وا يي يو شغال چې د خپل مضريت او د کليوالو کښتونو ته دزیان رسولو له کبله خلکو په ډانکو وهلئ او
د اخته توخه غورځولئ و، په ډېره خوارۍ دکليوالو نه په تېښته کاميابه شو . د خپل غار نه فراري او ګيدړې ته يې پناه وروړه ، تر څو د کليوالو د تعقيب او حتمي مرګ نه نجات پيدا کري . ګيدړه چې په شيطاني زيرکۍ او چالاکۍ کې استاده وه ، د څو پاته شويو هډوکو ټوټې ورته ورکړی او د هغه دسر او ژوند دساتلو ټټر ئې ورته وواهه .
ګېدره د داسې يوه نوکر چې دڅو ورستو هډوکو په څټلو ددې هر امر ته تيار دئ ډيره خوشحاله شوه ، ځکه خپله ئې هم په منطقه کې نوم بد اود دخلکو نفرت او دښمني ور په غاړه وه ، نو دهری احتمالي بلا مخې ته د شغال مخته کول او ځان د خطر نه بچ کول ورته ښه چانس شولو .شغال ته ئې د دالاساينی او غوړو خبرو په ترڅ کې دا هم وويل چې پس له دېنه به په ګډه په ښکار پسې ځو ، زه به پيره درته کوم او ته به دکلي د چرګوړيو او چرګانو غلا کوي په بې غمۍ سره کوی ، په شريکه به ئې خپل غار ته راوړو او خورو به ئی . خو داچې تاته د کلي او منطقې لارې ګودرې معلومې دي نو ته به مخته او زه به درپسې يم .
بله ورځ ګيدړې شغال ته وويل چې اوس د اندامونه جوړشوي دي ، د خوراک هم څه نشته ، بايد په ښکار پسې لاړشو .
دشپی په تياره کې د کلي په لور روان شول ، شغال مخته او ګيدړه پسې ده . کله چې کلي ته نږدې شول ، په يوه لوی پسه ئی سترګې ولګېدې ، چې په مځکه پروت دي . شغال ګېدړې ته وويل چې چرګان څه کوو ، دا دي تيار پسه دئ ،دلته به ئې هم وخورو او د ځانه سره به ئی هم يوسو .
ګيدړې چې د چرګانو د غلا تجربه لرله ، چې په څه مشکلاتو ، وېره او چل به ئی ځان مرغانچی ته رسولو او د چرګانو په چغاري د هغوی د مالک د راويښېدو او دمرګ خطر به هم ورسره و ، مګر دلته په ډېران لوی پسه بې له څښتنه ، حتمي تر کاسه لاندې نيم کاسه شته او تلک ئې راته ايښئ دئ.
نو ئی شغال ته‌وويل چې پرې ورټوپ کړه .شغال د پسه شاوخوا را وګرځېد ، خو دحملی جرائت ئې نه لرلو، ځکه ديوې خوا ئې د کليوالو دسوټيو وهلو صحنه ور يادېدله او ډارېډلو او بل داسې ښکار چې په حجم کې د ده نه څو چنده غټ وو ، ده هېڅ وخت نه و کړئ .
ګېدړه چې د شغال په بزدلۍ ، حماقت او ډارن طبيعت پوهېدله . نو دده په صفت او باټولو ئې شروع وکړه او ورته وئې ويل چې ته هم عيناا د خپل پلار خاصيت لرې . هغه به هم چې ښکار کولو اول به ترې را تاو شو ، بيا به ئې سترګې سری او لکۍ ډانګه شوه او حمله به ئې وکړه . اوس هم د تاویدو نه وروسته دې سترګې سری شوې دي ، فقط لکۍ پورته کړه او پرې و ټوپ وهه . شغال لوده هم دا کار وکړ او په حمله کولو سره دپسه سره يو ځای په سمڅ کی ور ولوېد چې د راوتلو لاره ئې نه وه . ګيدړې چې د شغال بده ورځ وليده د سمڅې غآړې ته راغله او په تمسخر يې ورته وويل چې شغاله وروره ! څه خبره ده ، هډوکي خو د سلامت دي ؟
شغال چې د ګيدړې په شيطاني پلان پوه شو ، د انتقام د اخستو دپاره ئې غوښتل چې ګېدړه هم سمڅې ته په څه چل را غوځار کړي ، نو ئې ورته وويل چې نور خو هېڅ خبره نشته ، يوازې بدن مې لړزيږي او ګرمي مې زياته شوه ، ته رانږدې شه او وئې ګوره چې تبه خو به مې نه وي ؟
ګېدړه د شغال په مقصد پوه شوه چې هدف يې سمڅې ته ددې لوېدل دي . نو يو اوږد ډانګ ئی راواخست او يو سر يې د شغال د لکۍ لاندې ورته کيښود ، بل سر ئې خپل غوږ ته ونيولو او شغال ته ئې وويل چې :
شغال جانه !تبه خو د رښتيا هم شته خو شديده او سخته به هلته شي چې د تلک څښتن راشي . خپله په مڼډو وتښتېدله او د شغال سرنوشت ئې د تلک څښتن ته پرېښود .

