د اپریل دوه ویشتمه دزمکې ورځ
(Apr.22) Earth Day :
بشریت د اوسیدو لپاره د ځمکی ایک یواځی یو غونډاری لري. خاوره د انسان د چاپیریال،اقتصاد، کلتور او ټول ژوند مهم عنصر دی. د ځمکی د غونډاری د همدغه ارزښت له مخی بشریت د ۱۹۷۰ م. کال څخه وروسته د کلیزو په پاڼو باندی یوه ورځ (د اپریل ۲۲ مه یا د ثور دوهمه) د ځمکی د ورځی په نوم ونوموله دا دزمکې ټول مفاهیم لکه خاوره، کرنیزه زمکه، دتولید عامل، داوسیدو زمکه، طبیعی ثروت، دبشریت ټاټوبی... رااخلی . د دغی نظریی مخکښ ګایلورد نلسن و. د دغې ورځې لمانځنه په دې موخه کیږی چی بشریت چاپیریال ساتنی، د خاوری ارزښت او د ځمکی استعمال ته ځیر کړي. وروسته تر دغه کال څخه دنفوس په ډیریدو، خوراکی توکو ته د اړتیا په زیاتیدو او د راز راز اقلیمی او چاپیریالی ستونزو په رامنځته کیدو او ډیریدو سره پوهان او څیړونکی نور هم د زمکی ارزښت ته ځیر او راز راز څیړنی او نړیوال مهم کنفرانسونه دایر شول او د زمکی په ښه ساتنه او ارزښت یې خبری وکړی، دبیلګی په توګه، په دې څیړونکو کی یوه بارباراوارډ Barbara Ward وه، چی د زمکې چاپیریال او چاپیریال مسایلو په اړه یی لیکنی اوژور علمی کار کړی دی. په ۱۹۶۶م. کال کې یې د خپلې یوې وینا په ترڅ کې د یواځې یوې ځمکې ( Only one Earth) اصطلاح په غوره کولو سره د نړۍ دسیاست پوهانو، اقتصادپوهانو او لنډه دا چې د ټولو نړیوالو او د ځمکې دکُرې د اوسیدونکو پام دزمکې ارزښت،موجودو ستونزو او معقولو اقتصادی تدابیرو ته راواړاو. هغېوویل چې بشریت فقط دزمکې همدا یو غونډاری لری اوبس Only one Earth!
په اقتصاد کې زمکه د پانګې، کار او مدیریت تر څنګ یو مهم تولیدی عامل دی، په تیره بیا د افغانستان په شان یوه داسې هیواد ته چې له یوې خوا یې کرنه مهم مسلط اقتتصادی سکتور او له بلې خوا کرنی ته مساعدې زمکې ډیرې لږ دی، دغه عامل حیاتی او ستراتیژیک اهمیت لري. په تیروشلوکلونو کې د بی کفایته حکومتونو، فساد، بی ظرفیته ادارو او معقولې پالیسۍ د نه لرلو له امله ډیرې غوره او کرنیزی خاوری له منځه تللی، یا سمه استفاده ور څخه نده شوې، یا هم تر نامناسب استعمال لاندې راغلی او یا هم خاوره له لاسه وتلي ده. حیرانوونکی خبره ده چې لا اوس هم د زمکو نهه ډوله استعمال نه دی تعریف اوتفکیک شوی او د هر استعمال حدود ندی ښودل شوي.
زمکه په ثابت مقدار سره موجوده ده چې په اندازه کې یې زیاتوالی هیڅ امکان نه لري،. په همدې خاطر دنړۍ په ټولو هیوادو کی په دې برخه کی ډیر محتاطانه پلانونه تطبیقیږی او د زمکو پالیسی د حکومتونو د کار یوه مهه برخه جوړوی. افغانان وایی چې موږ ته خپله خاوره ګرانه ده، خو واقعیتونه دا خبره نه تاییدوی، دوی هر کال ډیره زیاته اندازه ( په زرګونو ټنه) خاوره له لاسه ورکوی او په ساتنه او دفاع یې نه پوهیږی، له بلې خوا خاوری او زمکی ته تدبیر هم نه لری. تر دې هم خواشینوونکی خبره داده چې علمی بحثونو سره یې هم نااشنا یاستو او د کرنی وزارت، شهر سازی، اداره مستقل اراضي، چاپیریال ساتنې اداره او نور د زمکې او خاورو په هکله لازم مطالعات، پلانونه او د راتلونکې اټکلوونه نه لري.
