دجګړې او کړکېچ عوامل ډیر زیات دی چې مهم او کاری عامل یې د انسانو تر منځ کرکه اونفرت ته لمن وهل دی له بده مرغه دغه لمن وهلو،پلمو اوبهانو، د افغانستان کړکېچ او دبهرنیو لاس وهنودافغانستان غیرتی او مسلمان ولسد دغو ناوړو مسلو ښکار وګرځاوه او په دې ښکار کې د ملګرو ملتو ، د بشر حقوقو ، ددموکراسی دروغجنو او یوشمیر دسهامی شرکت ماهروام الفسادو غړو دلته دایمی له هرې زمینې ګټه پورته کړې ده . دهمدې هېواد قومونه اوقبیلو چې په کلونو یی دورونو په شان ژوند کاوه یودبل په غم او ژوند کې ولاړوه خو دومره لوړو اوژورو سره نه وه مخامخ شوی د انګریزانواستعمارخپله وکړه : تفرقه واچوه او حکومت وکړه اصلی شعار شو او دا اورلړونی لا په لاس کې لری دکرکو او ژبنیو تو پیرونو نغاره لا وهی!دغه اندېښنه دمولوی خالص د (مار او لړم ) نیوکو او اشعا روکې وڅېړی . دکمونستی نظام کاسه او کپړیو په پروفیسور ماشوم ربانی دکابل ښار په کنډواله بدل کړاو ۷۵۰۰۰ ډیر ښاریان يې ووژل ، بیا دوه دورې کرزی دخپلو ګتو لپاره دغه باروت وساتل او دبېغرتو مقام غو ښتونکو سره یی ملګری کړل اوس متفکرهغوی ته په ډاګه په لستوڼو کې خای ورکړی دا یو حقیقت دی یو چا چې دسیرت النبی په مدرسه کې واقعا زده کړې کړی وی هغه بیا دافغانستان دتور تاریخ مختوروپلورنکو ته دغه چانس څنګه ورکوی اوله هغوسره دخپلې بقا په خاطرپه باندو ککړه اداره جوړوی او سازش کوی .
دکرکو د ردولو له منځه وړلو لارې چارې زموږ ټولنه کې
دتقوی معیار ، ظرفیت ، عملی بڼه او اخلاص
تقوی ددرواغو ، ریاکاری ، چل او پلمو،سازش اوفساد ،افراط او خودخواهی ناروغی په نښه کړې، تشخیص کړې، او در مل یې هم ورته ټاکلی دی ددې ناروغی میکروب په هغه ځای کې وده کوی چې دینی او اسلامی ښوونې کمزورې اوتش په نوم شتون ولری دتقوی یوه غوره فضیلت او معیار له الله سبحان وتعالی څخه وېره ده دغه وېره په زړه او مغزو کې ځای نیسی اونور معیارونه ورته اسانه کوی چې انسان نه شیطان هم لیرې کیږی نو ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایی:
ان اکرمکم عندالله اتقکم ان الله علیم خبیر
دلته قوم ،قبیل ،خیل،ټبر ،زر و زور ، مقام او قدرت مطرح نه دی بلکې دعدالت،مساوات، برابری ده او دپېژندګلوی مسله هم معرفه ده دایت په پاي کې دو صفتونه یادشوی چې انسان دی ته هڅوی له تقوی پرته په قصد سره دبل څه غوراوی معیار نه ټاکی بلکې په سهو هم داکار مه تر سره کوی ځکه چې الله ج علیم او خبیر ذات دی. سیاست او کلتور شاته ځی فساد په هیڅ نوم جواز نه لری حیله په ډاګه د شیطان کار دی.
علم او پوهه
ددې لپاره چې خپل حق اود بل حق وپېژنی او خپل انسی او جنی دښمن په پوره مانا وپېژن نو په دې سره به دکرکو نه ځان خلاص کړی .ځکه دغه ناوړه پدیده په لومړی ځل شیطان مخې ته واچوله او دخپل جنس غوراوی پرړې یی ووهلې چې جن له اوره پیدا دی او انسان له خاورې پیدا دی هغه خپل جنس لوړ وګاڼه او دالله ج له امره یی سر غړونه وکړه ادم علیه السلام ته یی سجده ونه کړه او نورو ټولو ملایکو وکړه خکه چي هغوی له نورو پیدادی او دالله ج امرمنی.
ددې لپاره دقلنا للملایکه اسجدوالادم فسجدواالا ابلیس کان من الجن ففسق عن امرربه افتتخذونه وذریته اولیا من دونی وهم لکم عدو بیس للظالمین بدلا.
یاد کړه چې کله موږ فرښتو ته وویل:چې آدم علیه السلم ته سجده وکړۍنو هغوی سجده وکړه چې ابلیس ونه کړه هغه له پیریانوڅخه وه خودخپل رب د حکم منلو ووت اوس ایا تاسې له ماڅخه پرته هغه او دهغه ځوځات دخپل خان سرپرستان نیسی په داسې حال کې چې هغوی ستاسې دښمنان دی! ډیره ناوړه سندره چې ظالمان یې غوره کوی.
دنفس پاکوالی او تزکیه
داجدی عمل غواړی عزم غواړی او ثبات له الله ج سره اړیکی ساتل پرهغه تکیه کول او له خپل رب مرسته غوښتل دانسانی کرامت نیکو اخلاقو او عالمانه شرعی اصولو او بنسټونوباندی منطقی پابندی له نفس سره مبارزه کول دی یوازینۍ دحل لاره ده او انسان څخه انسان جوړیږی او دملایکو صفات ورڅخه راڅرګندیږی او ملایکې دالله تابع مخلوق او بندګان دی الله سبحان وتعالی فرمایی:
وقالوا اتخذاالرحمن ولدا سبحانه بل عباد مکرمونلایسبقونه بالقول وهم بامره یعملون
دوی وایی رحمن اولادلر ی -سبحان الله-هغوی خو بندګان دی
عزت ور کړ شوی دی دهغه له حضوره به مخکی کیدو خبره نه کوی اویوازې دهغه په حکم عمل کوی. یوشاعر وایی:
داژوند خوزموږ کم د محبت لپاره هم دی حیران یم چې نفرت ته وزګاریږی څنګه؟
پایله:
داسلامی ارشاداتو پر بنا حق حق دی خپل ،پردی ،ملګری ، او ګا وندی نه لری.دروغجنه معافی او بښنه
نه منی.هرډول واسطه اووسیله چې داسلامی اصولو اوضوابطو سره اړیکی ونه لری امنیت او سوله نه شی راوستلی.ظلم اوتیری په هېڅ تاریخ کې له ټولنې سره مرسته نده کړې او نه صفت لری. کرکه او نفرت کوږ بار دی چې تر مزله نه رسیږی!