. د پښتو ژبې د نړۍ والې ورځې په مناسبت
د کوچنيانو لپاره د پښتو الفبې د تورو منظومه

د مور د سترګو توره ځه! (الف) او (ب) زده کړه
بلا دې واخلم (پ) او (ت) ورسره (ټ) زده کړه

بيکه دې واخله هله ژر کوه ناوخته شوله
مکتب ته لاړ شه! (ث) او (ج)، (چ) (ح) او (خ) زده کړه

کتاب دې پرانيزه! (څ) (ځ)، (د) (ډ) او (‌ذ) ووايه
معلم ته کېنه! (ر) او (ړ)، (ز) (ژ) او (ږ) زده کړه

د زړګي سره (س) او (ش) هم پښتو (ښ) حفظ کړه
هم په ښه توګه (ص) او (ض) هم (ط) او (ظ) زده کړه

د (ع) او (غ) ، (ف) (ق) او (ک) په تورو فکر وکړه
(ګ) (ل) (م) (ن) او ورسره (ڼ) (و) او (ه) زده کړه

بې ټکو نرمه يا مفرد او مذکره (ی) ده
لکه (سپن ږيری، لوی، سړی) ډېرې کيسې زده کړه

د نارينه جمع نومونو په اخر کې راځي
دوه ټکي څنګ په څنګ لري څرګنده (ي) زده کړه

له اوږدې (ې) لاندې دوه ټکي لاندې باندې کېږده
(ښکلې، خوږې او نورې داسې کلمې) زده کړه

د ښځينه نومونو پای کې لکۍ واله (ۍ) وي
(نجلۍ، غوټۍ، سپوږمۍ) په توګه د بېلګې زده کړه

په وکړئ! مه کړئ! څه شوئ؟ څه کړئ؟ لاړ شئ! راشئ! کې
زورکي واله (ئ) کارېږي، دا قاعدې زده کړه

چې توري وپېژنې او زده کړې ليکل او لوستل
له شيرين زوی ځنې بيا نورې طريقې زده کړه