وروسته له یوې اوږدي او کرغیړني جګړې امریکایانو ومنله چې په جګړې کې له بن بست سره مخ شوی، روانه جګړه یې د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او دوی غواړی چې له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې دغه بایللي جګړې او تاریخي شرم ته سیاسي حل پیداکړې.
مګر د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پرمهال د بیلابیلو خنډونو او فشارونو ترڅنګ یو له بنسټیزو او تر ټولو ډیر پام اړونکي بحثونو څخه چې تل د یوه بدلون او لاسته راوړني په توګه ورڅخه یادونه او پر ساتلو یې بی کچې ټینګار شوی هغه د غربی موډلونو، مزاجونو او ایډیالونو پر بنسټ د ښځو حقونو، بشرحقونو، فردی ازدیګانو او د قومي ـ مذهبي لږکیو د امریکایی زر او زور پر ملاتړ د رامنځته شوی هڅو خوندیتابه موضوع ده چې د جمهوریت او ډیموکراسۍ پر عنوان د یوه پراخ چتر لاندی مطرح کیږی.

دغه بحث هغه مهال جدی بڼه خپلوی کله چې د ارزښتونو پر عنوان د یوه ملت شموله چوکاټ په ترڅ مطرح او بیا د سولې غوندی پر یوه مهمه ملي مسله کې چې د افغانستان د ژغورني اهمیت ورپورې تړلي د سروکرښو او د نه معاملي وړ اصل په توګه ورڅخه تل د یوه طرف لخواه چې افغان حکومت دی یادونه کیږی.

څه شي ته ارزښتونه وایی: 
د ټولن پیژندني له نظره ارزښتونه هغه ټولیز باورونه دی چې بیلابیلی انسانی ډلي، افراد او جوړښتونه یې هغه څه چې د دوی په ګټه او یا ښه وی لری، یا پر بله مانا ارزښتونه د یوه ملت، ډلي او قبیلی داسی کردارونو ته وایی چې دوی ته مهم وی، د دوی ترمنځ ګډ وی او دوی د هغه لپاره د یوه آرمان په توګه کار کړې ویل کیږی.

پر همدي بنسټ د یوی ټولني او ملت ګډ ارزښتونه معمولا د دوی د ارمانونو استازیتوب کړې او ټولني معمولا دهغه پرخلاف څه نه مني، پر دفاع یې قرباني ورکوی او دا هرڅه د یوه ملت د ملي هویت او ملي امنیت پر بحث کې د سرو کرښو ځایګي لری.

هغه چې البر کرامی د فرهنګ او ټولن پیژندني په نوم خپل مهم کتاب کې د ارزښتونو اړوند کاږی: په پارځوني ټولن پیژندنه کې د ټولنیز نظم وجود په عامه او ګډو ارزښتونو پورې تړلي ده چې پر ټوله مانا مشروع او ژمن بلل کیږی، داسي چې پر ټوله کې د یوی ټولني ټول کردارونه دهغو پر حساب تلل کیږی.
د بېلګي په توګه یو وخت د نازی جرمنیانو پر نزد اریایی ـ نژادی ملتپالنه تر ټولو مهم ارزښت وو او د خپل دی حق او اررښت پر دفاع یې نیمه اروپا د مرګ خولي ته ورکړله، د هندو براعظمګي لرغوني ارزښتونه په ۲۱ پیړۍ کې د ملتپاله هندو ګوند بی جی پی د کورني او بهرني سیاست پر اصلي کردار اوښتي، اخوندی ایران د پاړسیزم او اثنیه اشعریه شیعه ایزم د دفاع او خپراوی داسي نوم لری چې د امریکا او نیمی نړۍ بی رحمانه او ملا ماتوونکو اقتصادی، سیاسي او نظامي بندیزونو، ګواښوونو او دښمنۍ ته یې په یوازی سر ځان ټینګ کړې، دیته ورته ترکان، مصریان، چینایان، انګریزان او حتي د چنګیزخان ورک او بدنامه ورثه مغولیان.

ځکه دورکیم او انتونی هم د قضاوتونو او ګډو احساساتو پر بحث کې ارزښتونه د یوه ملت د تعریف ترکچې د مزل داسي بحث ګڼلي چې هېڅکله له بهر څخه د پیخرو استخباراتي پیسو، یرغل او د هغوی د معنوی او مادی شتمنیو د تالان او شړېدو له لارې نشي عملي کېدای.
داځکه چې د یوه ملت ارزښتونه د ملت او هویت د تعریف او دوام اصلی بنسټونه دی.

زموږ ملي ـ افغاني ارزښتونه او بهرني تخریبونه:

دی ټولو علمي او منل شویو نړېوالو بحثونو ته په کتو موجود واقعیت او حقیقت دا ده چې د جمهوریت پر نوم، محور او ننګ رواني هڅې پر بشپړه مانا پردۍ، د سولې ضد او پر لویه کې د افغانستان د تل پاتي آمن، سالمیت، مصلحت او ټیکاو سره پر ټکر او خلاف کې دی.

