که څه هم چې سوله الهي امر دی او جګړه حل لاره نه ده، خو کوم تړون چې طالبانو د اسلامي امارت په نوم له امریکایي خونخوار امپریالېزم سره لاسلیک کړ، نه یوازې دا چې د سولې ضمانت نه شي کولای، بلکې امریکا ته یې د ټولو هغو جنایتونو برائت یا خلاصون ورکړ چې دوی په افغانستان کې د کابو شلو کلونو راهیسې سرته رسولي دي۔ 

که په دې سوله کې د افغان ولس ګټه وای او د امریکا ماتې یې زبادولی، امریکا به هېڅ وخت داسې تړون نه وای لاسلیک کړی۔ امریکا په لنډ تېر وخت کې تر ټولو ستره ماتې په ویتنام کې وخوړه، خو تر هغه وخت پورې یې جګړه وکړه چې ان د سفارت کارمن یې د سفارت د بام پر سر په ګلولیو ووشتل شول۔ همداسې یې عراق درواخلئ۔ د امریکا چې څومره سرتېري د درې کلونو په موده کې یوازې او یوازې د عراق په تکریت ښار کې مړه شول، د کابو شلو کلونو په موده کې په ټول افغانستان کې نه ده مړه شوي۔ امریکا هرګوره له عراقیانو سره د وتون کوم تړون لاسلیک نه کړ، بلکې هر وخت یې چې زړه شو، شوبلې او سرتېري یې بار کړل۔ 

په دوحه کې له تړون څخه څو دقیقې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو په زغرده او ګواښ سره طالبانو ته وویل چې له ترهګرو سره به اړیکې پرې کوئ، د داعش پر ضد به جګړه کوئ، د امریکا او د دوی د ملګرو هېوادونو پر ضد به هېڅ ترهګرو ته په خپل هېواد کې ځای نه ورکوئ۔ د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ ورغبرګه کړه چې که چېرې طالبان د سولې له تړون څخه سر وغړوي، بېرته ور ته راځو۔ 

که طالبان ریښتیا خپلواک وای، سیاسي ځیرکتیا یې درلودای، ریښتیا په نظامي ډګر کې برلاسي وای، باید د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ځواب یې په همرنګه ګواښونو کړی وای۔ طالبان باید ان یو ګام وړاندې تللي وای او امریکا ته یې ویلي وای چې ګواښونه بند کړي، کنه سوله نشته او داسې به دی وشړم لکه څنګه چې راغلی یې۔ 

طالبان په خپله سورې نارې وهي چې امریکایانو او د دوی همجرمو په افغانستان کې د خلکو پر سر، ناموس، پت، عزت او مال تېری وکړ، خو د سولې په تړون کې بیا د دغه مظلوم ملت د قربانیو، د دوی د وینې، بچیانو، پت او عزت هېڅ یادونه نه ده شوې۔ د دې مظلوم ولس تاوان به څوک ورکوي؟ امریکایانو زموږ هېواد په اور لولپه کړ، هر څه یې تر پښو لاندې کړل، جومات او قرآن یې په بمونو والوځول، د خلکو کوشني ماشومان یې په سپیو وداړل، د خلکو په پت او عزت یې لوبې وکړې، د خلکو ټوله هستي یې لولپه کړه۔ د دې غرامت به څوک ورکوي؟؟؟ امریکا پر ماشومانو، ښځو، ودونو، ختمونو، غونډو او ۔۔۔۔ بمبار وکړ۔ دغه ټولې پېښې له ملګرو ملتونو سره ثبت او ملګرو ملتونو په زغرده وغندلې۔ خو طالبانو د سولې په تړون کې دغه پېښې هېڅ یادې نه کړې۔ ولې نه؟

ولې طالبانو له امریکایانو څخه د دې مظلوم ولس غرامت نه غوښت؟؟؟؟ 

حیرانوونکې ده! د طالبانو تر ټولو ستر شرط دا وو چې په تړون کې باید د اسلامي امارت نوم یاد شي۔ پوښتنه پیدا شي چې د دې نجس، پلید او سرطان نوم د یادولو په بدل کې امریکایانو کوم شرطونه په طالبانو ومنل او یا یې د طالبانو کوم شرطونه د دې شرط په منښت سره رد کړل؟

