که دا موضوع ثابته شي نو يوه ډله به هم د نورو خلاف نوره جګړه ونه کړي.
ددې سپيناوي لپاره مونږ له منطق, قران او حديثو سره له اسلامي تاريخ ګټه اخلوو.

منطق:
که چېرې په ځمکه کې د الله کوم دفتر وی نو دری واړه به هلته ورغلي وو. که الله خپله هلته تشريف نه راوړي نو يوه ملايکه خو يې هلته را استولی شوی. د داعش, تالب او دولت استاځيو به غوښتنه کړې وه چې زمونږ مخکې يو ټېلر موټر اوچت کړه او هوا کې يې ودروه بيا يې ځمکې ته را کښته کړه نو پوه به شو چې ملايکه يې. بيا مونږ ته سپيانوی وکړه چې د چا اسلام په حقه دی. شيعه, سني, عيسوي, يهود او هندو به هم په خپل نوبت ورغلي وو چې د چا دين سم دی. پدې توګه به يو خدای او يو ډول د دين وی. د دين د ننه به هم اختلاف ختم و. د محمد له مړينې وروسته د مسلمانانو اکثره جګړې خپل منځي دي چې د محمد له جنازې او امير ټاکلو را پيل شوې. علي او عايشه چې د محمد تر روزنې لاندې لوی شوي وو د جمل جګړه وکړه چې پينځه زره تنه د د دواړو خواوړ پکې ووژل شول. عثمان نور قرانونه وسوځول او کوم يو چې دده خوښ و هغه يې سره ترتيب کړ. دده مخالفينو په همدې دليل دی ووژلو. دده وژلو بيا نوره لانجه جوړه کړه. د همدې لانجو له کبله د شيعه او سني لانجه را پېښه شوه چې تر نن پورې روانه ده.

د محمد له مړينې وروسته اختلاف هم دده کورنۍ مسله وه. همدا زومان, مېرمن او خسران يې سره وران شول.
په هر ترتيب دا چې د خدای دفتر نشته او که وی هم دوی دا مسله نشوی حل کولی. ځکه د قران د ننه هم يو ايت د بل خلاف دی. حديثونه يو د بل ضد دي. اسلامي تاريخ کې مختلف روايات دي. ملايکې هم دا مسله نشي حل کولی. خپله د الله تر وس هم تېره ده. که دده په وس پوره وی د عايشې او علي اختلاف به يې حل کړی و. جبراييل خو بېکاره دی. دغه جرګې به يې کولې.

هره کمپنۍ چې يو توليد جوړ کړي نو د مشکل په صورت کې د دوی د مرکزي يا فرعي دفتر سره اړيکه نيولی شې چې دوی ستا پوښتنه ځوابوي. که څه مشکل وي خپل توليد نوی کوي او زوړ مال ټولوي.
مونږ هم هيله لرو چې الله همداسې يو دفتر ولري هلته پکې ملايکه ناسته وي. دا چې داسې څه نشته اړ يوو منطق وکاروو.

دولت :
د مکې اسلام غواړي. هلته د محمد سره ټول اتيا تنه مسلمانان وو. ده جګړه نشوی کړی . ځکه خو دده دين د قتل دين نه و. اګرچې د نورو د خدايانو توهين يې کولو او د هغوی بتان يې ماتول. قريشو بيا هم دی ونه وژلو . ديارلس کاله ډېر وخت و چې دی يې وژلی وی. دولت په دې اند دی چې د اسلام د عباداتو برخه دې هم وي او د دنيوي ژوند اجازه دې هم وي تر څو د نړيوالو مرسته جريان ولري. که د لاس پرې کول, سنګسار, ښځې په کورو کې کېنول او ټولټاکنې نه کول ; پلي کړي نړيوال نه مرسته کوي نه يې په رسميت پېژني. دا شپږ لکه نظامي او ملکي مامورين به معاش ونه لري. چې د هر مامور پينځه تنه کورنۍ وي نو دری ميليونه تنه افغانان په معاش ژوند کوي. دوی چې د کور لپاره سودا کوي د دوه ميليونو نورو افغانانو کار هم ورسره جوړ شو. دولت پروژې شرکتونو ته ورکوي په لکونو هلته په کار بوخت دي. د دولت دا کار چې سل سلنه اسلام نه پلي کوي منطقي او انساني دی خو سوچه اسلامي ندی. اسلام کې دا مهمه نده چې څومره کسانو ته دندې او کاروبار شته که نه. اسلام کې دا مهمه ده چې ټول شريعت پلی شي. په همدې دليل يو وخت مجاهد د دولت خلاف جنګېده او اوس تالب او داعش جګړه کوي. که طالب او داعش له منطق کار واخلي او اسلام په نظر کې ونه نيسي نو د دولت پاليسي به تاييد کړي. لاکن پوره اسلام داعش او تالب اړباسي چې جګړه وکړي.

