حکمتیار راځي که رالیږل کیږي
د تیرو څو ورځو راهیسې د کابل (جلال اباد او کیدای شي کوم بل ښار هم ) ښار په واټونو ، ځینو دوکانونو او د ځینو موټرو په ښیښو د ښاغلي حکمتیار صاحب عکسونه او پوسترونه ځړول شوي چې ځینې مبالغ فیه القاب او صفات ورته لیکل شوي تر سترګو کیږي . ددې خبرې اټکل ګران کار نه دی چې دا کارونه به کوم ټولګي یا شخص کړي وي ، د نورو ښارونو خبره به پریږدو او د کابل د ښار په هکله به یو څه ریښتینولي وکړو .
کابل د ګران هیواد پایتخت هغه ښار دی چې د ښاغلي حکمتیار صاحب له خوا په ۱۳۷۱ کال کې په ډیره بې رحمې په راکټنو وویشتل شو، زرګونه اوسیدونکي یې د خپلو چتونو او دیوالونو لاندې د خاورو سره خاورې شو ، سلګونه ودانۍ ویجاړې او کنډوالې شوې ، ده ته د قومي انتما په جرم سلګونه پښتنې کورنۍ بې پته شوې خو د ښاغلی حکمتیار صاحب د جاه طلبۍ اور تر هغې سوړ نه شو تر څو چې دده بادار ، پالونکی او ګمارونکی دده له زوره نا امیده شو او د افغانستان د ورانولو لپاره یې بل نوکر ونیوه او په ده یې د راکټونو پیرزویېنه کمه کړه .
د کابل په ښار کې نن هم په لسګونو زره کسان، په زرګونو کورنې او په سلګونو ودانۍ د ښاغلی حکمتیار صاحب ددې وحشت عیني شاهدان دي .
دا ظلم او تعدی ښاغلي حکمتیار صاحب په ډیر کبر او غرور سره په خپل ملک او اولس وکړه او زمونږ د اولس د یوې جاهلې او احساساتي طبقې د جهل څخه په استفادې یې دا شعار خپل کړی وو چې ( د حزب اسلامي د مجاهدینو په لاس اسلامي حکومت جوړول غواړو ) د خپل تکبر او شراست په نشه کې یې (ددوی په اصطلاح) د هر کافر او جابر سره ائتلاف وکړ او لاس نیوي یې ترې وکړ ، جاهلو عوامو ته به یې بیا هم ویل چې ( د حزب اسلامي د مجاهدینو په لاس اسلامي حکومت جوړول غواړي ) .
ددغه شعار لاندې چې څومره تباهي او مرګ ژوبله ښاغلي حکمتیار صاحب افغان خاورې او اولس ته اړولای شوه دریغ یې نه کړه تر هغې چې بادار یې د نوي واده څخه بل ځوی و زیږاوه او دی ورسره بیقدره شو . په پولي ، خوراکي او نظامي راشن کې د اولې درجې حقدار د نوي واده نوی زیږیدلی ځوی شو او ښاغلي حکمتیار صاحب دوهمې درجې ته تنزیل وکړ.
ښاغلی حکمتیار صاحب د تیرو ۴۴ کلونو راپدې خوا د افغانستان د خاورې او اولس د اساسي دښمن په دسترخوان ناست کله ډیر نازول شوی او کله کم خو میلمستیا یې تر اوسه دوام لري .
د ښاغلي حکمتیار صاحب دغې میلمستیا د ده د عمر له دریو برخو څخه دوه برخې دربر ونیولي او دده میزبان د خپل ۷۰ کلن عمر په اوږدو کې یوه ورځ هم د افغانستان خیرخواهي نه ده کړې ، د شهید داوود خان او د هغه تر دورې د پخوانيو حکومتونو یې لږ څه سترګه سوځیده خو د کله نه چې ښاغلی حکمتیار صاحب او د هغه د ورونو هغه ټولګی په لاس ورغلل چې له ویشه په تالان خوشحاله وو او د دوی د استخبارتو لاس په نامه نوکران شول او ددوی هر امر یې په سر سترګو مانه نو بیا ددې میزبان سترګې په کراره کراره څیرې شوې ان تر دې چې یو وخت یې خپل Viceroyوایسرای په دې پاکه خاوره وګماره او ددې خاورې د ضم کولو خوبونه یې لیدل .
ښاغلي حکمتیار صاحب په ډیر اخلاص او ایماندارۍ د خپل میزبان په امر خپل وطن وران او خپل وطنوال د بمونو ، راکټونو او ماینونو په بارودو کې وسیځل . ددې ښاغلي په نظر ددې وطن مشران د غازي امان الله خان ، محمد ظاهر شاه او شهید محمد داوود خان په شمول ټول کافران وو ان تر دې چې دده په لار روان ټولګی حتا اوس هم ددې هیواد د ملي سرورد درناوی ناروا او کفر بولي او د ځینو سستو او بې همته اوسنیو چارواکو د ادارو او د ادارې د سلطې په حدودو کې په جوړوشوو غونډو او مجلسونو کې د هیواد د ملې سرود سپکاوی کوي او ورته له ځایه نه پاڅیږي.
