دوستم ته د مارشارلۍ د رتبې پړه اچول پر ولسمشر غني نه یوازې د خپلې کمزورتیا پټول دي، بلکې همداسې له ولسمشر غني سره ناځواني او له دې هېواد او ولس سره ظلم دی . زموږ د هېواد یو له عجایبو او حیرانوونکو دودونو، پېښو او کیسو څخه یو عادت دا دی چې د یوه سکالو (موضوع) پر اړین اړخ نه بحث کوو او نه هم ارزښت ورکوو . که یې په ډانګ پویلې ووایم اړین اړخ یې نه پېژنو . له همدې امله د ولسمشر غني خبره لومړی خبرې کوو، بیا وروسته څېړنه . لومړی تور لګوو، بیا څېړنه . له همدې امله د دوستم د مارشالۍ د رتبې لاملونه او په خپله د دوستم وړتیاوې باید په پام کې ونیول شي . 

د انګازو، آوازو، تا ویلي، ما ویلي او لاسوندونو پر بنسټ دوستم تر څلورم ټولګي ښوونځی لوستی او په ځوانۍ کې یې د زغالو په فابریکه کې کار کوه۔ کله چې په اربکي ملېشو کې سرتېری شو، ډېر ژر یې د خپل وحشت او ځناورۍ له امله پرمختګ وکړ او د وخت د یوه ځواکمن ولسمشر خدای بښلي نجیب الله لخوا د جنرالۍ رتبه ورکړل شوه، خو دوستم د همدې ځواکمن ولسمشر اوردو او ریاست چپه کړ . 

سربېره پر دومره جرم او جنایت چې ده کړی دی، د مجاهدینو سراعلی قومندان او د مجاهدینو روحاني مشر او پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي همدغه ځناور دوستم ته د مجاهد کبیر لقب ورکړ . 

که څه هم چې له مسعود او د ده له بانډ سره د روسانو او ایرانیانو بې سارې مرستې روانې وې، دوستم د هېواد شمالي برخې د مسعود له لنډه غرو څخه پاکې کړې . 

دوستم په کابل کې تر وروستۍ سلګۍ پورې د ټلوالیانو په ضد وجنګېد او له همدې امله د زړونو رهبر ښاغلي ګلبدین حکمتیار ورسره د ملګرتیا تړون هم درلود، حال دا چې د نجیب الله له دولت سره یې نه اوربند کوه او نه هم سوله۔ 

طالبانو هرګوره تر تاجکستان واړوه، خو د امریکا له راتګ سره سم، دوستم یو ځل بیا پیدا شو او د هېواد په شمال کې یې په بې شمېره توګه د طالبانو جنګي اسیران شهیدان کړل، خو هېچا هم زړه و نه کړ چې له دوستم څخه د دې جنګي جنایتونو پوښتنه وکړي او یا یې کومې محکمې ته ور وپېژني . د همدې جنایتونو لپاره پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي د ستر جنرالۍ رتبه هم ورکړه، خو نه کوم سیاستوال نیوکه وکړه او نه هم دا ولس وقهرېد۔ 

دوستم په وچ زور د کزري په حکومت کې خپل ځای درلود، نه د ولسمشر کرزي زور پې ورسېد او نه هم د شمالي ټلوالې د مقاومتیانو او مارشالانو۔ 

دوستم په خپل سیاسي مخالف ښاغلي اېشچي جنسي تېری وکړ، ټولې نړۍ پر خپله خوله لاس ونیوه۔

یوازینی کس، یو ځل بیا یې تکراروم، یوازینی کس چې د دوستم خولې ته یې قیضه واچوله، ولسمشر غني وو۔ ولسمشر غني یوازینی کس وو چې دوستم یې ترکیې ته وشړه او هلته یې څه باندې دوه کاله قرنطین کړ۔ خو دوستم تر هغه ځواکمن او ویښیار وو لکه ډېرو خلکو چې فکر کوه او تر هغه ډیر بختور وو او دی لکه دی په خپله چې فکر کوي .   

