شک نشته چې ديني عالمان زمونږ د ټولنې د اروايي رنځونو معالجين او هغه قشر ده چې زمونږ په عنعنوي مذهبي تولنه کې ورته تر هر چا زياته پاملرنه او درنښت کيږي. په اسلامي هېوادونو کې بالعموم او په افغانستان کې بالخصوص له هر چا سره، په هره برخه کې هر ډول مخالفت د توجیه وړ ده، خو د محراب او منبر له ادرس څخه د شوې خبرې مخالفت جرم او ګناه ګڼل کېږي. مګر ديني علماو ته دغه درنښت او احترام يوازې د عام ولس په منځ کې شتون لري. دربارونه او د واک په ماڼيو کې ناست خلک له دغه قشر سره يوازې د اړتیا د پوره کولو لپاره سليقوي چلن کوي. د مړي جنازې فاتحې او نکاح په مهال بالمقطع او موقتاً يې اړين ګڼي. په دربار کې دغه سپيڅلي ډله هر وخت تحقير او توهين شوې ده.
مولوي صاحب جنازه تياره ده. مولوي صاحب په قبر باندي تبلیغ وکړئ.
مولوى صاحب نن زمونږ نکاح ده.
"ملا صاحب يو سورت تلاوت کړه"
"مولوي صاحب! دعا وکړه"
بس نور نو په ټولنيزو چارو کې د دنظر څرګندولو او خبرو کولو حق ورڅخه سلب ده.
د واک په ايوانونو کې ناستو خلکو به يو مهال ديني علما داسې هم پيژندل کيدل؛
"ملاها يک قشرى پسمانده است که در مغاره ها زندګي ميکنند، نان شته را ميخورند، هيچ کارى ندارند. فقط و فقط بار دوش جامعه هستند وبس"
د ظاهر شاه او داود خان د حکومتونو په مهال به د ږيرې درلودونکي سړي ته د "او ريش" په نوم غږ کيده.
د ښاري ټولنې همدغه له سپکاوى ډک چلن طالبان د خپل حکومت په مهال په غير ارادي توګه له ښاري ټولنو څخه انتقام اخيستو ته وهڅول. طالبانو کله چې کابل ونيوه نو ږيره پګړئ او د ښځو لپاره يې د چادري اغوستل لازمي وګرزول. دا جدا خبره ده چې طالبان پوهيدل که نه پوهيدل ځکه چې هغوى له ښاري ټولنو څخه د خپل توهين غچ اخلي. د اروا پيژندنې د کتابونو له مخې مظلومې او محرومې ډلې او اشخاص چې د واک په ګدئ کيني، نو کله پوهيږي او کله نه پوهيږي چې له ټولنې څخه د خپلو محرومیتونو انتقام اخلي. طالبانو اګاهانه او يا نا اګاهانه په ښار کې د دغه خشن چلن په کولو سره له ښاريانو څخه د خپل پخواني توهين غچ اخیسته.
که په حکومتي چوکاټ کې د ننه د علماو نقش ته شيبه مکث وکړو نو پوهيږو چې له لسيزو راپدیخوا نظام او حکومت ته د ديني او ملي مشروعیت ورکولو په برخه کې دغه قشر ته هر وخت خصوصاً په اوسنیو جنګي شرایطو کې چې جګړې ته ديني رنګ ورکول کېږي سخته اړتیا احساس کيږې ،خو بيا هم په نظام کې د ننه د ډيرى هغو چارواکو لخوا دغه ډلې ته يوازې په تشريفاتي برخه او سمبوليک شکل توجه شوې ده. له ديني حلقو سره همدغه سپک چلن ته د علماو متقابل غبرګون په ملي کچه د نظام د مشروعیت ګراف ورځ تربلې ښکته روان ده او ولس له حکومت څخه واټن نيسي. له علماو سره دغه ډول چلن او د چارواکو لخوا د دغه قشر له پامه غورځول علما غبرګون ته مجبوروي او دا هم څرګند واقعيت ده چې د علماو غبرګون د دين له ادرس څخه راوزي. دغه ډول غبرګون زمونږ ټولنیز پرمختګونه او يووالي ته ګواښ ګڼل کیږي.
په حاکمه ډله د داسې اشخاصو واک ته رسېدل او يا هم په مهمو ولسي پوستونو باندې د داسي سيکولر فکره خلکو ګمارل چې نه يوازي له ديني احکامو څخه ناخبره دي، بلکې په ډيرى مواردو له دين او ديني ارزښتونو سره حساسيت هم لري. هغوى د افغاني ټولنې له مذهبي او دوديزو ځانګړتياو څخه دومره ناخبره دي چې له دين سره زمونږ د مذهبي ټولنې پياوړي تړاوونه، له دين سره د غربي ټولنو له کمزوري او ترينګليو اړيکو سره مقايسه کوي. هغوى نه پوهيږي چې عيسويت لا دمخه په اولسمه او اتلسمه پيړئ کې د ساينسي پرمختګونو په وړاندي له ماتې خوړلو وروسته له معاصر ژوند سره ريښې بايللې او د رهبانيت لورئ يې خپل کړئ ده.
