که لېنین اوس ژوندی وای، د خپلو پلیدو نظریو د اثبات لپاره به یې د افغان مجاهدینو د وحشت زرګونې بېلګې راوړلې چې دین یا مذهب د څومره بدبختیو لامل ګرځي۔ همداسې به یې نړیوالو ته د لوېدیز امپریالېستانو د پروژو او کرایي قاتلانو ناولې څېرې بربنډولې۔ په بشپړ باور چې د هرې خبرې لپاره به یې یو لاسوند (ثبوت) وړاندې کوه او په بپشړ باور چې د لاسوندونو له کمښت سره به نه وای مخ شوی۔ 

دا دي د لېنېن له مرګه څخه کابو شپږ نوي کلونه تېرېري، خو د ده یوه او بله وینا یا سیاسي او نظامي دوکتورین په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو لخوا د خپل موّمنو مسلمانو وروڼو پر ضد کارول کېږي۔ د ده له ویناوو څخه د جګړې په اړه یوه بېلګه: 


"د جګړې لویترین هنر دا دی چې د نظامي برخورد مخنیوی وشي او د دې پر ځای غلیم په داسې ډول مات کړل شي چې سړی د ده اخلاقي پرنسیپونه، د ده دیني او کلتوري ارزښتونه او د ده دودونه له منځه یوسي۔ کله چې یو ملک په دې توګه وځپل شي، سړی کولای شي چې پرته له یو ټک څخه یې د خپل ځان کړي (واک یې په لاس کې واخلي)۔ "

آیا د لېنین د دوکتورینو د پلیتابه نښې په افغانستان کې لیدل کېږي؟ 

آیا کله مو فکر کړئ دئ چې د یوې مومنې ټولنې د لمنځه وړلو او د اسلام د یوه مورچل د چپه کولو لپاره تر کفارو څخه ډېر په خپله مسلمانانو د مسلمه امت د ځپلو لپاره له همدې کمونیستي دوکتورینو څخه ډېره ګټه اخیسته ده او لا اوس هم لګیا دي؟؟ 

همداسې لوېدیز امپریالیزم درواخلئ چې د مذهب په نوم یې نه یوازې عیسوي خونړۍ ډلې ټپلې جوړې کړې دي، بلکې همداسې یې په مسلمانانو کې د مذهب په نامه داسې ځناور راټول کړي دي چې په ظلم او وحشت کې تر کفارو غښتلي دي۔

لاسوندونه او د سترګو لیدلی حال خو داسې کیسه کوي چې په افغانستان کې ټول اسلامي ګوندونه له خپل پیدایښت څخه نیولې تر خپل اوج او زوال پورې په باخبره یا ناخبره توګه د لېنېن د فلسفې یاران او بېساري سرتېر غازیان پاتې شوي دي۔ هغه یې د جهادي ګوندونو ډېره برخه وه چې د الله اکبر نارو په بدرګه یې د یوې مسلمانې ټولنې ښوونځي، روغتونونه، د برېښنا پایې، پلونه، سړکونه او لارې ورانې کړلې او دا نن یې طالبان او داعشیان دي چې په قرآن کې بمونه کېږدي او محرابونه په وینو ولړي۔ د لمانځه پر وخت به د همدې اسلامي ګوندونو غړي هر یو په خپل سنګر کې لمونځ وکړ، خو د سلام له ګرځولو وروسته به یې یو بل وژل او د یو بل د قتل فتواوې به یې د الله اکبر په نارو سره بدرګه کولې۔ همدې ګوندونو په بېسارې کچه د لوېدیز اسعتمار په جوپړ کې خپل مؤمن افغان ولس ځپلی دی۔ همدوی ټول د یوه اسلامي سنګر د نړولو په موخه د جګړې ډګر ته راوتلي دي، خو نارې د اسلام د ګټلو وهي۔ له فلسطین پرته، له فلیلیپین څخه نیولې ان تر مورېتانیا پورې ټولو په نامه جهادي وسلوالو ګوندونو د لوېدیز د امپریالیزم په جوپړ کې خپل ملکونه ټوټه ټوټه کړل، خپل مسلمان وروڼه یې ووژل او لا لګیا دي د خپلو مؤمنو وروڼو په هډوکو خوشند وهي۔ هېره دې نه وي چې ان په فلسطین کې هم د اسلامي ګوندونو تر منځ جګړې شوې دي۔ هغه سیاسي اسلامي ګوندونه چې له وسلې څخه څنګ کوي او سیاسي واک او ثبات ته لومړیتوب ورکوي، لوېدیز امپریالیزم د دوی په خپله دېموکراسۍ کې ننګوي، په هره بیه د لوېدیځ او یا هم د دوی د ګوډاګیانو د ټوپکو په زور له واک څخۀ شړل کېږي۔ ولې؟؟

