ماډېرپخواداصطلاح په باره کي دټول افغان په ښکلې اوپوهنیزي ویبپاڼه کي څه لیکلي دي. خوزمایوه اشنا راته لیکلي،چي زه دګړوداصطلاح په باره کي څه ولیکم. نوله دې کبله غواړم بیاهم په دې هکله پراصطلاح څه رڼاواچوم.
اصطلاح یوعربي کړنځی یاني مصدردی،چي مانائې ده سوله کول سره جوړراتلل. دغه داصطلاح آري اواصلي ماناده.چي په ټولوقاموسونوکي دغه ستاینه ورکړه سوې ده.
بل تعریف دی: هره ګړه یاوییکه چي بېله خپله اصلي ماناڅخه بله مجازي ماناهم ولري نوودغي ته اصطلاح وایي.اصطلاح ځیني «دود» هم ماناکوي.په پښتو کي ئې لیکینه (استلا)ده او فونېم (Phonem)ئې په ګړدود کي دغسي اورېدل کیږي،چي لیکل کیږي. لکه چي وايي: داپه موږکي« استلا» نه ده؛ یانې: داپه موږکي دودنه دی.یابله بولګه: داپه موږکي اصطلاح نه ده،چي «زوم» دي د«ناوي» لاس مچ کي. حمیدماشوخېل وایي:
دمکتب له اصطلاح بې خبرښکلی**دغونچې په څېرخاموش پاتي شو غلی
اصطلاح ته په لاتیني (Term)وایي اوپه انګلسي کي ورته (expression)وايي اوپه پښتوکي ورته «وییمانیزه» وايي.دا وه داصطلاح تشریح (Definition).
اوس ګورودپښتو په ژبه کي اصطلاحګاني. دساري په توګه «ګَرمّ»دګرم اصلي مانا په عربي ملامت،په پاړسي کي ورته سرزنش وايي اوپه پښتوکي ورته پړ وایي.خوشال بابائې پخپل شعرکي په آري مانائې پکاروړي. لکه چي وایي:
څوک دي ئې ګرم اوملامت نه کا**يوه بلائې ترتندي تېره ده حمیدماشوخېل ئې هم په اصلي مانا پکار وړي. اووایي: صباورځ به ئې لغته په شاوخوري**مه شه نن په یوه سوک وچاته ګرم د«ګرم»اصطلاحي مانائې ده: خاطر،پروا. دالنډې ګورو،چي وایي:
ژړامي نه ده په چاګرمه**خوشي ګرېوان په اوښکوولي لنده ومه
دلته وایي: په ژړامي دچاپروانه کیږي یاڅوک نه په خوبدی کیږي؛ نوولي ناحقه ګرېوان په اوښکو لوندکم.
بله ګړه یاوییکه «ټکی»(۰) دی. د«ټکي»آري مانایوه وړوکې نښه ده،و«ټکي» ته په عربي «نقطه» وایي په انګلیسي کي ورته (point یا dot)وایي.«ټکی»هغه نښه ده.چي دهري وییني په پای کي ایښوول کیږي. یادیوې «دایرې» په منځ کي ایښول کیږي،چي د«دایرې» مرکز ئې بولي. د«الپ وبې» پرتوروباندي هم ایښوول کیږي. لکه: (ب؛ج؛ث)اودغسي نور. په شمېرکي یوعدد ته چي راسته خواتې «ټکی» ورکې نولس برابر لوړیږي (۱۰). ودغه ټکي ته په عربي «صفر) په لاتیني (Null)وایي اوپه انګلیسي کي ورته (zero)وایي.دغه د «ټکي» اصلي پکار وړل اومانا وې دي.
د«ټکي» اصطلاحي مانا:
ټکی مانالږ يوغړپ. [یوټکی اوبه راکه!] مانا: یوڅه لږ یا یوغړپ اوبه راکه! «ټکی» ماناهیڅ. [ټکی ئې نه زده!] مانا داچي: هیڅ ئې نه زده![ټکی ئې په سرکي نسته!] «ټکی»مانا«توری». [ په لوستل کي «ټکو»ته ګوره!]
بله اصطلاح [هوښ] ده:
د«هوښ» اصلي ماناپه عربي (فکر)ته وایي،په پاړسي کي ورته (اندیشه) وايي.رحمان بابا «هوښ» په اصلي ماناپکاروړي:
سړي هوښ چي دسړي له تنه پاڅي**دسړیوپه جامه کي خربشوی شي دهوښ اصطلاحي مانااحتیاط اوپام ده:
چي وایي: [هلکه هوښ کوه!] یاني احتیاط کوه یا پام کوه!
بله ګړه یاوییکه «تور» دی: دتورآري مانارنګ دی،چي ضدئې سپین دی. حمیدماشوخېل وایي:
توري زلفي سپین رخساربه مي هېرنه شي**که مي واړوي ناصح په سپین اوتورکښې
دتور اصطلاحي مانا تهمت دی اوبله مانائې «دام» دی.حمیدماشوخېل ئې دلته داصطلاحي مانا له مخي پکاروړي اووایي: که وکاږي مي څوک سترګي په پېغورکښې**یامي سرله تنه ځي دعشق په تورکښې
بله اصطلاحي مانا: [ومرغانوته ئې «تور» غوړولی.]
په هره ژبه کي اصطلاح یاني (Term) سته اولږ نه؛بلکي ډېري دي. دغسي هم په پښتو ژبه کي. که ودغه ته لانور هم دوام ورکړه سي له دې نه به څوکتابه ډک سي.
دلته کټ یوڅوبولګي دساري په توګه ولیکل سوي،چي صرف اصطلاح تشرېح سوې وي. پردغه څوبولګوبسنه کوو.

اخځونه: ۱ ـ ویکیپېدیا ۲ ـ دخوشال بابا،د رحمان بابا او حمیدماشوخېل کتابونه ۳ ـ فرهنګ عمید ۴ ـ پښتو ــ الماني قاموس احمدولي اځکزی