په افغانستان کې د ۶۵ میلیون هکتاره ځمکی څخه یوازی ۸ میلیون هکتار ځمکه ( یا نږدی ۱۲ سلنه ) د کرنې وړ ده. دې ته ( arable land) وایي. نورې زیاتره سیمی غرونه او یا دښتي دي، چې هغه هم فوق العاده ارښت لري. موږ د ۲۶سیندونو او دوابولګول د شپږو حوزو په لرلو سره بایهم کرنیز زمکی نشو خړوبولای. د کورنیو جګړو څخه مخکی په هیواد کې د درې میلیونه هکتارو ځمکو د خړوبولو توان موجود و، اوس صرف دوه میلیونه هکتاره ځمکه تراوبو لاندی ده، یعنې آبي کښت ساحه کمه شوې، خو زیاته شوې نه ده، حال دا چې نفوس دوه برابره شوی دی !
متاسفانه په افغانستان کې له تیرو دیرشوکلونو رادېخوا کرنیزی ځمکې غصب او د غیر زراعتی استعمال لاندې راځي، له بلې خوا د ښارونو پرمختیاناانډوله، د ځمکې بیلابیل استعمالونه لکه زراعتی استعمال، تفریحی استعمال، خدماتی، ترانسپورتی، صنعتی، مسکونی او تجارتی ټول یو دبل سره ګډ شوي دی. متداخل استعمال یی هم بد مثال دی، په نتیجه کې لوی ناورین سره مخامخ یو اونتیجه دا شوه چې هم د ځمکې مقداری او هم غیر مقداری ارزشونه(محسوسې اونامحسوسې ګټې) او د ځمکې داستعمال موثریت له منځه ولاړ شي. باید داسې روښانه، علماً سنجول شوې او پلانیزه پالیسی ولرو چې دزمکې استعمال ته معقول او علمی شکل ورکړو، تر څو دغه مهمه طبیعی منبع له لاسه ورنکړو، بلکې سمه استفاده ورڅخه وکړو، مثلاً د کندز زراعتی حاصلخیزه ځمکې نوری د شاړکیدو په حال کی دي، د شمالی ښایسته او حاصل ورکوونکی قیمتی باغوونه هره ورځ له منځه ځي، د کندهار ماله جات تر څو کلو مخکې دانګورو باغونه وو، خو اوس یې بڼه ډیره خرابه ده، ننګرهار یووخت همیشه بهار و، خو اوس یې شنه ساحه او فارمونه له منځه تللی او ټولو کې کورونه، سرایونه، دموټرو اډې، د موټرو بارګنونه او نور جوړ شوی، حال داچې لږ وړاندی پریمانه دښتې بی استفادی پاتې دي، هره ورځ کروندی او باغونه ړنګ او د نورو استعمالونو لپاره تخصیص مومی... که دا سلسله دوام وکړی، راتلونکی نسل ته لویې ستونزې پیښیږی.
ولې تر کښت لاندې ساحه کې دزیاتوالی په عوض فوق العاده کمښت راغلی؟ دا مختلف دلایل لري.
باید هیره نشي چې د درې برخو څخه دوه برخی خوراکی مواد په سیده توګه او یوه بله برخه یې په ناسیده توګه له کرنیزې ځمکی څخه تر لاسه کیږی. په افغانستان کې د خوراکی توکو تولید ناکافی دی، نو ځکه هرڅه له بهر څخه وارد یږی. د غلې کمښت نوره نړۍ کې هم محسوسیږي، ویره ده چې څوکاله وروسته به هیڅ هیواد زموږ مومنو اومسلمانو وطنوالو ته یو کپ ډوډۍ او یو پاو غله هم ورنکړي، ځکه هر هیواد به په خپل غم کې وي او بی اتفاقه او وروسته پاتې افغانان د ترحم او زړه سوي داسې څه نه لري چې نړۍ دې ورسره مرسته وکړي.