کله مو فکر کړئ دی چې ولې د مصر اخوان المسلمین له واک څخه د امریکا او اروپا په کلک ملاتړ په خونړیو کوداتاګانو شړل کېږي، خو طالبان، د شمالي ټلوالې لنډه غر او نور په نامه مجاهدین په وچ زور په افغان ولس او دولت د ټولشموله، وحدت ملي او ۔۔۔ حکومت په نامه ور تپل کېږي؟؟

ښایي توپیر یې دا وي چې د مصر اخوان المسلمین تر خپل جېب، د بچیانو تر جېب او تر خپل لوکس کور څخه د ټولنې اصلاح او سمون، د هیواد سمسورتیا او ښېرازۍ ته لومړیتوب ورکوي او د مسلمه امت یووالی غواړي۔ هغه وسلوال چې د الله اکبر په نارو مسجدونه نړوي، له کفر سره سوله او له مسلمان سره د جهاد په پایښت ټینګار کوي، ښایي چې له همدې امله د لوېدیز امپریالېزم لپاره کارنده او اړین وي تر څو پر اسلامي نړۍ د تخت او تاز او ناتار پلمه ولري۔ همدا وسلوالې ډلې چې د جهاد په نامه د جهاد او مسلمه امت ارزښتونه سپکوي، له آره د حزب الشیطان غړي، د ابوجهل لښکر، د لوېدیز امپریالیزم کرایي قاتلان او د اسلامي نړۍ جلادان دي۔ دوی هر وخت د هر څه سره ستونځې لري، خو د هېڅ ستونځې لپاره حل نه لري۔ دوی د ټول ستونځو حل په دې کې ویني چې لومړی باید هر څه وران او وسځول شي، هغه که انساني کرامت وي، که ټولنیز بسټونه او یا هم انساني ککرۍ۔

طالبان په افغان دولت تور لګوي چی ګواکي ټول افغان دولت د یهودو او نصاراوو په جوپړ کې دی او له همدې امله ان د هر زده کوونکي مرګ روا ګڼي۔ خو که د دوی کړو وړ ته پام وشي، تر ټولو ډېر همدوی په خپله او د دوی همفکره نور مذهبي لنډه غر د خپلې مذهبي ناپوهۍ، اخلاقي کمزورۍ او سیاسي لنډه غرۍ له امله تر هر څخه ډېر د یهودو او نصاراوو د ګټو لپاره کارنده زباد شوي او تر بل هر غلیم څخه ډېر یې افغان ولس له ناخوالو سره لاس او ګرېوان کړی دی۔   

افسوس د هغو سپین زړو ریښتینو مجاهدینو په حال چې یو څو دروغجنو جهادي مشرانو د جهاد په نامه د د امپریالېزم او کپیټالیزم لپاره قرباني کړل۔ افسوس د هغو سپین زړو کلیوالو ځوانانو په حال چې تر اوسه یې نه د "هورا" نوم اورېدلی وو، نه یې لېنېن پېژانده او نه هم د لوېدیز کپیټالېزم له نامه سره اشنا ول، خو یو څو په نامه مذهبي مشرانو یې د کمونیزم د دوکتورینو سره سم د امپریالېزم د ګټو لپاره د اسلام د سنګرونو د دفاع په نامه قرباني کړل۔ 

