ښايي په افغانستان کې داسې څوک نه وي، چې د سولې پر ارزښت، ضرورت او اهمیت باندې و نه پوهېږي. که د بشریت تاریخ ته ځېر شو، ډېری جگړې هم د سولې، ثبات او ټیکاوو لپاره تر سره شوي دي او د هرې جگړې په پای کې د سولې څرک لیگېدلی دی. خو هغه خطرناک بدلون او تفاوت چې موږ باید ورته متوجه شو، هغه د ځینو کړیوله خوا دجگړې دوام د یوه استراتیژیک هدف په توگه تعقیبېږی او دا هغه څه دي، چې په روښانه ډول یې موږ په افغانستان او نورو ګڼ شمیر اسلامي هېوادونو کې محسوسولی شو.
په ټول تاسف سره باید ووایو،چې موږ د یوه داسې حالت سره ژوند کوو، چې ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ په ټول قوت سره خپلوکرغیړنو اهدافو ته د لاسرسي لپاره د جگړې بر دوام پانگونه کوي. د جگړې دوام د یوه استراتيژیک هدف په توگه تعقیبوي. د نوموړې فرضیې د اثبات لپاره ډېر ژورو دلایلو ته اړتیا نه شته، بسنه کوي، چې د افغانستان او ځینو نورو هېوادونه وضعیت وڅېړو او وگورو چې د جگړې د ښکیل اطرافو او خلکو وضعیت په کوم حالت کې دي.
په دې کې خو هیڅ ډول شک نه شته چې د خلکو وضعیت په هغو هېوادونو کې جگړې په کې دوام لري، د وحشت، بربریت، وژنو، رټنو، وېره، ظلم، ستم او وېر څخه ډک دی. انسانی او اخلاقي ارزښتونو خپل ځای بد اخلاقۍ، بې نظمۍ، ماده پرستۍ، بې ننگۍ ظلم، تېري، غصب، رشوت .. ته پرېښی دی ..
تر جگړو وړاندې به د اسلامي هېوادونو یو بیلر تیل په یو سلو او څلوښت ډالره پلورل، خو نن یې د لوېدیځ استعماري هېوادونه د خپل اقتصادي ماشین لپاره یوازې پر څلویښت ډالره پیري !. په داسې حال کې چې د جگړو د دوام د پلویانو تل پر مادي او اقتصادي مصلحتونو پانگونه کوي..
تر جگړو وړاندې ډېریو اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو بنسټیزه قضیه، دفلسطین آزادي او خپلواکي لږ تر لږه د عربي هېوادونو د حکومتونو سره مطرح وه، خو نن د سیمې هېوادونه د جگړو له دوام څخه په داسې حالت کې ژوند کوي، چې د فلسطین قضیه یې بېخي هېره کړې، د ځان د ژغورنې لپاره دومره بې وسه شوي دي، چې د اسرایئل، امریکا،لوېدیځ او ټرمپ د هر ظالمې پرېکړې هرکلي د دې په بدل کې کوي، چې اقتدار کې پاتې شي کوي!.
تر جگړو وړاندې په اسلامي هېوادونو کې د پراختیا او انکشاف لړۍ مخ پر وړاندې روانه وه، د خلکو په ژوند کې اړین بدلون رامنځته کېده. ډېری هېوادونه د پرمختللو هېوادونو په کتار کې شامل او ځینې نور یې د شاملیدو هڅې کولې، خو د جګړو د دوام سره هر راز بنسټیزې پراختیاي پروژې په ټپه ولاړې دي.
تر جگړو وړاندې په اسلامي هېوادونو کې څه ناڅه په خپلو پښو ولاړ حکومتونه وو، پرته له دې چې د مفیدیت او موثریت په اړه یې قضاوت وکړو. د قانون او مقرراتو څرک تر سترگو کېده، پرته له دې چې نوموړي قوانین او مقررات څومره د خلکو د چارو په تنظیم کې ګټور او موثر وو، که نه؟ خو اوس اکثریت هېوادونه د داسې حالت سره لاس گریوان دي، چې بې وسه، غرب ته محتاج او غیر قانوني حکومتونه د اقتدار پر گډۍ ناست دي.
