د استرالیا حکومت وایي د لویې نړیوالې امنیتي شبکې په همکارۍ او د پلټنې د نوي سیستم په مرسته یې استرالیا ته د ۲۰ شکمنو ترهګرو د داخلیدو څخه مخنیوی کړې.

دغه کسانو په مختلفو هیوادونو کې د استرالیا د سیاحت او سوداګرۍ ویزو لپاره درخواستونه وړاندې کړي ول، تر څو له دغه لارې استرالیا ته د خپلو موخو د پوره کولو لپاره داخل شي.

یاد حکومت وایي د پلټنې په نوي سیستم کې د ټولو هغو کسانو بایومیتریکي معلومات اخیستل کیږي چې د دغه هیواد د ویزې ترلاسه کولو لپاره درخواست کوي او بیا دغه معلومات د متحده ایالاتو د شکمنو او مشهورو ترهګرو د څار لیست سره پرتله کوي.

همداراز په ۲۰۱۶ کې هم د استرالیا حکومت د ۹۵۰ درخواست کوونکو بایومیتریکي معلومات متحده ایالاتو ته استولي وو، چې په هغه کې هم ۱۴ تنه مشکوک ترهګر په ګوته شوي وو.

د استرالیا د استخباراتو یوه لوړ پوړې سرچینه وایي، "د بشري پروګرامونو له لارې چې کوم کډوال استرالیا ته راځي، هغه هم د دغه نوي سیستم په واسطه کتل کیږي."

هغه وویل، "د ۲۰۱۷ کال له پیل څخه تراوسه د دغه نوي سیستم په مرسته د استرالیا حکومت د ۵۰۰ شکمنو عراقي او سوډاني وګړو د راتګ څخه مخنیوی کړې چې د کډوالو د بشري پروګرامونو له لارې استرالیا ته راتلل خو بایومیتریکي معلوماتو د متحده ایالاتو د څار لیست کې دغه کسان شکمن ښودلي ول.