د پورتنيو ستونځو او نيمګړتياوو لپاره د حل لاره هغه وخت موندلاى شو چې ديني علماو ته په هغه حيثيت او درنښت قائل شو چې هغوى يې مستحق دي. افغانستان اسلامي هیواد ده او اسلامي قانون پکې د پلئ کيدو وړ ده. عدلي او قضايي ارګانونه ديني او مذهبي ادارې باید له ټولو واکونو او اختياراتو سره د علماو لخوا اداره شي.
همدغه شان له علماو سره د هغوى له مشورو سره سم د سمون او بدلون په موخه په اوږدمهاله پروژو باندي کار وشي. له تيرو دوو کالونو راهیسې د هيواد په مرکز او ولاياتو کې د مخکښو عالمانو او قومي متنفذينو د هدفي وژنو بدمرغه لړئ روانه ده. په کور، په لاره، مدرسه، مسجد، منبر او محراب کې ديني عالمان وژل کيږي. چارواکي يوازې غندنې کوي او فاتحې اخلي. نور هيڅ امنیتي ګامونه نه دي اخیستل شوي. حتى حکومت دومره بې بسه ده چې د کشفي او تحقيقاتي ارګانونو له لارې ددغه ډول هدفي وژنو تر شا د پتو مخونو او مرموزو لاسونو څرک هم نشي لګولاى. په داسې حالاتو علما يقيناً د سردرګمي په حال ژوند کوي. ايا د چارواکو دغه دول وظيفوي تغافل او په دندو کې تساهل او تسامح د اوسنئ پرمختللي معلوماتي تيکنالوژي په شته والي کې د منلو وړ ده؟
له دغه واقعیت څخه هم انکار ناشونئ ده چې ټوله پړه هم د واکمنو او د متمدنې ټولنې په غاړه وراچول انصاف نه ده. علما خپله هم نيمګړتياوې ستونځې او تشې لري. هغوى هم باید د علمي او فقهي څېړنو له لارې د وخت له بدلون سره ځانونه عيار او تيار کړي. د سمون او بدلون په موخه اړين او چټک ګامونه پورته کړي.
د ديني علماو ترمنځ خپلمینځي اختلافات حتى يو پر بل باندې د ډول ډول فتواو لګولو نيمګړتيا په ټولنه کې د علماو په تړاو د بې باوري د کچې د لوړوالي لامل ګرزيدلي ده. ديني عالمان که هرڅومره دغه اختلافات توجیه کړي خو ولس ته د منلو نه دي.
زمونږ عنعنوي مذهبي ټولنه د ديني علماو د بيځايه اختلافاتو له امله ويشل شوې ده. له دې سره سره چې هغه يو دين هغه يو قرأن او هغه احاديث دي، خو علماو وقتاً فوقتاً د ساينسي پرمختګونو په وړاندي د دين له ادرس څخه ستونځه ايجاد کړي ده. که څه هم د وخت په تيريدو سره بيا هر څه بدل شوي دي. د بيلګي په توګه ويلاى شو چې يو وخت وه چې ديني علما د انګرېزي درملو د کارولو له امله روغتون او د شيطان د پېښو کولو تر عنوان لاندې د تليفون جوړولو په تړاو د حرمت دلائل وړاندې کول، خو اوس هغه ستونځه په خپله حل شوې ده.