که ټوله لوېدیزه نړۍ په ګډه په خپل ټول توان سره د اسلامي نړۍ ځپلو ته مخامخ را ووځي، هېڅ اسلامي دولت به دومره کمزوری نه کړي لکه طالبانو، داعشیانو، بوکو حرام، القاعدې او نورو خوارجو چې اسلامي هېوادونه کمزوري کړي دي۔ د مذهب په نامه د دې بې مذهبه لنډه غرو ډلو ټپلو منېجمېنټ یا سمبالښت هم د داسې ملکونو په لاس کې دی چې د مذهب په نامه جوړ، خو تر کفر او الحاد ورهاخوا اوښتي دي۔ ښه بېلګه یې پاکستان دی چې د اسلام په نامه جوړ، خو رنډۍ خانې یې د هالنډ تر امستردام، د جرمني تر هامبورګ، فرانکفورت او برلین، د ټایلند تر تایپې، د امریکا تر لاس وېګاس او ۔ ۔ ۔ څخه ډېرې او خورا له دولتي مرستو او خواخوږیو څخه برخمنې دي۔ همدا ملکونه چې د مذهب په نامه د لوېدیز امپیریالېزم په لاسونو جوړ شول، تر هر څه ډېر د اسلام سره ناباندې (مخالف) دي او له شریعت څخه کرکه لري۔ 

حیرانوونکې نه ده چې د طالبانو پنجابي مفتیان په پنجاب کې په زنا، لواطت، شرابو، خون او زر ډوله اخلاقي جرمونو ونیول شي، بیا هم د افغانستان په ضد د جهاد فتوا ورکولای شي او د هر طالب لپاره یې فتوا یو الهي امر ګرځي؟؟ 

حېرانوونکې نه ده چې د پنجابي مفتي فتوا د خپلو رنډۍ خانو پر ضد ناچله، خو د افغان ډاکتر، انجینر، ښوونکي او ان اسلامي عالم پر ضد د مرګ فتوا هر وخت چلېږي؟؟

حیرانوونکې نه ده چې د کمونیزم له ماتې څخه وروسته اسلامي ملکونه د اور په لمبو کې راګیر شول، حال دا چې ټوله اسلامي نړۍ په تېره افغانان باټې وهي چې کمونیزم یې مات کړ؟

بیا هم پوښتنه را پیدا شي چې مذهبي لېونیان څنګه د یوې مسلمانې سنتي ټولنې دیني، مذهبي او کلتوري ارزښتونه له منځه وړي؟ 

طالب او نور خوارج په جومات کې د ننه او په محراب کې په تراویح لمونځ ولاړ اسلامي عالمان وژني، په جومات کې په سجده پراته مؤمنان وژني، پلونه نړوي، لارې نړوي، سړکونه نړوي، ونې او بوټي وهي، ښوونځي نړوي، روژه تیان د الله اکبر نارو په بدرګه وژني۔ کله چې رسول الله صلی علیه وسلم له ابو سفیان سره تړون لاسلیک کړ، په زغرده یې وویل چې:

من دخل المسجد، فهوه امن و من دخل البیت ابوسفیان، فهو امن

څوک چې مسجد ته ننوځي، هغه په امن دی او څوک چې د ابو سفیان کور ته ننوځي، هغه په امن دی۔ دا په داسې حال کې چې ابوسفیان مسلمان هم نه وو۔ نو څنګه کېدای شي چې د ابوسفیان کور امن شي، خو زموږ په مسجدونو کې د اسلامي علماوو قتل روا وي؟ څنګه کېدای شي چې د ابوسفیان کور په امن وي، خو زموږ په قرآن کې طالب او داعش ته د بمونو اېښوولو اجازه وي؟؟ 

مسجد خپل ارزښت له لاسه ورکړی که اسلام بدل شوی؟؟؟  په بشپړ باور چې نه اسلام بدل شوی او نه هم مسجد خپل ارزښت له لاسه ورکړی، بلکې د ابوجهل لښکریانو او د نني عصر د یهودوو او نصاراوو کرایي قاتلانو د مسلمان په جامه کې د مسجدونو په نړولو پسې را اخیستې ده او غواړي چې اسلام بدنامه کړي۔  

