بسم الله الرحمن الرحیم 

له اوږده انتظار وروسته د رواني اونۍ په لړ کې داسلامي ګوند مشر انجنير ګلبدین حكمتيار په لغمان كې خبري كنفرانس ته خبرې وكړې هغه د افغاني ډایلاک د ارزښت بیانولو ترځنګ د امریکا نظامې شتون( اشغال ) نور د دې وړ ونه بلل چې جګړه یزه مبارزه دی په وړاندی یوازنی بدیل اوسي، نو ځکه یې له طالبانو هم وغوښتل چې د دوی د سولې چیغه چې د افغان ملت تر ټولو اساسي غوښتنه او اړتیا دېورسره بدرګه کړی. 

مګر له همدی بلنی او ادعا څخه څو ساعتونه لا تېر نه وه چې رسنیو خبر ورکړل چې د هغوزرګونو امریکایی ځواکونو له ډل څخه چې نکلسن یې له ټرامپ څخه د جګړې په نوی فصل کې غوښتنه کړي وله لومړی ۳۰۰ کسیزه ټولي یې د هلمند ولایت په ۳۵ کیلومټری شورابک کې،هغې اډې ته رسیدلی چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې خپل پوځي ماموریت هلته ختم کړي ولو. 

اوس د بحث وړ ټکې دا دي چې ولې؟ هغه وخت چې د سولې خبری ګرمی شی په ځانګړی توګه کله چې مخالف وسلوال سیاسی اپوزیشن چې اسلامی حزب او تر دی مخکې طالبانو څو ځلی غوښتل حتی تر دی چې نیږدی وه د سولې مذاکراتو ته داخل شی مګر امریکا او د هغوی تبلغاتی کړۍد جګړې د ( مشروعیت او دوام ) ډول غږوی، د سولې پر جریان کې د ټکر پر ټکو او ادبیاتو ټینګار کړی، او یا خو تردی کچه چې د امریکا نظامې  شتون لکه د یو ملی ارزښت او دینی حکم پر ځیر هیځ د خبرو او بحث وړ نه ګڼي. 

کومچې پهآچین د مور بم غورزول او د د حکمتیار د سولې له زیری او پیغام سره جوخت هلمند ته د ۳۰۰ امریکایی حربي ځواکونو راستنیدل نه یوازی پر همدی استدلال د تائید مهر دی، بلکې دا په حقیقت کې  د دی پیغام مخابره کول وه چې سوله او د افغان وژنی پایته رسیدلد عامو افغانانو اړتیا دی، مګر جګړه د امریکایانو او د هغوی  د پردیو په سوټي، بی پیلوټه الوتکه، تقلب، فساد، فتنی اود قدرت په جګړو کې د ښکیلو کړیوپر واک کې د پاتی کیدونکو واکمنو لومړیتوب دی. 

څکه کوم څوک چې له یو بکس او یو دریشي سره له غربه راغلی وی او پر هغه سربېره کورنی او اولادونه یې هلته د دغه مظلوم کړای شوی او غریب ولس د سوالګري پر پیسو نشی، تماشی او فلمونه جوړه وی. هغوی ته د غزنی په اندړو ولسوالی د حاجی محمد نظیر خان د ( اینګورانو او لمسیانو ) مظلومانه شهادت او په ویر کښیناستل هیځ مفهوم نه لری او د دې ښه بیلګه دا ده چې زما نه په یاد کیږی چې ارګ دې په تیرو ۳ / ۴ کالو کې د ملکي افغانانو  د انسانی کرامت پر خوندیتوب چې د بی ګنا وژنو، ځورونو او شپنی چاپی اچول دی حد اقل د غندنی په توګه یوڅلې چې کیږی هم یوه مطبوعاتی اعلامیه خپره کړي اوسی. 

دا او دیته ورته کړنۍ هغه دلایل دی چې،د افغان سولې ملي بهیر هیځکله د ولس پر عامه ذهنیت کې له پروژی، دسیسي او شرمیدلی تسلیمی څخه په پروسی او باوری حل لاری بدل نشو، هرځل د سولې لاسونهد حکومت په دننه کې د یوشمیر مشخصو کړیو اود هغوی د نړیوالو متحدو دوستانو له لوری د همدغه ډول بی باوریو له امله قطع شول او هغه هیلۍ چې کیدای شوای د یو قوت په ډول د یو ملي او ولسي اجماع په توګه د واحد مرکزی سیاسي حکومت د جوړیدلو په لار کې د ستری معنوی پانګې په څېرد طالبانو سولې ته د چمتوالی او د حکمتیا د راتګ سره راټوکیدلی وی ورڅخه ګټه او کار واخیستلی شی بس د خبری تربیونونو په احساساتی او تنګ نظرانه دریځونو کې د لوړپوړو چارواکو چې ولسمشر یې په راس کې راځی او همدا پرون هلمند ته د ۳ سوه امریکایی ځواکونو په راتلو سره د سولې پرمخ څپېړه وه. 

او هغه بل څه نه مګر د سولې او امن پر وړاندی تر ټولو غټه او ستره ننګونه ( اشغال ) یا د امریکا او متحدینو نظامي شتون یې ده. 

بنآ ترڅو چې امنیتی تړون او د هغه پر اساس د بهرنیانو حربي ( اډې ) ختمي نشی سوله ناممکنه او دا ډول کړني موږ حقیقې سولې ته نه یوازی رسولي نشی بلکې دارنګه مبهم حرکات به له یوی خواه د سولې افغانی تجربه ناکامه کړی او بل لور ته به هغوی چې سوله یې کړي دا د ځان  پر مخ یوه څپېړه وبولي.