تر جگړو وړاندې د اسلام له سپیڅلی دین سره د ترهگرۍ د مفهوم نښلول پر یوه واقعیت نه ؤ بدل شوی. خو نن دا مفهوم د ځینو سختدریځه کړیو د کړنو پر بنسټ پر یوه داسې واقعیت باندې بدل شوی دی، چې د اسلام د مبین دین حقیقي انځور یې بدرنگ کړی دی!.
پورتنیو ټکو ته پام سره په افغانستان کې د جگړې څخه د وتلو لپاره دا برخلیک ټاکونکې مرحله او دا په لاس راغلی فرصت اړوند لاندې مطالبو باندې بحث اړین ګڼم:
• د امریکا او لوېديځ دريځ:
که څه هم چې د پورتنیو ټکو او مطالبو څخه په ټول کې د لوېدیځ عمومي دریځ په افغانستان او اسلامی هېوادونو کې د سولې او جگړې اړوند درک کولای شوو، خو د لازیات وضاحت لپاره په دې هکله لاندې شواهد ستاسې مخې ته ږدم:
په ظاهره خو امریکا اود لوېدیځ هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې ځواکونه شتون لري، د افغانستان د حکومت متحدین او ملاتړي ګڼل کېږي او د قانونی او حقوقی اړخ هم دا تعریف خپل الزامي لاسوندونه لري، چې پر بنسټ یې باید نوموړي هېوادونه د افغانستان د حکومت ملاتړي او په نړیوال سیاستونو کې د افغانستان د حکومت شریک او همغږی پاتي شي، چې له مهمو سندونه څخه یې یو هم امنیتي او دفاعی تړون دی، کوم چې افغانستان د امریکا سره لاسلیک کړی دی.
خو حقیقت بیا دا دی، چې دغه د همکارۍ مهم سند افغانستان ته روښانه او څرگند التزامات سپاري او امریکا ته مبهم او نا تعریف شوی التزامات، دا شک او گمان جوتوي، چې امریکا او ملگري یې له پیله د افغانستان د حکومت سره صادق او ريښتني نه وو او خپل اهداف یې په ځانگړې توگه د افغانستان له حکومت څخه بېل تعقیبول.
په حقیقت کې دا شک او گمان هغه مهال پر یقین او حقیقت بدلېږي کوم مهال چې امریکا او متحدینو یې د افغانستان د حکومت سره لاره بېله کړه، او د طالبانو سره د افغانستان د حکومت په غیاب کې خبرې اترې پیل کړې. د افغانستان د کشالې د بشپړ حل لپاره پکار وه، چې د هر اړخیزې سولې او ثبات لپاره دغه خبرې اترې د مثلث په ډول د امریکا، طالبانو او افغان حکومت تر منځ تر سره شوې وی.
زما په اند په دې خبرو اترو کې امریکا دوه هدفونه تعقیب کړل:
لومړی: طالبانو د سیمیزو شرایطو په بدلون سره په سیمه کې نوي متحدین یا ملاتړی پیدا کړل، چې عبارت له روسیې چین او ایران څخه دي. نوموړو هېوادونو په سیمه کې د امریکا د سیاستونو د سبوتاژ لپاره غوښتل طالبان وکاروي او د امریکایانو په اند نوموړې ابزاري استفادې کولی شي، چې د امریکا ګټې دلته له گواښونو سره مخ کړي، نوامریکا د طالبانو سره د خبرو اترو له لارې دغه تماسونه او ارتباطات زیانمن کړل او دعملي نتایجو مخنیوی یې وکړ. بل لور ته امریکایانو د طالبانو سره د وخت په ضایع کولو سره غوښتل په افغانستان کې بدیلې پروژې د خپل اهدافو لپاره تقویه کړي. خو سیمه ییزو هېوادونو یا د امریکا سیال هېودونو د طالبانو په ذریعه د دغو پروژو مخه ډب کوله.
دوهم : امریکایانو د خپلو سیمیزو سیالانو (روسیه، چین، ایران ) څخه لېرې غواړي په خپل لاس په افغانستان کې د جگړې د دوام میکانیزم ولري. څرنگه یې چې د بون د مزاکراتو پر مهال د افغانستان د سیاسي برخلیک د ټاکلو پر مهال ځینې کړۍ د روغې جوړې له بهیره د دې لپاره محرومې کړلې، تر څو په افغانستان کې د تصادم زمینه شتون ولري او د جگړې اور بل پاتې وي.. همد راز غواړي اوس د افغانستان د حکومت پر وړاندې طالبان د یوه مطرح اړخ په توگه د تصادم او شخړې د دوام لپاره په لوی لاس وپالي، ستیج ورکړي او د افغانستان په سیاسي برخلیک کې د غوښنې برخې درلودلو لپاره روحیه ورکړي، او وهڅوي، چې دا به پخپله د بین الافغاني خبرو پر مهال د تصادم زمینه رامنځته کوي.
