ویل کیږی چې د ابو علی سینا ۱۰۳۷ م کال کې زوی وفات شو یوه دوست یې پوښتنه وکړه چې د مرګ سبب یې څه وه ؟ هغه وویل چې ما تراوسه دهغه دژوند لامل معلوم کړی نه وه نو دمرګ په برخه کې یی څه ووایم ؟
احصایه څه وایې؟ څلویښت کا له ډیر وخت دی تاریخ وا یی داکړکیچ لاهم ګونګ بریښی ، استعمار او ارتجاع دواړه د افراطی چبیانو په لوز یودبل کلک انډیوالان او خدمت کې دی .د ښه اوبد توپیر نشی کېدای .کلونه وخی تباهی او بربادۍ بیدریغه پکې روانې دی هیڅوک خپله ملامته او نا غيړی نه منی د خاینو تنور ګرم او زغالی ورولی په څلوېښتو کلونو کی موږ دیووالی عطف دخل پیدا نه کړ هرڅوک تکرارشوی تکرار ازمایی اوپه پرون کې نښتی دی نن ته نه راوخی .موږ اصلا دوچ سیاست په لومه کې پاتې ولس یو د رښتیا نیوکې زور نه لرو او نه خپله کومه طرحه لرو دنړۍ هېوادونه ، داروپا شیطانه اتحادیه ،دملګرو ملتو جاسوسان دلته څه کوی ؟ داترانه سړه نه شوه احساساتی خو له بده مرغه خینو کسانو ته بین الافغانی نوم یو قاموس دی او دکړکېچ په دې اوږده لاره او لنډو مزلو کې مطلق ناکام پاتې د ی خو بیاهم قدرت خپل خان ته ارثی ګڼې خلیل زاد خپل ګونګ اوپڅ مهارت وچلاوه کور په کوروګرځېده ، واړه جنګ سا لاران یی نورهم وپړسول.خلیل زاد سولې ته د اسلا می او افغان فرهنګ له بعده نشی کتلی خکه پوهه اومهارت یې نه لری یوازې دامریکایی سیاست له لیدو او ضوابطو نه دې بیوزلی ولس ته ګوری هغه هم ډیر پڅ او کونډ!
زموږ فرهنګ کې دا دود له پخوا پاتې دی چې یوڅوک څنګه ډیر و پېژندل شی ولو که هیڅ یې هم له واکه پوره نه وی او یایې هیڅ هم کړی نه وی! یوازی لقب ، لاف ،او با ټ ته ډېر خوښ وی خوځینو واقعا فی سبیل الله کار وکړ او اخلاقی قربانۍ یې ورکړلې چې د هر ډلې او ګروپ په پرتله د سالمې جهان بینی خاوندان دی خو دولت یې د منلو،جذبولو ظرفیت او کفایت نه لری .

د زلمی خلیل زاد بېړنۍ غوښ تنې:

د امریکې ځانګړی استازی تل دیوه لوړ بریالیتوب په هڅه کې دی. هغه ته ټپی افغانستان مهم نه دی بلکې دهغه شخصی زړه ستراتژی او تګلاری ځکه یې یونیم کال یې دروازې وټکولې اوهمدارنګه هېواد په هېواد وګرځید او سیاسي چڼې یی ووهلې . دغه هلې ځلې لامل شوې چې د طالبانو او مریکایانوتر منځ هوکړه لیک د فبروری په ۲۹/۲۰ لاس لیک شی .داد ې پخوانی سفیر خلیل دهلو خلو ، منډ و او ترړو لویه لاس ته راوړنه ده .اوس د مرور بغاوتګر کړکیچ هم پای ته ورسید او هوکړه لیک له خطره ووت .خو بیاهم که دغه لوری ژر ترژره په جوړجاړی بریالی نه شی بین الا فغانی مذاکرات نه پیل کیږی .طالبا ن مجبور دی چې له وخت ڼه په ګټه اخیستو سره خپل قدرت نه کارواخلی او بهرنۍ او کورنۍ ستراتژۍ ته چې زمانی اوتاریخی اهمیت لری جدی پاملرنه وکړی .
خلیل زاد په دې هڅه کې دی چې څنګه دې څلویښت ۴۰ کلن کړکېچ ته دپاي ټکي کیږدی او دامریکې جمهوری غوښتونکواوپه تیره بیا د دونالد ترمپ معتبره جایزه تر لاسه کړی او افغا نانوته هم دیوه «اتل» په نوم پاتې شی دغه زوړ چال باز ماهر د خپل بډ ...بډ او کهنه پیخ سیاست پوهنې په لړ کې دڼړیوالې جایزې په انتظار کې دی.
خلیل زاد کوښښ کوی چې ژرترژره د افغانستان د کورنیو لانجو واوره له بامو لیرې کړی استازی وټاکی د بین الا فغانی مذاکراتو لپاره لاره هواره کړی چې دامریکې او طالبانو دسولې لپاره زمینه برابره شی ځینې سرچینې وایی چې خلیل زاد له نورو سیاسی رهبرانو نه یې ددوه میاشتو وخت غوښتنه کړې ده امریکایان ظاهرا غواړی چې د سولې ځنځیر دغنی په لاس کې وی اما دغنی مخالفینو نه ده منلی غنی دخپلو مخالفینو ډله زیاته کړې ده طالبان هم نه غواړی چې غنی سره خبرو اترو ته کینی خو دغه دول تګلاره دافغانستان زعامت ته زیان رسوی.