امریکا په طالبانو ومنله چې دوی له ترهګرو سره اړیکه درلوده، خو وروسته له دې څخه به دا ډول اړیکې نه پالي۔ امریکا په طالبانو ومنله چې دوی د امریکا ضد کسانو ته پناه ورکړې وه، خو له دې وروسته به یې نه ورکوي، امریکا په طالبانو ومنله چې د دوی له حمارت څخه امریکا ته خطرونه پېښ شوي ول، خو له دې وروسته به امریکا ته هېڅ خطر نه پېښېږي۔ تر ټولو اړینه دا چې امریکا ټول طالبان په دې تړون سره خپل سرتېري وګرځول او مجبور یې کړل چې د داعش په ضد به جګره کوي۔ اوس بدمرغي په دې کې چې طالبان باید دا ثابته کړي چې دوی تړون ته ژمن دي۔ د دې ژمنتیا لپاره اوس باید هرو مرو په افغانستان کې داعش یا جوړ یا له کوم بل ځای څخه راوستل شي چې طالبان ورسره جګړه وکړي او امریکا ته خپل وفا زباد کړي۔ آیا دا په ریښتیا د سولې تړون دی که د طالبانو د حقارت او حماقت؟؟؟

د امریکا ولسمشر ترمپ په وار وارې وویل چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي۔ نو امریکا ولې له طالبانو سره تړون وکړ، حال دا چې خپل سرتېري یې هسې هم له افغانستان څخه اېستل؟؟؟ 

امریکا په افغانستان کې هر ډول جنایت سرته ورسوه۔ که نن نه وي، کېدای شي چې شل کاله وروسته په افغانستان کې داسې یو څوک په واک راغلی وای چې له امریکا څخه به یې د دې هېواد او خلکو غرامت غوښت او امریکا به مجبوره وه چې له افغان دولت او له دې ولس سره یوه لاره وکړي۔ خو له بده مرغه دغه موکه هم طالبانو د خپل خیالي امارت او ریښتیني حمارت په رڼا کې له افغانانو څخه واخیسته۔ په دې تړون سره افغانان هېڅ شی په لاس کې نه لري چې د خپل بچیانو، سر، مال او عزت تاوان یا غرامت له امریکا څخه وغواړي۔

دا دي طالبانو له کافر سره د سولې تړون ته نه یوازې آیتونه را پیدا کړل، بلکې همداسې یې سیاسي دلیلونه هم خلکو ته وړاندې کړل۔ هممهال یې له افغان دولت سره چې په شریعت ولاړ یو مسلمان دولت دی، د جګړې لپاره آیتونه او سیاسي دلیلونه راپیدا کړل۔ طالبان د هغه چا په ژبه او ادبیاتو خبرې کوي چې افغانستان یې دا څلورلسیزي په اور کې وریت کړ۔ 

له امریکا سره د سولې تړون د سولې لپاره نه وو، بلکی د ابوجهل طالباني لښکر امریکا ته د ټولو جرمونو برائت ورکړ۔ دا سوله نه ده، بلکې د امریکا، انګلیستان، ایران او پنجاب هغه هڅه وه چې روانه جګړه افغاني کړي۔ طالبان نور هم وپړسول شول، طالبان نور هم په جرم او جنایت، قتل او قتال روږدي او برلاسي کړل شول۔ که سوله له کافر سره روا وي،نو له مؤمن سره ولې ناروا شي؟؟ که له کافر سره د سولې لپاره طالبان تر خپل او د مظلوم ولس تر حق تېرېري، نو همدا طالبان ولې بیا خپل بل مسلمان افغان دولت ته د سولې لپاره د هغه حقه حقوق نه مني؟ 

که دا ریښتیا وي چې د شرمېدلي مړي غول په تخته ځي، نو د طالب هوادار فېض ځلاند شعر ولولئ چې د سولې له تړون وروسته یې انس حقاني ته زمزمه کړ: 

لښکر شوي یو ځلانده بیا جګړې ته
بیا خرڅېږو، بیا دلال ته منتطر یو

په ریښتیا هم چې د نکتایي تړونکي او افغان دولت معاشخور طالب، جامع الکمالات، د ختیځ ستر سیاستوال، پوهاند علامه فیض ځلاند له خولې دا شعر ووت۔ په ریښتیا هم چې طالب یو مسلکي او د پلور وړ قاتل دی، په ریښتیا چې طالب د افغان ولس سره جګړې ته لښکر شوی او تیار دی، په ریښتیا چې طالب یو مسلکي خوني دی چې ځانته خریدار ګوري، ځانته یو دلال او منېجر ګوري چې په بل چا یې خرڅ کړي، خو چې جګړه وکړي، هغه هم د افغان ولس پر ضد۔