يو وخت داسې هم وه چې ديني عالمانو به کاغذي پيسو باندي د انځور د شتون له امله لمونځ فاسد باله. بيا خبره د راديو او تلويزون د حرمت راغله. په نزدې ماضي کې د طالبانو د حکومت پرمهال تلویزیوني خپرونې مطلقاً بندې حتى په هټيو کې ويديو او ويديو ګيمونه ليدل ممنوع وه. اوس نو له خير سره ويديو ګانې د ديني علماو لخوا د ثواب ګټلو له ژمنو سره د شريکولو توصيه کيږې. د علماو لخوا تلویزیوني مناظرې کيږې. د روژې د مياشتي د رؤيت په هکله د مطالعو اختلاف اوس هم زمونږ د علماو ترمنځ هغه ستونځه ده چې لا تر اوسه هم د مياشتې د ليدو حکم ته متفقه حل لاره نه ده لټول شوې. تر څو ولس پوه شي چې په روئيت کې اختلاف د مطالعو ته اعتبار شته که نه؟ تر ټولو ستره غميزه او د ولس ترمنځ د انديښنې وړ خبره داده چې دلته روانو جګړو ته ځينې ديني عالمان د فرضيت او څوک هم د حرمت تر پولو ورځي. تيرکال د اسلامي کانفرس او د سعودي حکومت په نوښت په يوه بېسارې غونډه کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلل شوه. زه د دغو او دغو ته ورته نورو غونډو په مشروعیت او يا حرمت باندې خبره نه کوم. ستونځه داده چې کله هم دغو ديني علماو د يو ځاى کيناستلو، يو بل ته د غوږ نيولو، يو بل ته د قناعت ورکولو او بالاخره په دغه ګډ مقدس دين او ګډ سپيڅلي قرآن کریم کې په هغو اختلافاتو نه دي غږيدلي چې څنګه او ولې يوه لوري ته دلته جګړه حرامه او بل لوري ته دغه جکړه فرض ښکاري. تر څو دغې سترې غميزې په تړاو ولس او امت ته د يوه خوله کيدلو هڅه شوې واى. اسلامي امت بالعموم او زمونږ هيواد بالخصوص د شرعي فتواو د متفقه او متحده مرجع د نه شتون له امله د جګړو د اور په لمبو کې سوځي. هرچا چې سپينه لنګوټه په سر او قدوري يې ولوسته بس مفتي هم ده قاضي هم ده. که وس يې وشي نو پوليس او جلاد هم ده. که د دغه ډول سرټمبه مفتيانو د خوښې خلاف خبره مو وکړه نو سمدم درباندې را پرچ وهي. د سيکيولر مرتد کافر اجير مزدور جاسوس غلام او ګوډاګى ټاپو لګولو ورهاخوا دې په مرګ هم ګواښي.
دريمه او تر ټولو مهمه ستونځه چې فکر کيږي د علماو حيثيت ته يې سخت زيان رسولئ ده داده چې ديني مدارس د خپلو فارغانو لپاره نه د ازموینو منل شوئ معيار لري، نه يې د خپلو تحصیلي اسنادو لپاره په ملي او نړيواله کچه باور تر لاسه کړئ ده. نه د علمي او کدري درجو لپاره ستاندردونه لري او نه هم معياري نصاب لري. هره مدرسه په هر کلي کې د مدرسې د مشر ملا صاحب په خوښه او سپارښتنه خپل نصاب پرمخ وړي او خپلو فارغانو د معياري ازموینو د پروسې له تر سره کولو پرته ځانګړئ د فراغت اسناد برابروي چې په هيڅ ډول د اعتبار وړ نه ګڼل کیږي. هيڅ داسې اداره او ارګان شتون نه لري چې د هغوى د درسي او تدریسي چارو څارنه وکړي او د استاذانو د ګمارنې لپاره د هغوى وړتیاوې او تحصیلي اسناد وپلټي. د لوړو زده کړو لپاره په منل شويو تحصیلي نورمونو برابرې معتبرې تحصیلي درسګاوې ولري. علما لا اوس هم د منطق او حکمت په نومونو څو سوه کلن پخواني او له اعتبار څخه لويدلي ساينسي او د رياضي کتابونه لولي او همدغه کتابونه يې د درسى نصاب برخه ده. شک نشته چې که مونږ او ټولنه له ديني علماو څخه ګيلې او شکوې لرو نو د ديني مدارسو په نصاب، درسي او تدریسي ميتودونو، کدري او علمي معيارونو، ازموينو او د فراغت په اسنادو کې ژور او له نړيوالو معيارونو سره سم سمون او بدلون ته سخته اړتیا شته. ديني مدارس باید خپل نصاب د وخت له غوښتنو سره سم د ازموینو پروسه مودرنيزه کړي، د استاذانو د ګمارنې لپاره ځانګړي تګلاره ولري خپلو د فراغت اسنادو ته په ملي او نړيواله کچه اعتبار پيدا کړي. علمي فقهي او کدري منل شوي رتبې ولري.
که خبره را لنډه کړو نو باید ووایم چې که حکومتي چارواکي د علماو د هدفي وژنو د څرک لګولو په برخه کې د خپلو دندو په پيژندلو او ترسره کولو کې همدغه شان ناکام او مطلقاً پاتې راځي، که حکومت کول يوازې د پوستونو او امتیازاتو د ويش لړئ ته ووايو، که په وظيفوي تغافل باندې تورن چارواکي همدغه شان د غميزو او ناوړو پېښو په تړاو هيڅ ډول ټکان نه خوري، که حکومت کول يوازي د ناورينونو غندل وي او بالاخره که ديني علما اوس هم د خپلو حقه حقونو د ترلاسه کولو لپاره د مثبت بدلون له لارو خپلو تشو ته متوجه نشي او پړه يوازې په نورو باندي اچوي، نو په يقين سره وايم چې دا وړئ نه شړئ کيږي.