تالب:
دوی اسلام پوره پلی کړی و او غواړي يې پوره يې پلی کړي. لاکن د اسلام له څو نورو برخو مخ اړوي. لومړی دا چې اسلام کې سرحد نشته. تالب وايي چې يواځې افغانستان کې شريعت پلی کوي. هېوادونه يا نېشن ستېتس په قومونو جوړ دي. اسلام کې د قوم په اساس هېواد نشته. لوی خلافت به جوړوې او يو خليفه به لري چې قريش به وي. تالبان قريش ندي. اسلام لومړی په مدينه کې د هجرت په سيمه کې پلی شو. تالب په پاکستان کې اسلام نه پلی کوي او د اسلام لپاره هلته جګړه نه کوي. دوی حتا د هيرا مندوي خلاف هم څه نه کوي. تالب د پاکستاني تالبانو سره مرسته نه کوله کومو چې هلته شريعت غوښت. د حقاني افراد د پاکستاني پوځ او پاکستاني طالبانو تر مينځ ولوېدل. پاکستاني تالب ته يې لاره نه ورکوله چې پاکستاني پوځيان ووژني. تر دې چې پاکستاني پوځ عمليات پيل کړل حقاني شبکې په پټه د پوځ سره همکاري پيل کړه.

د تالب مشران په کراچۍ کې بنګلې اخلي او هلته تجارتونه کوي. خپلې لورانې او زامن پاکستاني کالجونو ته استوي خو افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړي. لڼډه دا چې تالب هم په سوچه اسلام ندی برابر. په همدې دليل داعش د دوی خلاف جګړه کوي. يو خو د تالب عقايد د دېوبند د هندي مولايانو او امام ابو حنيفه عقايد دي چې اکثره شرکي عقايد دي. په همدې دليل دوی هم سوچه مسلمانان نه راوځي.
داعش :
د دوی عقايد سوچه اسلامي عقايد دي. دوی خلافت غواوي. امير قريشي و. په اسلامي علم کې يې دکتورا اخيستې وه چې د تالبانو تر اميرانو يې پوهه ډېره وه. نوي امير به يې هم همداسې وي. داعش د اسلامي ټول احکام لکه ښځې وينځې کول, لاس پرې کول, سنګسار, لواطت کونکی له لوړ تعمير کښته را اچول او نور پلي کړل. دوی بت پرستي (زيارت پرستي) که د پيغمبرانو قبرونه هم وو ړنګ کړل. تالب خو اوس هم قندهار کې د محمد چپنې ته ژاړي. دا شرک دی. که د اعش خلافت راشي دا چپنه به دوړه کړي.
البته داعش ته اوسه په پاکستان کې د پاکستاني پوځ خلاف جګړه نده پيل کړې . دا پوښتنې را پورته کوي چې د پاکستاني جنرالانو خلاف دوی ولې چوپ دي !
خلافت خو په ټولو ولاياتو کې پکار دی. خلافت کې هر هېواد يو ولايت دی. که داعش هلته عمليات نه کوي بيا دا شک پيدا کېږي چې داعش د پاکستاني پوځ تر لاس لاندې يوه ډله ده چې يو نيم تالب پرې وژني او هغه عمليات چې ډېر ملکي افغانان پکې ووژل شي د تالب په ځای يې دوی ته مسوليت منلو امر کوي. د کابل په بګراميو کې د حقاني او داعش د ګډ مرکز شتون هم دا شک قوي کوي چې داعش د پنجابي پوځ تر امر لاندې دی. داعش بايد ثابته کړي چې داسې ندی.

پاکستاني پوځي مشران يا ملحدين دي يا دين نه مني. د دوی تر سيوري لاندې د تالب او داعش مذهبي سوچ خپله معنا له لاسه ورکوي.ځکه د ملحد تر امر لاندې جګړه پدې معنا ده چې دوی د خپلو سياسيو موخو لپاره دا مذهبي ډلې کاروي .