نو ویلی شو، چې امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د اوږمهاله اهدافو لپاره د جگړې دوام د یوه استراتیژیک هدف په توگه تعقیبوي، خو په نویو میکانیزمونو سره او نه غواړي، چې هر اړخیزه سوله په افغانستان کې ټینگه شي، که په افغانستان کې هر اړخیزه سوله او ټیکاو د امریکا له اهدافو څخه وي، نو به یې دا مزاکرات او خبرې اترې د مثلث په ډول درې اړخیزه تر سره کړې وي.
• په افغانستان کې د اقتدار د هوسپالونکو دریځ
دا یو حقیقت دی، چې په افغانستان کې اقتدار یا حکومت هم د خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخمن نه دی. قانوني او حقوقی حثیت یې تر پوښتنې لاندې دی. د هېواد پر ټوله خاوره حاکم نه دی، اقتصادی، سیاسي او امنتی ستونزې لري. د خلکو په امنیت، عامه خدمات او نورو اړوندو چارو کې پاتې راغلی دی.
که څه هم چې ددېموکراسۍ دپروسې په تطبیق کې خلکو مثبت دریځ درلود. په انتخاباتو کې چې د دېموکراسۍ د پروسې د تطبیق لپاره تر ټولو مهم عنصر دی، یې د ټولو گواښونو سره سره گډون وکړ. ټول گواښونه یې پر ځان قبول کړل. خو د انتخاباتو نتیجه دا شوه، چې په هېواد کې یوه داسې تجربه د دېموکراسۍ تر عنوان لاندې تطبیق شي، چې د دېموکراسۍ په تاریخ کې ساری نه لري، یعنې د ملي وحدت حکومت( دوه سری حکومت!)، چې ترنن پورې یې ټول هلې ځلې د تقرر، انفکاک او خپل منځي اختلافه له برېده وتلي نه دي. ملت وویشل شو، تفرقه د افغانی ملت د بېلابېلو پرگنو تر منځ پیاوړې شوه. تعجب هم دا دی، چې نومړي حکومت د هغه چا په لاس چې د دېموکراسۍ د پروسې د تطبیق لپاره یې افغانستان ته ځواکونه راغلي دي، اعلانېږي. د ملت اراده تمثیل نه شوه، خو د جان کېري پرېکړه تطبیق شوه!.
د جان کیري پرېکړې له یوه لور افغانستان ته یو جنجالي حکومت ورپه برخه کړ، د خلکو اعتماد یې زیان ورساوه او بل لور ته یې د حکومت مخالفینو ته داسې پلمه په لاس ورکړه، چې هیکله یې تر څنگ ونه درېږي او مرسته ورسره ونه کړي. تل یې د راپزولو هڅې گړندۍ وساتي.
اوس چې د سولې خبرې د امریکا او طالبانو تر منځ برخلیک ټاکونکي پړاو ته راسېدلې دي. د افغانستان سیاسي برخلیک هم د مبهم او نا څرگند حالت سره مخ شوی دی. د انتخاباتو نتایج کړکیچن او د اعلان اړوند یې متفاوت نظرونه شتون لري، آن د گواښونو تر برېده لیدلوري شتون لري، لکه د جنرال دوستم وروستي دریځ چې د موازي حکومت د اعلان گواښ یې پکې وکړ. اقتدار ته تږې کړې تر سولې وړاندې لاندې اهداف تعقیبوي:
لومړی: دولت ساز ټیم :تر هر څه وړاندې دراتلونکی پنځه کلن اقتدار تمدید د ځان لپاره ضروري ګڼي او اساسي هدف یې تر هر څه وړاندې په اقتدار کې پاتې کېدل دي، د بین الافغاني خبرو اترو لپاره داسې میکانیزم په بام کې لري، تر څو یې به اوږدو کې د خپل ځان لپاره د اقتدار د مشروعیت مساله حل کړي، د بېلگې په توگه اوږدمهاله او زمان گیر میکانیزمو څخه خبرې کوي، د مزاکراتو د پلاوي د تعین لپارهد ولسي یا ملي جرگه تدویر..