پر همدي بنسټ له ثابتو، تعریف شویو او منل شویو، ملي، دیني او ټولنیزو ارزښتونو دفاع د هر افغان ملي فرض ده، افغانانو تل د خپلو ارزښتونو راج د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره ساتلي، د هېواد له خپلواکۍ او آزادۍ سره یې د یوی معشوقي پر څیر مینه او سرښندنه کړې، د خپل دین د عزمت او د خپلي عقیدي د سلامت په پاره یې هر غلیم د خپلو احمقانه ارمانونه سره ګور ته لیږلي، د نظام ساتونکو ته یې متولیان او پر دفاع یې مرګ شهادت او غزاه ګڼلي، عفت او عزت د افغان ملت د غورځنګونو او شهامتونو یو بل ارزښت وو چې افغانان یې اړ کړل ترڅو د عبدالله خان اڅګزی او عنایت الله خان لوګری پر څیر ملتپاله غازیان د انګریزانو خلاف ملي پاڅون اعلان کړې او دا چاره دومره وغځیده چې افغان ملت فرنګ ته بیا تاریخی ماتي ورکړه او د لومړی ځل لپاره انګریزان پر یوه داسي امپراطورۍ کې چې لمر پکې نه ډوبیده د لومړی ځل لپاره د ماتي خوند وڅکه.

داهغه ارزښتونه، سرې کرښې او دنه معاملي وړ بنسټونه دی چې هېڅ څوکه، ډله او مقام پرې د معاملي حق، جرات او وس نشي لرلای او چاچې لکه یعقوب خان، شاشجاع، سقاو او کارمل د معاملي جرات وکړل نو نوم یې پر تاریخ کې د غلام ابن غلام پر نوم یاد شوی.
ولي اوسنی د جمهوریت پر نوم د حاکم امریتونو پر بحث کې چې د حکومت له اړخه د افغان ملي او ولسي دریځ او ارزښت پر توګه مطرح کیږی پدی برخه کې وضاحت، حقیقت او واقعیت دا ده چې نه یوازی دا یو هم پرهغه بڼه او قالب کې چې وړاندی کیږی او په تیر ۲۰ کاله د امریکایی وحشت او زر پر زور پړسیدلی او غټ شوی وو نه یوازی زموږ د ملي، ولسي، تاریخي او دیني ارزښتونو برخه نه دی بلکي پر لویه کې دا اشغالګرو له لوری زموږ پر ثبات، تاریخی او ملي ویاړونو دښمنانه ګذار او د دي عظیم ملت د اسلامي او افغاني اصیلو ارزښتونو د تحریف، تخریب او ماتولو پردۍ او بهرنۍ هڅه ده.
د بېلګي په توګه د جمهوریت مانا خپل واکی، د ملی قدرت ویش د نظام پر بنسټیزو قواوو، د قدرت له انحصاره او راټولیدو مخنیوی، د قانون حاکمیت او پر ټوله کې د یوه ملت د رنګ، بوی او طبیعی جوړښت پر اراونو د بیا جوړوني 
داسي څرک ده چې د سیاسی، اقتصادی او ټولنیزی اداری او روایاتو د زمانې، وخت او ټولنې د حالاتو او اړتیاوو له مخې جوړیږی ګټه یې ترهغه ده چې اړتیاوی کمی او له حالاتو سره کار وکړې، که له حالاتو سره سم مزل ونشی کولای نو زوال پرې راځی، له منځه ځی او دا د یوه ملت خوښه ده چې ځانته څه ټاکي او پر کومه لار ځی.
ولي موږ پر تیر ۲۰ کلن مزل کې ولیدل چې نه یوازی د یرغل پر مټ او د اشغال د ګټو ساتونکي جمهوریت زموږ ولس ته خوښۍ رانه وړی بلکي تر همدا ننه حتا همدا جمهوریت زموږ د وینو، مرګونو د دریدو او د یوه ملت د یوالی او د اشغال د پای په لار کې خنډ دی، هغه څه چې د جمهوریت کرایی کارکوونکي او بهرنی چلوونکي یې وایی ټوله پایله یې د اصیلو ملي ارزښتونو او درنښتونو سپکاوی، پروژه ایی تخریبونه، د جګړې او بلواکۍ دوام او پر ټوله کې د یوه ملت داسي تباهۍ ده چې نږدی ده چې موږ خپل تاریخ له لاسه ورکړو او دا عظیم ملت مات شي.

ځکه د سولې مخالفین اکثرا د پښتنو د اکثریتي وجود منکرین او د فیډرالیزم پلویان د اوسني امریکایی ـ ډالری جمهوریت سرسخت مدافغان دی، بل لور ته همدغه د پردو ارزښتونو پلویانو پرون د ملی هویت پر خلاف سپینه کودتاه وکړله، دوی د افغان هویت له یوی غټی برخی چې افغانیت دی په جار سره مخالف دی، دوی د ملی اقتدار ټول بنسټونه ویران کړل، د افغانانو دودیزی ملي جرګي یی قبیله ای دود وبلل، دوی داسی مهال د اساسی قانون او جمهوریت بحث کړې چې ملی سرود قومی ګڼی، ملی منل شوی مصطلحات نه منی او پرخلاف یی پردی ویوکی کاروی، دوی د افغانستان سیاسی جغرافیا ننګوی، د ډیورنډ پر څير ملي مسلي پر رسمیت نه پیژنی بلکي دا دریځونه قومی ګڼي، دوی ملي ارزښتونه، ولسي ایډیالونه، د افغان ملت د وحدت بنسټونه ټول قومی او د دی څخه د خلاصون بحث په یوه وروستي بحث کې د افغانستان ماقبل تاریخ ته ګرځول او یا جغرافیایی تجزیی ګڼي.