په پښتني ۔۔افغاني انګړ کې چې په کوم کور کې نرینه نه وي، ان ډېر نیږدي خپلوان یې کور ته د ننه نه ورځي، بلکې جومات ته ځي، هلته ډوډۍ خوري هملته شپه سبا کوي۔ 

طالب او داعشي سړیخواره پردي پنجابیان د پښتنو په کورونو ننباسي، حال دا چې نرینه یې په کور کې نه وي، خو دوی ور نارې کړي چې کوټه خو شته۔ دا خو پرېږده چې تېر ځل یې چې د خوراک لپاره کوم آچار وروړي وي، هغه یې په همدې کور ساتلي وي او دا ځل یې بیا ترې غواړي۔ په همدې کور کې شپه سبا کوي، په همدې کور کې سنګر نیسي، په همدې کور کې خپل لواطت کوي، په همدې کور کې خپلې سندرې زمزمه او اتڼونه کوي۔ 

آیا جهاد د دې لپاره دی چې له مسلمه امت او اسلامي ارزښتنو څخه دفاع وشي که همدغه ارزښتونه او ټولنې تر پښو لاندې شي؟ 

جهاد خو د اسلامي نړۍ د پت، عزت، انساني وقار، هویت او اسلامي ارزښتونه د خوندي کولو لپاره دی، خو داعشیان او طالبان د انساني وقار سپکاوی کوي، خپل مؤمن ولس د مذهبي مراسمو د سرته رسولو لپاره نه پرېږدي، په محراب کې یې وژني۔ 

د امریکا د دفاع وزارت د کرایي قاتلانو طالبي مشران به په نیږدې راتلونکې کې لوی لوی سوداګر وي لکه ځینې پخواني په نامه جهادیان چې د صلیب لپاره د تېلو قراردادیان شول، څوک د فحشا مرکزونه ساتي او څوک هم د کپیټالېستانو په څېر ښارونه او ماڼۍ جوړوي چې له ژوند څخه "لذت" واخلي، د جنت قبالې خو یې هسې هم له پنجاب څخه راوړې دي۔ د دوی له کورونو څخه ډک شوي فلمونه ښیي چې اوس د دوی په ناستخونو (سالونونو) کې څوک د تفسیر درس نه لولي، بلکې د یوسل او پنځوس انچه تیلویزیوني پردو پر مخ د هالیووډ او بالیووډ فلمونه ګوري، له طلوع تېلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه د امریکایي ښځینه سندرغاړو کنسرتونو او نڅاوو ته په نرمو کوچونو کې ناکراره لټ پټ کېږي، د قطغن پردې یک او دو ته د ښار له عصري نڅاګرو او فاحشو سره جیګر تازه کوي او یا هم د آریانا سعید، سیتا قاسمي او ۔۔۔ د سندرو په بدرګه ویده کېږي، خوامخوا به ځینې بېدودۍ (استثناوې) پکې وي۔ ځوانان یې وپوښتئ چې کترینا کېف، شکیرا ریپول، هیفه وهبي، مریم فارس، ادېلې لوري بلو څوک، د کوم ځای او څو کلنې دي۔ له دې وروسته د اسلام تاریخ پرېږدئ، خو د خپل وطن د تاریخ په اړه یې وپوښتئ چې څه وایي۔ د وودکا، جاني واکر، بیجیم، ۹۶، شتو دو بوکستل او ۔ ۔ ۔ په اړه تر مالوماتو ورکولو څخه پټه خوله ښه ترا ده۔ له بده مرغه چې کلیوال طالب سرتېري به یو څه موده وروسته د یوې بلې توطئې ښکار شوي وي چې هغوی به بیا په خپل وار د یوې نوې اسلامي ټولنې خوبونه ویني او شته اسلامي ټولنې او د دوی ارزښتونه به د لېنېن له دوکتورینو سره سم د لوېدیز امرپیالېزم او کپیټالیزم لپاره تر پښو لاندې کوي۔