د کرنیزو زمکو مطالعه ښيي چې د هیواد اکثریت کروندې کوچنۍ دی (۶۰سلنه کروندې، صرف له یو هکتار څخه نیولی تر پنځه هکتارو پوری دي. چی ۹۰ سلنه زراعتی زمکه جوړوي) . له دې امله د بزګرانو زیاتره کورنۍ کولای شی د خپلی اړتیا وړ غله وکري، خو څو وروسستیو کلونو کې دزمکو مافیا او قاچاقبرو دغه زمکې یا په زور یا په نیمه بیه دوی څخه رانیولی، د کوچنیو کروندو خاوندانو د مجبوریت له مخې خپلې کروندې په مافیا وپلورلې. مافیا دغه شنه ساحه او کرنیزی زمکې په نورو استعمالونو له کاره و ایستې . د حاکمیتونو په تاریخی بهیر کې د حامدکرزی په نوم د فاسد حاکمیت دوره کې ، ډیرې کرنیزې زمکې هم له استفادې ووتې. اوس د هیواد په کچه ، د غلو-دانو کالنۍ اندازه کمه شوې ده، غنم زموږ ۵۷ سلنه کالوری د ټولو خوراکی توکو له جملی تشکیلوي. دا په داسې حال کې چې د غذایی مصوئونیت او غذايي حاکمیت په هکله کوم شاخصونه او مطالعات نشته. له بلې خوا جګړه مارو په کلیوالی سیمو کې کلیوالي اقتصاد کاملاً فلج کړی دی.
د کورنیو جګړو څخه مخکی ، افغانستان د غلو په تولید کی په ځان د ډاډه کیدو په حال کې و، مګر نن ورځ د نفوسو زیاتیدلو، دزمکو کمښت، په کرنیزو محصولاتو او د کښت وړ ځمکو کی کموالی ، له امله مجبوریاستوچې هرکال ۱،۲ میلیون متریک ټنه غنم وارد کړو. تیرو دوو ورځو کې هم هند زرګونه ټنه خیراتی غنم راولیږل چې افغانان له لوږی مړه نشی.
په دې وروستیو کې د ځمکې کمښت د زمکې اوانسان د انډول (Man – land ratio) اصطلاح رامنځته کړې ده. دغه نسبت دا ښيي چې په هر مربع کیلومتر کې د انسانانو شمیر مخ په زیاتیدو دی.
د تکنالوژۍ په پرمختګ سره له زمکې څخه ګټې اخيستو زياتوالى موندلى دى، که چېرې کرنیزه زمکه ښه مدیرت نشی، هم په نړۍ او هم افغانستان کې د لوږې ویره شته. د نورو عواملو تر څنګ په افغانستان کې د سیلاوونو له امله هم زمکه او خاوره تر تهدید لاندی ده.
د FAO د راپور پر اساس د خوړو ۹۹.۷٪ برخه د زمکې د غونډاري له خاورینی برخی څخه لاس ته راځی او د ۰.۳ څخه لږ خواړه د سمندرونو څخه لاس ته راځی. د دی کُری د ۱۳ بیلیونه هکتاره ځمکی څخه ۱۱٪ کرنیزی ځمکی، ۲۷٪ چمنی، ۳۲٪ ځنګلی، ۹٪ ښاری او پاته ۲۱٪ خاوره یی د مختلفو عواملو (لکه غرونو، شګی، ډیری ګرمی او سړو) له امله د کر لپاره مناسبی نه دی بلل شوی. په ۱۹۶۰ میلادی کی چی د نړی ټول نفوس درې بیلیونه و، نو هر وګړی ته په منځنی ډول نیم هکتار مځکه رسیدله، خو اوس چی نفوس دوه چنده شوی دی او اقتصادی فعالیتونه لکه د فابریکو، نقلیه وسایلو، کورونو، نویو ښارونو او مارکیټونو جوړول او دی ته ورته نور فعالیتونه هم پراخه شوي، چی زیاته برخه یی په کرنیز زمکی نیولی دي. د دغو چارو بی سنجشه اجرااتو په کرنیزو زمکو او تازه او شنه چاپیریال منفی اغیز کړی، د فی نفر زمکی اندازه یې کمه کړی چی اوسط یی ۰.۲۳ هکتاره ته راټیټ او د خوړو تولید کی یې کموالی راوستلی. خو دا اوسط په هر هیوادونو کې فرق کوی لکه امریکا کی د هر وګړی په سر ۰.۴ هکتاره ځمکه رسیږی او چین کی چی ۲۵ کال مخکی ۰.۱۱ هکتاره زمکه هر وګړي ته رسیدله، اوس و ۰.۰۸ هکتاره ته راکښته سوی، چی دا حالت د انديښنی وړ دی. افغانستان کې تر ټولو غټه بدبختی دا ده چې د رهایشی، صنعتی، تفریحی، خدماتی استعمال لپاره پوره زمکې شته، خو د بې سنجشه استعمال لاندې راوستو له کبله یې په کرنیزو تولیداتو او شنه ساحه منفی اغیزه کړی ده.د خاوری تخریب یوه بله ستونزه ده چې دا عملیه د پخوا په پرتله څو ځله ډیره سوی ده او هر کال میلیونونه هکتاره کرنیزی زمکی د کر او تولید څخه راګرځوی.