پر همدی بنسټ دا خلګ د دي کاذبو عناوینو او د سوچه افغاني ارزښتونو څخه د پردیو او له بهر څه د را واردشویو موډلونو او غربی مزاجونو پر دفاع غواړی له سولې غچ واخلی، زموږ تاریخ او ملي ویاړونه د سقاوی او ستمی نیتونه پر بنسټ کمزوری او د جګړې د دوام له لارې د یو لوی اکثریت د ماتولو، وژلو او تباهی لوبه وکړې.

ځکه هم د منل شویو ملي، اسلامی او تاریخی ارزښتونو څخه باغیان، منکران او پردی پالان کله هم د دغه ارزښتونو غم چارې، استازی او ملاتړی نشي کېدای او نه هغه څه چې د جمهوریت او جمهوریت محوره باورونو پر عنوان وړاندی کوی افغاني دی.
دوی وایی چې هرڅه غربی بڼه ولری هغه ارزښت ده، دوی وایی چې ۳۵ میلیونه ملت دی له اور، جګړې، بارودو او بی وزلۍ مړه وی خو چې د دوی مرفه او پر امریکایی ډالرو سینګار غربی ژوند دی د ډیموکراسی پر انډوخر کې د ارزښتونو او سرو کرښو پر نوم وساتل شي، دوی د افغاني ښځی د بی ستره کولو، بربنډولو او له خپل فرهنګ او اررښتونو څخه پردی کولو ته کار وایی ـ حال داچې د افغاني ښځي ایډیال د میوندونو ملاله ده، چاچې پر پردو پیسو، رنګینو او عسکرو ځان نه ساتل بلکي د اشغال پر خلاف یې د وطن د آزادۍ، پر دین د ننګ او د خپلو اصیلو وطني، ملي او اسلامي ارزښنونو د راج په پاره یې د ایوب د لښکرو بیرغ اوچت کړل، دوی د ښځو او نارینه د برابری او د بشرحقونو نومی نړیوالي ـ اروپایی اعلامیی څخه خبرې کړې هغه اعلامیه، جمهوریت او بشر حقونه چې د نړیوال عدالت محکمه چې د دوی پر شتون کې پر افغان وطن د امریکایی عسکرو د جنایتونو او وحشتونو پر کولو له سره پټه خوله ده او حتا نشي کولای د دغه جنایتونو د څېړنو د مخنیوی کوونکي او جنایتکار طرف امریکا پر خلاف ودریږی.

د دی ټولو برسیره دا ډله خلک دومره محدود، اقلیت او د افغان وطن له حال او مزاجه پدی کچه پردی دی چې تل پر بهرنی راشنونو چلیدلی، پر بهرني پاسپورټونو راغلی او پر دومره پراخه جغرافیه او لوی وطن کې دوی یوازی د کابل پر وزیر اکبرخان مېنه، ششدرک او کارته سه پورې محدود دی.
پایله:
د افغان ملت له نظر د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال له هر هغه بحث، ایډیال او ارزښت څخه دفاع د ملي بنسټونو په توګه معقول او موږ ټولو ته سره کرښه ده چې افغاني وی، د ټولو پرګنو ګډ وی، تاریخی، ملي او دیني مخینه ولری، افغانانو یې پر دفاع غزاه او سرښندنه کړې وی او پر ټوله کې د افغان ملت د جوړښت، پایښت او دوام حساسیتونه او حیثیتونه ورپورې تړلي وی.
افغان ملت د دغه ډول علیا ارزښتونو، درنښتو، ګټو او ملي دریځونو پر دفاع ولاړ دی او د هر معاملګر سره به یې پر ننګ هغه چلند وکړې کوم چې زموږ تاریخ د دغه ډول ویاړمندو ملي غورځنګونو یو اوږد تاریخ لری.

مګر په مقابل کې هېڅکله به د کاذبو لاسته راوړنو، پروژه ایی او خارجي سلیقوی درنښتونو او د ارزښت پر نوم د افغان اصیل ملي او اسلامي ارزښتونو پر خلاف هغه څه ونه منو چې زموږ نه دی، پردي دی، زموږ له تاریخ، کلتور او مزاجونو سره اړخ نه لګوی او اصلي موخه ترې د سولې د روانو هڅو، د افغانستان لپاره د ثبات د پریکړو او پر ټوله کې د یوه پر آمن، متحد، یو بل زغمونکي او د پردیو استخباراتي جالونو څخه د خوندی افغانستان تخریب ده.
درنښت