بيا هم يو ځل منطق :
په مجردې چې څوک ووايي خدای فرمايلي . . .
دلته دوکه پيل شي. ځکه اديان ادعا کوي چې خدای ماده نده. چې ماده نه وي د مادې خواص او صفات هم نه شي لرلی. خبرې کول ژبې, خولې, ستونوي, د غږ تارونو, مغز, کلمو, خوراک, څښاک . . ته اړتيا لري چې خبرې کول ممکن شي. پرته له دې خبرې نا ممکنې دي. دا هر څه په مادي چاپېريال کې ممکن دي . خبرې کونکی هم بايد ماده اوسي. کله چې خدای ماده نه بولې بيا خدای ته منسوبې ټولې خبرې انساني دي. د انسان د خولې کلام دی خو ددې لپاره چې ومنل شي خدای ته يې منسوب کړی. هر چا چې دين جوړ کړی خدای ته يې د هغې ژبې کلام منسوب کړی. قران, تورات, انجيل او ګيتا د انسانانو د خولو او مغزو راوتلي کلامونه دي. انساني غصه او کيسه پکې ځای په ځای شوې. دې کيسو کې غلطۍ دي. که خدای وي هغه غلط کېدلی نشي. پخوانيو انسانو سوچ کولو چې ځمکه د جهان مرکز دی. دوی ته جهان هم ځمکه, سپوږمۍ او لمر ښکارېدل. دا نور ستوري يې واړه بلل. قران کې ېې ستوري شيطان پسې راکټونه بللي. بل ځای يې د اسمان د دېکورېشن لپاره ډولي شيان بللي. قران کې راځي چې لومړی مو ځمکه جوړه کړه بيا اسمانونه او ستوري. دا روڼ ساينسي حقيقت دی چې کله ستوري وچوي د ستورو د چاودنې سره له هېليم او نور عناصر جوړ او بيا هره خوا خپاره شي. د خپرو شويو ورېځو يې د څو مېليارده کلونو په پايله کې سيارې لکه ځمکه او مريخ جوړ شي. که کوم خدای وی نو اول بايد ماده وی د جهان د ننه وی او معلومات يې دقيق وی نه د پخوانيو انسانانو اندونه. د نارينه سپرم يا تخم خوټو کې جوړېږي خو قران کې ليکل شوي د انسان له ملا راوځي. قران د فکر مرکز زړه بولي پداسې حال کې چې مغز دی .د ښځې تخمه له تخمدان راوځي خو قران وايي له سينې راوځي. که کوم خدای وي هغه بايد ماده وی چې وجود يې ممکن وی او خبرې يې ممکنې وی بيا به دده پوهه د انسان د اناتومي په هکله دقيقه وه. داسې په لسګونو نورې بېلګې هم شته چې دا ثابتوي چې د اديانو کتابونه د کتاب د ليکوال د وخت او دده نه مخکې زمانې د خلکو افکار دي. هېڅ پکې نوي نشته.
پايله :
دينونه د انسانانو د ذهنونو زېږنده ده. دولت , داعش او طالب دری واړه په لږ او ډېر اسلام دوکه شوي. دوی هر يو بايد د خپل منطق په اساس سوچ وکړي. خپل منطق د پارلمان له لارې بيان کړي. د نن عصر سره د انسانانو د مشکلاتو د حل په هکله پلان ولري. د محمد,عيسی او موسی د زمانو په سوچونو د نن عصر مسايل چې د انسانانو شمېر ډېر شوی نه حل کېږي. جنت, دوزخ او بيا ژوند نشته. نو همدې ځمکه کې همدا يو ژوند ښه وکړی. خپله ژوند وکړی او نور ژوند کولو ته پرېږدی.
پاکستاني جنرالانو او کرنېلان د خپل حرص غلامانان دي. دوی د خپل قدرت او عشرت لپاره دين کاروي. خپله پرې باور نه لري.

