،په شام کې دامام اوزاعی) استاد (مکحول بن عبدالله)،په مصرکې (یزیدبن ابي حبیب )چې دا دامام اهل مصر (لیث بن سعد)استاد هم و، اوداسې نور..... البته د(حضرت سعیدبن مسیب ،عامرالشعبي اوعلقمه بن قیس النخعي) غوندې سوچه عرب توکمه هم پدې دورکې وو،چې ځانونه یې علم ته وقف کړي وو،دفقه دا عصراوزمان داموي خلافت سره مصادف و،خو دامهال فتنې یوازې په دارالخلافه کې محدودې وي ، بهر یې لا پوره سرایت نه وکړی ،همدا مهال به فقهاوواوعلماوو،یوله بل سره مناظرې او مناقشې کولې اودحق په درک سره به یې یوبل ته تنازل هم کاوه ،خو مجموع کې دا دور هم دخیر دور فقاهت و،او رسول الله یې هم په باب دخیر او صلاح شهادت ورکړی و :(فَقَدْ صَحَّ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ : " خَيْرُ النَّاسِ قَرْنِي ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ")رواه الشیخین )
دعلم فقه څلورمه مرحله یا دکبارو تابعینو دوروستنو او صغارو تابعینو دلومړنیو عصر:
داهغه مرحله ده ،چې دکباروتابعینو وروستني علماء اودصغاروتابعینو لومړنيو علماوو پکې ژوندکاوه ،یاپه بل عبارت دادعادل امام( عمربن عبدالعزیزرحمه الله تعالی )دخلافت دوردی ،یوه یادونه ضروري ده ،چې دلته دمرحلو او پړاوونوڅخه چورلټه زماني انقطاع نه دهمراد، مراد بلکې یوه زمانه بله کې متداخله ده .......ددې څلورمې مرحلې خصوصیت دادی ،چې پدې زمانې کې دسنة الرسول یا احادیثو دتدوین چارې ترسره شوي اوداهغه وخت و،چې کله قرآن کریم سینو اوصحیفوکې محفوظ شو،اوهرداسې کوربه نه و،چې له قرآنه به خالي و،نوهمداسې مهال د امیرالمؤمنین عمربن العزیزرح شرح الصدر پدې وشوه چې هسې نه چې درسول الله روایات او سنت ضایع شي ، نو علماووته یې امر وکړ،چې احادیث دې مدون کړي ،دانوداسې مهال دی، چې احادیث دصحابه وواو تابعینو له فتواووسره مختلط شوي وو،او ددې ویره وه ،چې خدای مکړه ضایع به شي نوعلماووپه پوره جهد اوکوښښ سره دا کار وکړاوسنت یې له فتاو څخه جلا او تنقیح کړل .
علماوودامهال ډیرې علمي لاسته راوړنې درلودي ،اوپه لغت ،ادبیاتو،تفسیر.................کې یې تخصصونه کړي وو، ټولودعلم فقه اوسنت تدوین ته ملاوتړله ،او دا چاره ښه انجام شوه، چې اوس دادی هرڅه صفا او له ګډوډیو خلاص دی ،دهمدې مرحلې په وروستیوکې داسې انتظامات وشول، چې مذاهبو ظهوروکړ،اود پنځمې مرحلې په لومړیوکې دمذاهبو دائمه وو لپاره دا یو تمهید شو،او دیوې مدرسې په بڼه کارپیل شو.یعنې ددې مرحلې په لومړیوکې داحادیثو تدوین اودفتاوو تنقیح وشوه او په وروستۍ مرحله کې یې دمذاهبو ظهوروشو.
. دعلم فقه پنځمه مرحله یاداجتهادزمانه
داپړاودهغې علمي نهضت سره مل پیل شو ،چې ګرداسلامي دولت ته شامل و،دا دوره دامویانودوروستیوڅخه پیل اونږدي دڅلورم هجري قرن تر آخره پورې یې جریان وموند،خوهیڅ یو ه تاریخ پوه لکه مخکې موچې وویل ،ددې زماني مراحلولپاره دقیقه اندازه نشي ټاکلی ،خودابه ووایوچې همدې زمانه کې دمذاهبو لوی لوی امامان راڅرګندشول اودامت ستر ومجتهدینوپکې ظهوروکړ،چې همهاله ورسره فقهي مذاهبوهم ظهوراوبروزوکړ،مخکې ددې څخه چې دې قرن کې دفقهاووطبقات وڅیړو ،غوره به دا وي ،چې دې عهدکې دیوه نوي علم هغه چې دعلم فقه سره اړه لري (علم اصول فقه )په تدوین بحث وکړو!
نوربیا..............