دوهم : سیاسي مخالفین: انگیرل کېږي، چې ددولت ساز ټیم مخالفین په دې پوهېدلی دی، چې دولت ساز انتخاباتو پروسه داسې مدیریت کړې ده، چې دوی ته پکې د بریا چانس ډېر نه تر سترگو کېږی، نو د سولې د پروسې د ملاتړ پر پلمه د واک څخه د دولت ساز ټیم د گوښه کولو هلې ځلې کوي او آن دراتلونکی دولت لپاره د کوم بل بدیل میکانزم په لټه کې دي.
درېیم : طالبان: چې تر اوسه یې د افغانستان دولت په رسمي ډول د یوه اساسي لوري په توگه نه دی،منلی. د مشروعیت اړوند یې دریځ منفي دی او تر اوسه د افغانستان د مشروع حاکمیت څېښتن ځان بولی د نظام او اساسي قانون په اړه د خبرو اترو او بحث شرایط وړاندې کوي. هرو مرو به په اقتدار کې د گډون لپاره طرحه لري. د طالبانو د کړنو، سیاستونواو باورنو په اړه هم بېلابېل او ګڼ شمیر داسې بحثونه شتون لري. چې بین الافغانی خبرو پر مهال د تصادم او نه مننې زمینه برابروي..
څلورم :سیمه ییز هېوادونه:پاکستان خو په افغانستان کې د خپل استراتیژیک عمق د تحقق لپاره د افغانستان جگړه توده ساتلې ده او د طالبانو څخه په دې هکله ابزاری استفاده کوي. سره له دی، چې د افغانستان حکومت ډېر تنازل ورته وکړ ، امتیازات یې ورته ومنلو خو تر څو چې د استراتیژیک عمق اساسي مسایل لکه : دیورند، اوبه او د هند نفوذ هوار نه شول، طالبان یې د میز څنډې ته د حکومت پر وړاندې حاضر نه کړل.
ایران خو د افغانستان د ټیکاو طرفدار ځکه نه دی، چې په افغانستان کې د یوه ځواکمن حکومت په راتگ سره به د افغانستان اوبه خامخا مهار کېږي، چې ایران هیڅکله دا نه غواړي. اقتصادي مارکیت به د ایران پر وړاندې محدودې وي.
لڼده دا چې هیڅ یو سیمه ییز هېواد په خپل گاونډ کې یو غښتلی او په خپلو پښو ولاړو سمسور او آباد افغانستان نه غواړي.
• وروستۍ خبره:
که په داسې یوه حالت کې موږ یو ځل بیا په لاس راغلی فرصت په خپل لاس مدیریت نه کړو ، نو به یو ځل بیا د تېر بون په څېر د نا انډوله او مغرضه پرېکړو شاهد وو، د ټکراوشخړو شرایط به شتون ولري. د مقتدر،ځواکمن او په خپلو پښو ولاړ حکومت را منځته کېدل به د یوه سمسور، پرمختللي او سوکاله افغانستان لپاره ناشوني وي.
که موږ تمه ولرو، چې امریکا او یا کوم بل بهرني اړخ به موږ ته د سولې او ټیکاو ټینگښت شوني کړي، دا به یوه بې ځایه تمه وي، ځکه د دوی کړنې تل دا ثابتوي، چې خپل ناوړه اهداف لري او د موږ له غمه مړه نه دي!.د یوه سوله ییز، سوکاله او سمسور افغانستان لپاره باید موږ خپله افغانان قرباني ورکړو. دا فرصت وپېژنو. په خپل ځورېدلی او کړېدلي ملت باندې ورحمیږو، که نه دا حالت په قصرونو، ماڼيو او بنگلو کې هم موږ ګواښي.
د ملت سترگې ټولې د هېواد سیاسیونو او مطرحو شخصیتونو ته متوجه دي، چې په دې حساس پړاو کې افغانستان ژغورلی شي او که نه؟ د پردیو کرغېړن اهداف او موخې درک کولای شي او که نه؟ حکومت، سیاسیون او طالبان ټول نن مسوول دي. پردی اهداف دې پرېږدي او پر خپل ملت دې ورحمېږي. الله تعالی دې په خپل مهربانۍ او لطف د افغانستان څخه د دغې ناوړې جگړې ټغر ټول کړي.
و ما ذالک علی الله بعزیز.