پرمختیایي هېوادونه د اقتصادي ودې مرکزونه دي، ځکه د زرغونې ودې (Green Growth ) عملي کېدل دلته صورت نیسي چې له باید طبیعي منابع (زمکه او اوبه) یې په ښه او ګټوره توګه استعمال شي. د طبیعي منابعو دا ګټور استعمال د وګړو د ژوند کچه لوړوي او د اقتصاد د بهبود سبب ګرځي.
زرغونه وده green growth یعنی له طبیعی منابعو، خصوصاً زمکې څخه ښه استفاده . د زرغونې ودې لپاره زموږ په هېواد کې ټول شرایط برابر دي. د افغانستان کرنیزوالی او پرمختیایي توب دا خبره نوره هم قوي کوي. که موږ د پراخو تولیداتو لپاره وسایل نه لرو، که د مولدیت کچه نه شو لوړولای، که د فقر او بېوزلۍ سره مخ یو او که د استخدام له نشتوالي سر ټکوو، ممکن دا خبرې یو څه منطقي وي او خلک یې راسره ومني، خو که د زرغونې ودې لپاره کار نه کوو او وایو چې شرایط ورته نه د ي اماده، نودا زموږ او د مربوطه ادراتو مطلقه بی منطقی، بې خبري او ناپوهي یا هم دځان او هم د نورو دوکه کول دي.
که له فضا څخه د افغانستان نقشه وګورو؛ زموږ نیکونو له زرګونو کلونو را دې خوا د سیندونو ترغاړو کرنې او مالداري ته انکشاف ورکړی، له هغه راهیسی زموږ هر کار او اقدام همدا د سیند ترغاړو او په شنو کرنیزو ځمکو کې دی، ښارونه، سړکونه، مارکیټونه، عسکری میدانونه، ... ټول په همدې محدوده ساحه کی ترسره کوو، د نیکونو په لاسو موجوړې کړی کروندی او ویالې ویجاړې او زراعتی زمکې مو له منځه یووړې، خو له سیند او شنې ساحې یو څو ګامه هاخوا په زرګونه هکټاره ځمکه بی استفادی پاتې ده. په تیره بیا دغه بې استفادی زمکه د ترانسپورت، خدماتی استعمال، رهایشی، صنعتی، ښاري او نورو استعمالونو لپاره ښه مناسبه ده چی په هغوسره هم ددغو زمکو ارزش اوچتیږی، تر استعمال لاندې راځي او هم شنه ساحه په خپل حال پاتې کیږی. خدای وکړی جنګونه ختم او افغانان دغه ټکي ته ځیر شي.