دا چې د طبيعت په ټولو رازونو لا نه يوو پوه ددې مطلب دا ندی چې خپله ناپوهي په خدای جوړونه پټه کړو. خدای د انسان د ناپوهۍ او بې وسۍ زېږنده دی. خو نه يې انسان پوه کړ نه يې کوم مشکل ور حل کړ. نړيوالو د داعش او تالب د وژلو لپاره په ميلياردو دالر ولګول. داعش او تالب هم په لکونو تنه خپل ملګري قرباني کړل. لاکن نه نړيوالو او نه اسلامي جنګي ډلو يو لوی کانفرانس جوړ کړ چې ايا خدای ممکن دی که ندی, ادرس يې شته کنه, انسان د خدای خلقت دی که خدای د انساني ذهن خلقت دی.

اکثره مذهبي تندلاري غريب دي. دوی جذباني دي. دوی د سياستونو خاشاک دي. د دوی ضرر هم خپله غريب ته دی. تالبه او داعشه پام دې وي چې افغان حکومت کې سزا د اتيست لپاره شل کاله قيد دی!
که تاسې تشدد ختم کړی او اتيستان هم شی د افغان حکومت د ننه د بيان داسې ازادي نه لری. چې دولت نه وي ولس مو فرخنده کوي. نو که مو په کيسه سر خلاص شو چوپ پاتې شی. هغه افغان چې تر ننه ستاسې د اسلام په اساس د قتل وړ دی هغه به هم تاسې د اتيست په نامه تحمل نه کړي. نو لانجه خورا ژوره ده. امريکا کې چې عيسوی نه وې او په خدای باور ونه لرې ولسمشر کېدی نشې.
دين هغه مافيايي سېستم دی چې زمونږ او تاسې والدين يې هم غړي دي. چې پيدا شو دوی مو پکې شامولوي. وروسته مو ټولنه نور هم ور ټېل وهي. شخصي احساسات او د ژوند مشکلات مو نور هم پکې د ننه کړي. بيا چې که سوچه دين پلی کوې هم دې وژني او که دين خوشي کوې هم دې وژني!

زما مه منی. مطالعه وکړئ. قران په ژباړه ولولی. سوچ پکې وکړئ. لږ ساينس ولولی چې حقيقت څه دی. هغه کتابونه چې په دين يې نقد کړی هغه ولولئ. په يوتيوب کې د هغه مولايانو او داعيانو خبرې واوری چې پخوا ديني عالمان وو.

https://youtu.be/DxznDtS_sJw
دغه ويديو کې حامد عبدالصمد د يوه مصري امام زوی دی خپله دی حافظ د قران او پراخه ديني مطالعه لري. ورسره عبدالله سمير دی چې پخوانی اسلامي مبلغ دی. دوی تاييدوي چې اسلام انسانانو جوړ کړی.

د اياز نظامي کتاب " قران کې مصنفين" ولوی. اياز نظامي اوس د کراچۍ يوه بندي خانه کې بندي دی. دی د کراچۍ له مشهورې مدرسې په ممتازه درجه فارغ او عربي کې يې ماستري لرله.

پاکستاني اتيسو پوځيانو دغه اتيست ديني عالم ځکه بندي کړی چې بيا خو پاکستانی ولس په دين نشي روږدی ساتلی. بيا ولس هوښيارېږي. بيا خو له ولس حق غوښتونکی جوړېږي. د جنت په خيالي کيسو دوی نشي دوکه کولی. د دين دوکه داسې ده چې يو تن د يوه پير په دربار کې مريد شي نو مريد بايد د پير کرامت ومني. که پير پوه شو چې کوم مريد دد په دوکه پوه دی نور دا مريد بايد چوپ اوسي يا مړ شي. اوس وخت کې داعش او تالب مريدان دي. ولس د پير زيارت ته راتلونکی ولس دی. مزې ټولې د پير دي. پير نه غواړي ولس پوه شي. پدې مريدان کې زه په کيسه پوه يم. اوس دا نور مريدان غوږ کې وهم چې خلکو اصله کيسه نوره ده. که مو پير ته زور نه رسي دربار خوشي کړی. خپل وجدان ته به نه وی پړه. له دربار بهر شی او چغې کړی چې يې جو پير هي اېس کې پيچې دو نمبر کا کاروبار هې. که چغې نشې وهلی ځانونه پوه کړی. د پير لياره قتل مه کوئ. جنت او دوزخ تش تصور دی. ستا غوندې جذباتي مريد لپاره حقيقت دی خو د پير لپاره د دوکه کولو اسانه وسيله ده.