دجهاد په دوران کې زموږ ډیر لایق عالمان او دانشمندان بهر ته مهاجر شول او د کمونیستانو پر ضد یی جهاد پیل کړ. زیاتره دوی دهیواد نامتو او مشهور عالمان او لایق اهل خبره و. کال ۱۳۸۱کې د امریکا له راتګ وروسته دافغانستان دولت یو شمیر دهغوی را دعوت کړل، خو دیو شمیر یی هغه مزه نه وه پاتی. بیا یی دهغوی د تخلص له مخی د دوی اولادونه راوغوښتل یو شمیرو یی ډیر عالی خدمات وکړل واقعاً په دین او وطن مین خلک و کور یی آباد. د ډاکتر سعید افغانی اولادونه ډیر تکړه خلک دی، د خان زمانخان کونړی نه تکړه اولادونه پاتی دی، دالفت زوی نر سړی و، دمهاجرو غمخور و، د وزیر عدلیه شمس الدین مجروح زوی عالم شخص و. دغه وزیر صاحب زما یادیږی، عجب اخلاقی او عالم دین او عالم سیاست سړی و د کونړ سیدانو نه و. خو دهغو له جملی یو څو یی چندان د کار نه و، یو به یی د مرحوم حسن کاکړ زوی یاد کړم چی ده ته غټو موسسو او چوکیو کی د پلار په اعبتارکار ورکړل شو خو هغه څه چی ده د عیاشی له وجی په یو خارجی سفر کې وکړل ټول افغانستان یی وشرماو. راځی جرات وکړو شهامت په خرچ واچوو حقایق بیان کړو ترڅو نور پند واخلی شف شف نه شفتالو. سمه ده چی موږ باید دخپلو ښو خلکو صفتونه وکړو او بد یاد نکړو او چا چی شرمنده ګی کړی شرم یی پټ کړو، خو ترڅو؟ راځی ډیر نه یوه دوه به ووایو چی د نورو لپاره پند او زموږ ددولت نیک نیت او خلوص تر سوال لاندی نشی. یو دکاکړ زوی و. قصه یی ټولو ته معلومه ده، خو پخپله کاکړ صیب هم یو دوه اشتباهات کړی و، ده خپل کتاب کې دانګریزانو شکست بل رقم تشریح کړی او د کابل یخنی بهانه کړی او دغازی امان الله رول ته یی په سپکه او سرسری کتلی دی. ممکن هغه دا کار قصدی نه وی کړی، خو یوشمیر خلک یی خپه کړل. موږ د غازی امان الله په کارنامو ویاو او خپله سیمه کی دده له خوا جوړ شوی طاق ظفر له ځانه هم ښه ساتو ورباندی فخر کوو، خو د خوشحالی خبر داده چی جناب دوکتور عبدالرحمن زمانی د کاکړ مناسب ځواب ورکړی او یو پوره کتاب یی د کاکړ په بی خبری یا قصدی تحریف لیکلی. بل مثال یی د صدیق الله رشتین لمسی ده په تی وی کې خبر نشر شو چی د وزارت صحیه دری معینان لری شول. یوه پکی د ماموسی په نوم وه چې موږ د پغمان خلکو ورته د کلنیک په حقله پیشنهاد وروړی و، دی په ډیر کبر رد ځواب ورکړ. دغه ښځې شوروی کی تربیه اخیستی او د نجیب له نسکوریدو سره سم یی پلارمور او نیکه(صدیق الله رشتین) په منډه پیښور ته راغلل. موږ په مردان کی و. بیا دغه ماموسی یوه پاکستانی خپله ښځه کړه. صدیق الله ته هلته ښه کور برابر شو هغه نازونعمت چی افغانستان کی ده ته برابرو او لورته یی شوروی کی برابرو دا ځل دلته پاکستان کی ورته برابرشو. د صدیق الله په هکله ویل کیدل چی ده ته ظاهر شاه د پشتو کورسونو دنده ورکړه او فرمان ی ورکړ چی کوم مامور د پشتو کورس نه فارغ نه وی منفک کیږی،خو صدیق الله په پنځوس ظاهرشاهی افغانیو دکورس شهادتنامی خرڅولی، زموږ یو پغمانی چې وزارت مالیه کی مامور وقسم ورته کړی و چې زه پشتون یم کورس ته ضرورت نلرم خو له هغه یی هم پنځوس ظاهرشاهی اخیستی، هغه مدیر صاحب څو کاله مخکی په حق رسیدلی. کله چی موږ سره ماموسی بد چلند وکړ د د ی نیکه رایادشوچې رشتخور و. د دغی معینی مور شوروی کی د فولاد کلک شو په نوم کتاب ترجمه کړی او داکتری ی ورکړی چی دلینن صفتونه ی کړی دی. محترم حبیب الله رفیع وروسته تراسلامی انقلاب له روسیی راغلی ټول کتابونه کتل یو یی هم نه غورځاو،دروسی لیکوال نفتوخالین کتاب یی هم وکوت او دصدیق الله رشتین دلور دغه کتاب ی ولید ډیراافسوس یې وکړ. د صدیق الله په حقله ع.