د ځمکې د مسایلو بشپړ سمون یو مهم ضرورت دی، اوس چې د ځمکو خپلواکه اداره چې په 2010 م. کال کې جوړه شوه د ځمکو د ادارې او مدیریت د مسئولیت د بنسټ په توګه باید دغو مسایلو ته متوجه شي. دیرش کاله پخوا پورې زموږ چارواکو مسئولانه چلند کاو، په کوم ځای کې یې چې عام المنفعه تاسیسات جوړکړي، ټول غیر زراعتی ساحات دي، مثلاً زما په یادښت لومړۍ مکرویان یوه دښته کې جوړ شو چې هغه وخت یې زنده بانان ورته ویل ، پولیتخنیک ، تخنیکم، ۴۰۰بستریز روغتون، جنګلک فابریکه، د پلچرخي صنعتی پارک، دکرنې وزارت، حربی پوهنتون،...ټول د غره لمن او غیرزراعتی سیمه کی جوړشول، خو اوس یې د دارالامان په ساحه کې تر تولو غوره شنه او زراعتی زمکه، چې د کابل تر ټولو شنه او ښایسته سیمه وه، د وکیلانود دفتر لپاره له منځه یووړه چې کوم ګټورتوب نه لري، کندهار کې یې د لویې ویالې لاندی زراعتی زمکه د عینو مینې په نوم د مفسدینو ملکیت وګرځوله، خو له لویې ویالې پورته هواره دغونډیو لمن بی استفادې پاتې ده، ننګرهار کې یې پخوانی دنارنجو باغونه ووهل او شنه ساحه یې غصب د ګمرک، یو شمیر دولتی ادارو، کورونو،... نورو مقاصدو لپاره ضایع کړه، خو لږ پورته یې غصب کړه حال داجې پریمانه ډاګونه بې استفادې پاتې دي، په کندز، لوګر او میدان وردک ...لنډه دا چې ټول هیوادکی همدا حال دی. باید له دې بې سنجشه اقداماتو را وګرځو.
د کرنې د ستراتیژی غوره توب لپاره باید په ځمکې پورې اړوندو لومړیتوبونوته فکر وشي، دبزګرانو حقوق، په تیره بیا نیمه ښاري سیمو او اوبه لرونکو سیمو کې ډاډمن شي. که موږ خپلو اوبو ته علمی اوغوره ستراتیژی اودزمکې داستعمال پالیسی ولرو، یواځې د هیواد جنوب کی ۹۰میلیون وګړو ته غله تولیدولای شو، نورو ولایتو کی باغداری او مالداری ته ډیر ښه انکشاف ورکولای شو.
د ځمکی په هکله نړیواله غونډه earth summitچی په جون ۱۹۹۲ کی برازیل کی دزمکې د مسایلو په اړه تر سره شوه. په دی غونډه کی پوهانو، د کرنی متخصصینو او چاپیریال پیژندونکودزمکې د ارزښت او ساتنی نظریات وړاندی کړل. دوی وویل چې د زمکې ساتنه Land protection دمختلفو پرکټسونو له امله د خاورې نه خرابول، د کروندې لپاره دچاپېريال او د ځمکې جوړول او په سيمه او کرونده کې د نباتاتو دناروغيو او طبيعي او غير طبيعي آفتونو د مخنيوي لپاره په انفرادي او ټولنيز شکل باندې داسې اقدامات ترلاس لاندې نيول ضرور دی، چې دځمکې اوخاورې ښه خصوصیات له لاسه ونه وځي. باید داسې علماً سنجول شوې او پلانیزه پالیسی ولرو چې دخمکې استعمال ته معقول او علمی شکل ورکړو، تر څو دغه مهمه طبیعی منبع چی په مقدار کې یې هیڅ زیاتوالی امکان نه لري، له لاسه ورنکړو، بلکې سمه استفاده ورڅخه وکړو. دا په داسې حال کې چې اوس د ځمکو خپلواکه اداره هم رامنځته شوې. دافغانستان د مساحت صرف ۱۱٪ برخه دکرنی وړ ده، خو اوس دهغی ډیره لږ برخه د زراعتی استمال لپاره پاتې ده دا په داسې حال کې چی نور پورته ‌کر شوی اته ډوله استعمالونه قطعاً په مطلوب حد کې نه دی. حال داچې د یوې معقولې پالیسی په لرلو سره به هم زراعتی ځمکې په خپل ښه او دعظمی حد استعمال او ګټورتوب کې پاتې شی او هم به د خمکې نور استعمالونه پراخه او موثر شي.

میرمن باربارا دبشریت زړه سواندی څیړونکی، د زمکې ریښتیانې دوسته، دچاپیرال متخصصه او مهربانه روڼاندې چې بشریت یې په څیړنو او تالیفاتو ویاړی، دایې یومهم خبرداری و چې : ! Only one Earth