د ولسمشر غني له راتګ سره سم کله چې پنجاب او ایران په بې سارې توګه تر فشار لاندې ونیول شول، دوی هم طالبان تر خپل وس پورې ځواکمن کړل چې نه یوازې د افغان دولت، بلکې د دې ولس پر ضد وجنګېږي . طالبانو تر خپل وس پورې جوماتونه ونړول، د ښار په منځ کې یې چاودنې وکړي، د دولت د امنیتي ارګانونو پر ضد یې یرغلونه پیل کړل او ټولګټي بنسټونه یې ونړول او لا هم دغه جنایتونه تکراروي . طالبانو په خپل ټول واک او ځواک سره د پنجاب او ایران د خوښولو لپاره د ولسمشر غني او د دې خوار ولس د سولې نارو ته منفي ځواب ورکړ . بلخوا طالبانو په سیده او ناسیده توګه په دولت کې ګډ، خو د دولت ضد هغو خونړیو ټلوالي څېرو سره ملګرتیا پیل کړه چې پرون یې په زرګونو طالبان ووژل . طالبانو هر هغه څه وسوځول چې ولسمشر غني د دې هېواد د شتون او د دې ولس د ښېرازۍ لپاره اړین وګڼل . طالبانو د ولسمشر په هر هغه ناره وخندل چې د سولې او د پخلاینې لپاره وه . دا دي طالبانو له امریکا سره سوله، پخلاینه او وروري لاسلیک کړه، خو د یوه مسلمان ملت د وژلو لپاره اوس هم چاړه په لاس، ټوپک پر اوږه او ماشه پر ګونه نیولې ده .  

ولسمشر غني هېچا دومره کمزوری نه کړ، لکه طالبانو او هغو پښتنو چې لومړی خبرې کوي، بیا وروسته څېړنې . پنجاب، ایران او امریکا په بې سارې توګه په افغانستان کې خپلې ګټې لټوي او هر یو خپلې ګټې د شمالي ټلوالې او طالبانو په لاس خوندي کوي۔ ولسمشر هرګوره د یوه مدبر سړي په توګه د خونخوارو غلیمانو په منځ کې یوازې ولاړ دی او د دې هېواد او ولس ګټې پر تله کوي او تصمیم نیسي . دا ګردسره طبعي ده چې ولسمشر غني به داسې تصمیمونه هم نیولي وي او لا به یې ونیسي چې په لومړي لید سره بد وي، خو پایلې به یې تر هغې ښی ترا وي که ونه نیول شي۔ امریکا، طالبانو، ټلوالیانو، پنجابیانو او ایرانیو پر ولسمشر غني دومره فشار واچوه چې نن یې د دوستم لپاره ترې د مارشالۍ رتبه هم واخېسته او دا یوازې د دې لپاره چې د ولسمشر غني، حکومت او افغان ولس تر منځ واټن رامنځته کړي او د دې بدمرغیو پړه پر افغان دولت، په ځانګړې توګه ولسمشر غني واچوي . 

طالبان ولسمشر غني ملامتوي چې د پښتنو قاتل ته یې مارشالي ورکړه۔ دوستم نه یوازې د پښتنو قاتل وو او دی، بلکې همداسې د زرګونو تاجکانو او ازبکانو قاتل هم دی۔ خو همدا طالبان ول چې ولسمشر غني یې نه یوازې دوستم او شمالي ټلوالیانو ته په لاسونو او پښو ګوډ کړ، بلکې همداسې یې د پنجاب لپاره په ملا وواهه چې د یوه فاتح ولسمشر په توګه د دې هېواد او ولس په وړاندې خپل جوپړ او لېوالتیا زباد نه شي کړای . همدا طالبان، ټلوالیان، پنجاب، امریکا او ایران دی چې د ولسمشر غني د نېکو پلانونو مخه نیسي او ولس یې پر ضد را پورته کوي۔ 

د جنرال دوستم مارشالي چې ان د سند له مخې هم د یوې سیاسي هوکړې له مخې ورکړل شوې ده، له آره د یوه نظامي پر مخ څپړه ده، خو دا باید هېره نه وي چې ولسمشر غني هېڅ وخت د دوستم د مارشالۍ پلوی نه وو او نه دی . دا مارشالي یوازې او یوازې د دې لپاره ورکړل شوې ده چې د افغانستان سیاسي، اقتصادي، نظامي او ټولنیز اکربکر کاواکه یا بې ثباته نه شي . 

هو تاریخ به دا هم وپوښتي چې مارشال قسیم فهیم غوندې کس چې مارشال کېږي، نو دوستم خو تر هغه لس ځلې هم په نظامي برخه کې او هم په سیاست کې پوه دی . خو بیا هم یو مارشال د خره یو غوږ او دا بل یې د خره بل غوږ . له همدې امله دې د دوستم مارشالي طالبانو او ټلوالیانو ته مبارکه وي!