ش.رشاد، م.هوتک. او م.ا.ز هم بد نظر لری محمود حبیبی هم بد ګڼلو، ده ظاهرشا ته تملق کاو د پاکستان د خوشالی لپاره یی پښتو رسمی نه کړه ملی یی کړه چی د پیشاور پشتانه له دغی ژبی محروم شول، یعنی د پشتو هسی په نوم ملی کول یوه دوکه وه چی د ډیرو نورو ژبو دحساسیت لامل شو خو پشتو ته ی د ګټی پرځای تاوان وکړ او دده پنځوس روپګی رشوت نوره هم خبره خرابه کړه. دپشتو له ملی کولوممکن دده نیت ښه و، خو تر ګټی یی تاوان زیات شو. اوس دری اوپښتو دواړه رسمی دی، او ویل کیږی چی هیڅ کلتوری پدیده ملی نه، بلکه زیاتره جهانی دی، البته بعضی محلی زبی هر هیواد کی شته، لکه پشه یی یا نورستان او بدخشان کی . څه موده مخکی افراسیاب خټک په زغرده وویل چی پشتو اوفارسی دواړه زموږ د همسایه دوست هیواد رسمی ژبی دی، هغه تل د یوې لویی ژبی صرف ملی کول ندی منلی چی دوه دری هیوادونو کی ورباندی خبری کیږی له پاکستان ، سوات، نه نیولی تر مزار کندهار او تر کشمیر پوری. یووخت راج ولیشا خټک د پښتو اکیډمی مشر دا ګیله وکړه چی تاسو فقط پشتو افغانستان ته منحصر کړه او موږ مو خفه کړو یو چاوویل چی دی کی دپاکستان لاس و، نه پوهیږو چی د ماموسی نیکه له یوی خوا لور روسی ته لیږلی وه له بلی خوا یی پاکستان سره دلچسپي وه.؟
اوس یو شمیر خلکو په دولت انتقاد شروع کړ چی ولی یی دی حساس وخت کی ماموسی او معینان نور لری کړه؟
دوی باید پوه شی چی دولت دخکلو په وړاندی مسئولیت لری او مسوولانه چلند کوی. د اوسنی دولت هیڅ اقدام غلط ندی، خو استفاده جو خلکو زموږ ددولت نوم بد کړی دی. زه دوی ته وایم چی هغه موږ پیزنو چی ښه ښځه نه وه، موږ د پغمان عرب هم جلال اباد (ثمر خیل نه تر شهر پوری) اباد یو او هم دلته پغمان کی کورونه لرو، نیم افغانستان پیژنو، ټولو سره ښه چلند کوو. ډیر ښه شو چی دغه ناشزه لری شوه. باید ښه ته ښه او بدکاره فاسد ته بد ووایو . موږ افسوس کوو چی صدیق الله خان هم خپل وخت کی دوکه شو او دا دی دده په کور کی داسی فاسده ښځه راووته چی له وزارته په سپکه وشړل شوه؟ دا زموږ بد بختی نده ؟ داسی ښکاری چی دوی پیسې ی وهلی، نو لری شول . ولی په داسی بد بخت وطن کی چی کرونا هم راغلی دغه ډول مجهول الهویت خلکو ته غټی چوکی ورکول کیږی لکه ماموسی او نور چی دحکومت نوم یی بد کړ؟
هدف می دا و چی نور باید دمشهورو خلکو په اولادو ونه غولیږو، لایقو غریب او غُربه ته موقع ورکړو، داسی اشتباه په عربستان او پاکستان کی هم شوی چی خاندانی نوم پسی ګرځیدل خو اولادونه پلرو غوندی نه و.
نوټ: زه تل په دری لیکم ژبه می ډیره دری (پارسی) ده، زموږ ډیر عرب دغسی دی، خو پشتو سره مینه لرم، نو که املایی او ګرامری غلطیانی لرم معاف کړی. په ډیر ادب او احترام – ا.ا.پ