دهغی ورځې نه چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د اشغال د ختم تړون شوئ دئ او په افغانستان کې دسولې او ديوه قانوني نظام د جوړېدو امیدونه پيدا شوي دي ، د اشغالګرو په نوکرانو مځکه سره تبۍ ګرزیدلې ده او تبې نيولي دي .
دوی پوهيږي چې د هغه ظلم چور ،غلا،غصب ، قتلعام او خيانت پوښتنه چې د اشغال په موده کې د اشغالګرو تر امر لاندې ئې ددې وطن سره کړي دي به حتمي افغان اولس ترې کوي او د انتقالي عدالت په بنياد به ورسره حساب کيږي .
دوی ديوې خوا اشغالګرو ته ژړا ، فرياد ، زارۍ او ننواتې کوي ، چې د ملت قهر او محاکمې ته يې يوازې پرې نږدي ، بل لور يې بيا غلطو راپورونو، جعلي خبرونو او تبليغاتو ته خوله وازه کړی ده او د طالبانو په ادرس د خپلو عسکرو او ملېشو د تلفاتو لوړ ارقام او د حملو نارې وهي ، تر څو که و کولئ شي په دې وسيله د سولې پروسه تخريب ، روان جنګ جاري او د اشغالګرو امريکايانو د تښتېدلو مانع وګرزي او هغه ناولی ګټې او ژوند چې ئې ددې تحميلي جنګ او د اولس په وژلو او مصيبت کې حاصل کړئ وو د زوال نه بچ کړي .

لاکن د افغان اولس شل کاله افسانوي مبارزي ، قربانۍ او مقاومت امريکايي اشغالګر او مؤتلفين ئې په دې پوه او سر ئې خلاص شوئ دئ ، چې ددې غريب ، خو په ازادۍ او خپلواکۍ مين او مؤمن اولس د رام کولو او غلام کولو خيال او تلاش د غره سره سر جنګول دي او دا باتوره اولس بې له کاملې خپلواکۍ په هېڅ شي قناعت نه کوي ، نو که سل کاله هم وي دوی ( افغان اولس ) به ورسره جنګيږي او په دې وطن کې د دوی مډرنې وسلې ،پرېمانه پيسې ، عصري تکنالوژي او مېډيايي امکانات د جنګ د ګټلو او د اشغال د دوام د پاره نه چليږي ، ځکه افغان اولس په داسې سلاح ( غازيتوب او شهادت ) مسلح دئ ، چې مدرنې وسلې ورسره مقاومت او سيالۍ نه شي کولئ .
ددې واقعیتونو په نظر کې نيولو سره امريکايانو د خپلو نظامي قواوو د وتلو او د افغانستان د ترک وهلو تصميم نيولئ دئ ، څو نور د خپلو ځاني ، مالي او حيثيتي خساراتو مخه ونيسي او د امريکا په تاريخ کې خپل اوږد او پرمصرفه جنګ نه ځانونه خلاص کړي . په دې تصميم او پرېکړه کې نه دخپلو غلامانو نه پوښتنه کوي او نه ئې د برخليک په کيسه کې دي . امريکايان د خپلو ملي منافعو په اساس اقدام کوي . د افغانستان نه وتل ئی انتخاب نه بلکې مجبوريت دئ .
مګر د کابل په اداره کې د جنګ او جنايت په ميو مست نېشه يان او د وينې تويولو معتادين بيا هم مزبوحانه تلاش کوي ، تر څو داشغال موده اوږده او د دوی د ناولي ژوند بقا تضمين شي . په دوی همغه د شغال حالت راغلئ دئ ، خپله خو په سمڅه کې ديوه بد برخليک په انتظاردي او غواړي امريکايان هم ورسره په دې سرنوشت اخته شي .

اوس که هر څو د خپلی تبې د معلومولو په پلمه د امريکايانو د نږدېوالي او سمڅې ته د لوېدو هڅی وکړي فائده نه لري . اشغالکرانو اوس ورسره د همغه شيطاني ګيدړې رويه نيولې او په سمڅه کې ايسار د افغاني سياسي شغالانو ذليل او اسير حالت ويني او په دې متيقين دي چې لاس ورکول او ورنږدې کېدل يې ځانوژنه ده .

امريکايانو د قطر د تړون په لاسليک کولو واضح کړه چې موږ نور نه پاته کيږو او په هر شکل چې وي تښتو او خپلو سياسي شغالانو ته چې په زاريو ، فريب او تقلا د امريکايانو د پاته کیدو کوښښ کوي د دوی د مرګوني حالت په تشخيصولو وائي :
چې تبه خو درباندی راغلې ، لاکن هلته به دا تبه شديده او سخته شي ، چې د قطر د تړون د موادو مطابق بين الافغاني مذاکرات صورت ونيسي او د سياسي قدرت اصلي مالک چې افغان اولس دئ واک په لاس کې واخلي ، يو سوچه ملي -اسلامي نظام جوړ او طالبان د عدالت د پياده کولو اجرائي ماموريت په لاس راوړي .