د دلوې ۲۶مه، په حقیقت کې د کلنۍ (جنترۍ) له حسابه د نورو ورځو په ډول یوه عادي ورځ ده، ولی یاده ورځ داسي ورځ ده چې په ګران افغانستان کې د یونیم میلیون شهیدانو، معلولینو او قربانيو د وینو رنګ په همدې ورځ را برسیره شوی‌، او د افغانانو لویه قرباني وه چې د هغو افغانانو امیدونه یې را ژوندي کړل کوم چې د دي ورځې په انتظار یي ډیر کلونه شپې سبا کولي.

د کمونيزم سړي خوړونکي بلا، له افغانستان څخه د سرو لښکرو وتل، د پخواني شوروي اتحاد لپاره هغه ماته وه چې د روسانو د نړیوال ښکیلاک خوبونه یې ورته بي تعبیره کړل، تر دې چې د هغوی په خیټه کې هضم سوې ډيرهیوادونه هم د خپلواکۍ څښتنان سول.

له بده مرغه چې د جهاد د وخت یو څو خودخوا او پر قدرت مينو مشرانو د پردیو په لمسون د خپلمنځي تربګنیو د پاللو په رقابت کې، د قدرت او خودخواهیو د تندې د ماتولو له پاره په خپل جنون کې دومره غرق سوه، چې و دغو ټولو قربانیو ته یې شا کړه او د بې پروايې لته (لغته) یې ورکړه، د اسلامي نظام د راوستلو، د شهیدانو د ارمانونو د پوره کولو، د جهاد د سپيڅلو اهدافو د حاصلولو، د کونډو او یتیمانو د اوښکو د پاکولو، د معیوبینو په زخمونو د ملهم پټۍ ایښودلو، د هیواده د کلونو کلونو د مهاجرو د راستنولو او د يو سرتاسري امن د راوستلو پر ځای یې د لوړو او معنوي اهدافو احاطه؛ د قدرت او خودخواهۍ په تنګه دایره کې دومره را محدوده کړه چې هر څه یې د خاورو سره خاورې کړل، هیوادوال يې په خپلمنځي جګړو اخته، او د شورویانو تر ماتې وروسته، لا هم په ګران هیواد کې،  افغان – امریکا جګړه دوام لري.

د دي ټولو ناخوالو سره سره، افغانستان ته الله ج  دا افتخار ور په  برخه کړ چې د روسانو ښکیلاک یي دړې وړې کړ، دا (د سرو لښکرو د وتلو ورځ) زموږ د زرین تاریخ یوه روښانه ورځ ده او موږ ور باندي د تل له پاره ویاړو. لوی څښتن تعالی دي د دي  بل ښکیلاک (امریکا او ناټو پوځیانو) د ماتې او له ګران هیواده د وتلو ورځ هم ژر تر ژره  په موږ وویني، چې د ورځنیز ماتم، د دوی له جنایت او اشغال، او د پردي پرستو له شتونه هم خلاص سو، او د سوکاله، خپلواک او سوليېزهیواد وګړي واوسو.

د ټولو شهیدانو؛ کوم چې د الله ج د کلیمې د اوچتولو او د الله ج د قراني قانون د نفاذ له پاره یې ځانونه قرباني کړي دي، الله پاک دي د هغوی شهادتونه قبول کړي، د ټولو هغو افغانو چې په دغه لاره کې يې ځاني اومالي قربانی ورکړي دې، خدای ج دي د هغوی ټولې قربانۍ قبولي کړي، او د شهیدانو او قرباني ورکونکو ټولو د کورنیو پاتې شوو وروڼو او خویندو ته دي الله ج اجرونه ورکړي.

 

په پای کي د زړه له درده وایم، الله پاک دي هغوکسانو ته چې د جهاد له سپيڅلی نامه څخه په استفاده یې د نفاق او خپلمنځي جګړو پیل وکړ سخته سزا ورکړي او الله ج دي دوی که مړه دي که ژوندي وي د افغان ولس او مسلمانانو له حساب سره مخ کړ ي، که همدوی له هیواد سره، د شهیدانو د وینو سره، د کونډو او یتیمانو سره، په ټوله کې د جهاد او مجاهدینو سره دغه ډول خیانت نه وای کړی، خودخواهي يې تر اسلامي او ملي منافعو لوړه نه وای ګڼلي، ولي به د شوروي ښکیلاک یتیمو افغان کمونسټانو نن د مجاهد او جهاد په نوم پوري ملنډي وهلای؛ هغه افغان کمونسټان چې د هیواد د بربادۍ ټول مسؤلیت د دوی په غاړه وو او دی، همدوی وو چې پرون يې د روسانو او نن د امریکایانو په چوپړ کې د ګران هیواد او مسلمانانو پر ضد د پردیو له پاره فعالیت او خدمت کوي.

په اخر کي بيا هم دواړه لاسونه الله ج ته په ډیره تضرع سره لپه کوم چې:

يا الله ج! د امريکا ښکيلاک د وتلو سره؛ ټولو افغانانو ته، په ځانګړي توګه د سياست لوبغاړو ته درايت ورکړه چې بیا ځل د شوروي ښکيلاک د وتلو وروسته؛ پر هغه  مخکیني ډول انجام باندي مبتلا نه سو.

د سرلوړي، خپلواک او باثباته  افغانستان په هیله