له کــوره مه ووځئ وبـــــاء خپره ده
ساتنه وکـــــړئ لــــه خپل ځان ځنې
لاســــونه ونيسئ ســــرونــو باندې
کاڼي را اوري لـــــه آسمــــان ځنې

د کــــرونــــا په نوم د خدای قهر دی
را نــــازل شوی ټول جهان بانــــدې
عذاب وي عـــام استثناء نـه وي په کې
يو شان يې بـــولئ زوړ او ځوان باندې

هيله ده دا خبـــره مـــه کــــوئ، چې
هـــر څه پېښېږي د تقديـر په اساس
ښايي وي ستاسو تقديـر، ستاسو تدبير
وران به يې کړئ د وران تدبير په ا ساس

خدای فــــرمايلي دي پـه خپل کلام کې
((خپلو لاســونـــو بانــدې خپل ځانونه-
د هلاکت کندې تــــه مــــه غورځوئ))
يعنې: پخپله مـــه کړئ خپل زيانونه (۱)

را نقل کـــــړی بخـــــاري صاحب دی
پــــه بخـــاري کـې دا حديث د نبي ص
جــــذام وهــــلــي ځنې داسې تښتئ
لکه چـې تښتئ په څه شان له زمري(۲)

پــــه يــــو هئيت کې د ثقيف د خلکو
يــــو څوک پـــه نيت و د بيعت راغلی
رســـول ص د نه راتلو پيغام ور واستو
ځکه هغه کس و جـــذام وهلــــی(۳)

علي رض د پـاک رسول ارشاد فرمايي:
پــــه جـــــذامـي ژور نظر مه ساتئ
کله چــــې کــــــړئ مکالمه ورسره
يـــوه نېزه واټن تـــر منځ و سـاتئ

روايت کا عبدالرحمن بــن عـــوف رض
رســــول ص ويل ځای د وبا ته مه ځئ
خو که وبـــــا راغلله ستاســو ځای ته
نـــو بيا تـرې تاسو بلې خوا ته مه ځئ

حضرت عمر شـــام تـه له تللو تېر شو
هلته وبـــــاء وه اړتيا وه تــــدبير تـه
ابن جراح رض: ايــــا تقدير نــه تښتو؟
عمر: هـو! تښتو له تقدير ، تقدير ته(۴)

تـر (حـق الله) فقهاء کړي ډېر ټينګار
د بندګانـو پـــــه حقونــــو بانــــدې
که پــــه ځانو مــو زړونه نه خوږېږي
رحم مـــو وکـړئ خويندو، ورونو باندې

طبيبان ټول پـــــه يوه خـوله فرمايي:
لـــه درملنې وقـــايـــه غـــــوره ده
چې چاپېريال شي پــــه ويروسو ککړ
ځان پســـې بنـده دروازه غـــــوره ده

ځان ســاتل فرض او ځان وژل حرام دي
نـــور ستاسو خپله خوښه، خپل انتخاب
ما شيريـــن زوی خپل مسؤليت ادا کړو
د يـــوه ښکومي، يـوه ورور په حساب
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
۱- [سورة البقره: ۱۹۵]
۲- صحيح البخاري، حديث نمبر (۵۷۰۷)
۳ ـ صحيح مسلم، لأبي الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري (ت 261هـ). إشراف ومراجعة: الشيخ صالح بن عبد العزيز بن محمد آل الشيخ. دار السلام للنشر والتوزيع. الرياض. الطبعة الثالثة1421هـ2000م، كتاب السلام، باب اجتناب المجذوم ونحوه رقم: 2231.
۴- صحيح البخاري، حديث نمبر (۶۶۱۹) كتاب الطب، باب ما يذكر في الطاعون، رقم: 5397