ثبات اوهمګرایی څه غوښتل؟
چې برخلاف نه ثبات ورسره ملګری دی او نه همګرایی .ټول وړاندیزونه یې نا سم ثابت کړل سهاريې یوڅه مازیګر بل څه ویل . کار پوهان په دې باور دی چې اشرف غنی بی له هر ډول خنډ کولای شی چې خپل سیالان له صحنې لیرې کړی خکه په ولایاتو او مرکزونو کې یې دا ثابته کړه تاسې ولیدل چې دامریکې استازو ته یې د سره خط ګواښ وکړاو ویې ویل چې «دافغانستان خلکو او ارګ» څخه دې یووټاکی .
ثبات او همګرایی د ټاکنو له منځه وړلو کې ډیر کوښښ وکړاو دپراخه حکومت دتشکیل او سولې نارې سورې یې ووهلې ‎ دغنی بقایې دسولې په هکله منفی وګڼله او هره لوبه یې وکړله.دوی وویل چې موږ دغنی سره په قدرت کی پنخه کلنه کاری تجربه لروخوادا یی ونه ویل چې موږ څه کړی اوڅه کولا ی شو ؟ هرډول تفاهم او جوړجاړی له غنی سره بې پایلې ده. د اودولا اودولا غوښتنه داوه چې د ټاکنوپایله بیخی لغوه وګنی او د سولې بهیرد ملی وحدت حکومت او سیاسی احزابو مدیریت دی .دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یې هم وژړل هر لو به یی وکړه او دنړۍ له شرمه یې هم سترګې پټې کړی.دقدرت تږی یی شاته شوم ښکاری.
شرم دی افسوس دی په دې تصمیم اوناوړه تد بیر سره
عجیبه نه ده چې وا یو یوشی اوعمل په هر سازش کیږی


دولت ساز څه غو ښتل ؟

غنی تر اوسه هره برنامه بې له هر ډول بندش نه عملی کړلې،چې دغه کارد اعتماد په نفس له حاکمتوب سره مرسته کړېده چې دې کار د نړیوالې تولنې مخالفت او دمعترضینو خبرداری دټا کنو پایلی د اعلانیدو تصمیم ورکړ.د محقق افترا او درواغو هم کار ورنه کړاو د دوستم ټپوس د بندی کیدلودوه میاشتنۍ موده او هاهها هم محاسباتی اشتباه وه.
اوس دولت سازه ډله په دوه لاری کې راګیر پآتې ده هر ډول شاته ګرخېدل یو جنجال او مخ ته تګ بل غنی ته دیر ګران تمامیږی په واقعیت کې ارګ: ر یاست جمهوری چې نارې یې وهلې اود سهامی شرکت د څېرو مدعی وه چې یو شمېر څېرې به له صحنې لیرې کړی هغه ترې پاتې خو اوس خپله دام کې نښتی .
دغنی ایده ال طرحه داوه چې دتحلیف مراسم په هر صورت برخای کړی چې ویې کړل او بیا دقدرت واګی لاس کې واخلی او دطالبانو مصاف ته لاره پرانیزی. غنی په صراحت وایی چې دسولې خبرې اترې دحکومت درهبری لاندی مشروطی دی .حال داچې کورنۍ معضلې او کشالې پر خای پاتې دی . ظاهرا دامریکا متحده ایالات کوښښ کوی چې داشرف غنی ډله دسولې او نظام به خبرو اترو کې یوازې برخه ولری .

لواطت او حماقت یی هرچا ته له ځناور خنزیر اخوا خبره ده
دا معماد ملی وحدت اسلامی حکومت کې څنګه منل کیږ ی

پایله:
دغه دول وضعیت کې خطر دیر دی .هزینه او مصارف دنظام د بقا دتضمین لپاره ،دکړکېچ هر اړخیزه کورنی او بهړنی ابعاد ،دملی وحدت دادارې دوسریتوب ا و بغاوته کونکی سره ددقدرت تکراری وېش ،دهمدې بغاوت کونکی ملګرو ته زمینه سازی لکه : خورد ضابط دوستم ګلم جم ته مارشالی، کریم خلیلی ، او محمد محقق بې سیاستی ښیی.

دخبرو اتروهیت و استازی باید څوک وي؟ دحکومتی استازو ترکیب ،سیاسی احزاب ، قومی مخور ، نامتو او متنفذ شخصیتونه