طنز
راغلې ده دنیا ته توره نړیواله وبا
نوم یې وايي دی پاچاهي تاج یا کرونا
ښه قانون او عدالت زده کړه له کرونا
په هغه یو دی لوی شاهنشا اوګدا
دهغه لکه دتجارانو حرص لیري ګرځه
هغه نه لري د هیڅ سیاستوال هیڅ پروا
څوک چي ډیرورته نژدې سي دې پیري ته
هغه ته وایي مړینه خوش امدید مرحبا
***
وروره لاس نه درکوم ځکه راباندې ګران یې
کرونا پښي نه لري دهغه پښې لاسونه دي زما
برید ځایونه یې مسجدونه ، کلیساوي او مندرونه دي
د بنډارونو او بیروبار ځایونو تښتم نه ګورم تر شا
وړونو لږعقل وکړئ او هم توکل په الله
مه راوځي له کورونو تر هغه چې ورکه نسي دا اشا
ماسکونه واغوندئ او دسکشي په لاسو
واټڼ نیسئ د نورو خلکو چې دي ستاسو شاوخوا
***

هیڅ دوا نه لري مغروره ده هم بې پروا
هغه ته یودی لوڅ پڅ او خاوند د زري قبا
له هغه سره یوه ثانیه او یو ساعت ګذران یوشان دی
بي عقلان په لږ تماس ویلوخلک کړې تباه
وايي فرض په ماجت کې او سنت کور کوه
داده عقل ړندو ملایانوعام خلکو ته ده فتوا

***

په چا یې وڅښلې له ډاره د غویي بولي
دایې یوه تر مړینې لا سخته ده تماشا
په مسلمانانو یې وڅښل اوښکه د تاک
دا یې له مړینې مخکې ده د اروا ناولتیا
کعبه وټړل سول مسجدونه وتړل سول
دټولو ادیانو د مرض د مخنیوي ده ددوا دعا
یو وايي شربت ورته ښه دخاکشیر دي
بل وايي زنجبیل او لیمو یې ده اکسیر اودوا
دولتونو مسجدونه بهر کې بند کړه یو افغان ملا ویل
فرض په مسجد کې سنت ته په کور کې وايو مرحبا
بل د متعصیبینو له ډاړه ویل ماجتونه مه تړې
په مسجد کي فرض ښه دی چي لکه برق غوندی سي ادا
هریخوا ته په ځغلو راځغلو سول عام خلک
د هر چا سره لیدل لاس ورکول سوه لکه لواطت او زنا
ملایانو به ویل ده ځکندن په وخت شیطا ن راځي
کار یې د مړینې په حال خلکو ته دخپلو بولو ده څښا
ټول سنتونه یی په خلکو پریښودل دي وبا
ان د مور اوپلار لاسونه مچول لا ده ناړوتیا
یویو راچپه کوی کار یې تبه سر دردي او ده ټوخا
چې مړسي دهغه جسد غار کې اچول او ده سوځا
***
دا جنګونه او دا بیولوژیکې وسله دنن اقتصاد دی
دا سیاسي لاره دغټو اتومي ملکونو ده د نن سبا
ټول پوهیږي خو ماسکونه يي په خولو دي
داد دنیا د یویښتمې پيړۍ دسیاست ده پنج بنا
هر کال یو یو ویرس په وار پر سپين آس سپور را ځي
سوچ وکړه چې دا سمه خبره ده که ده کړبا
د بیزوفلو ، دچرګ فلو. د یږ فلو، د اوښ فلو او نور
د واکسین په راوتلویې هر کال ډیریږي دمافیا غنا
واکسینونه یې لا پخوا جوړسوي دي
له پلان سره برابر راوځي بازار ته سبا او بل سبا
وایی دا ویروس زاړه او ناجوړه سم برقي جارو کوم
موخه مې دا دنیا د بیکاره ډوډۍ خوړو د ورکیدو ده تمنا
وايي د ډیرو هیوادو ډاکټرانو یې دوا پیدا کړې ده
خو دوا یې هغه ده چې خوښه د دنیا سوه دمافیا