د ښاغلي حکمتیار صاحب د تعلیم په هکله ویل کیږي چې د کابل تخنیکم او بیا د انجینیرۍ پوهنځې کوم صنف یې لوستی دی خو تیر ۴۴ کاله چې ښاغلی حکمتیار صاحب د خپل میزبان په کورکې د بارودو ، ټوپک ،ماشیندارې ، راکټونو، ماینونو ، وراني او انسان وژنې څومره زده کړه کړې هغه دده د عمر او علم ډیره لویه برخه جوړوي چې عملاً یې تطبیق کړې او دده د روزمره ژوند معمول اوس هم همدا دی ، ښاغلي حکمتیار صاحب په ټول عمر کې نه کوم ماشین رغولی ، نه یې کوم پلچک ډیزاین کړی او نه یې یو دیوال نقشه کړی خو په زرهاوو او لسهاو زره بمونه او ماینونه یې جوړکړې ، خپل ډلګیوال یې پرې روزلي او د وطن ورانولو ته یې رالیږلي .
د ښاغلي حکمتیار صاحب د عمر ډیره لویه برخه د قتلونو ، وژلو او ورانولو د اوامرو په اوریدو او صادرولو کې تیره شوې ، دده د عمر د تخریبي دور په هکله که څومره وویل شي بیا به هم مشت نمونه خروار وي نو د داسې یو کس په پوسترونو ، شعارونو ، عکسونو او تصنعي القابو هرکلی کول ددې وطن د بې دفاع شهیدانو ، معیوبینو او روحاً ځوریدلو بچیانو سره جفا نه ده !
موږ په دې خفه نه یو چې ولې د ښاغلي حکمتیار صاحب سره سوله وشوه او ولې دی کابل ته راځي، ښه خبره ده یو شرانداز او شرپسند چې کمیږي موږ پکې د وطن خیر ګورو ، موږ د ښاغلی حکمتیار په هکله د جناب حضرت صاحب مجددي دا خبره پر ځای او د پوره شفقت نه ډکه بولو چې ویل یې ( خودش رفته خودش بیایه ) خو چې سر له نوی ورته نوی صفات تراشل کیږي او سر له نوی افغان اولس ته په جدیدالصنع القابو معرفي کیږي ( قائد دو جهاد ) او د ټولو تخریبې اعمالو او تکفیري ذهنیتونو سره سره ورته امتیازات منل کیږي دا د داسي یو کس حق نه کڼو او د افغانانو په حق کې زیاتی بولو.
هر هغه څوک چې ښاغلی حکمتیار له نږدې پیژني او دده د کبر او فرعونیت څخه خبر دي هغوی په دې پوهیږي چې ښاغلي حکمتیار صاحب دا سوله د وطن او خپل اولس د خیر او فلاح په خاطر نه ده کړې یایې په ګردنۍ کې کارتوس خلاص دي او یایې هم عقل سر ته راغلی او پوه شوی چې د خپل میزبان په وطن کې نه دی ، نه دده اولادونه او نه هم دده نازولي زومان په ټول عمر کې د کوم پرائمري سکول چپړاسي مقرریدای شي ، په افغانستان کې خو د دیموکراسۍ له برکته کیدای شي د یو څو جاهلو احساساتي وګړو په رایه MP یا ممبر اف پارلیمینیټ شي .
بل احتمال دا هم کیدای شي چې د ۴۴ کلونو میزبان ور ته امر کړی وي چې جاو !
د جاو ویلو لپاره هم دوه تصوره کیدای شي ، اول داچې په افغانستان کې د نسبې سیاسي ثبات د ګډوډولو لپاره له داخله هلې ځلې وکړي چې په دې کار کې هم د نوموړي ښاغلي په شان شریر اشخاص ښه رول ادا کولای شي او بیا د راپیښې شوې ګډوډۍ په خړو اوبو کې د ماهیانو نیولو کومه بله پروژه پرې عملي کړي ، او دوهم تصور دا کیدای شي چې د میلمستیا موده یې پوره شوې وي او نور یې ساتل وچې غوا ته د کنجاړې ورکولو په مثال دي هغه هم په داسې حال کې چې دوه نورې لنګې غواوې په غوجل ولاړې دي.
په هر حال اوس هم په هیواد کې هماغه ۱۵ کاله پخوا جوړ شوی نظام او اساسي قانون چې ده کافر باله او خپله داړه ماري یې جهاد ، او په سلګونو خپل پلویان یې د جنت په نامه او په زرګونه ددې وطن تنکي زلمیان یې د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې د کافر په نامه د بمونو او ماینونو په لمبو کې وسیځل زرګونه افغانانې یې بورې ، کونډې او بچیان یې یتیمان کړل ، اوس هم د نړیوالې ټولنې حضور ( چې دی یې کافر بولي ) دلته مشهود دی خو د ښاغلي حکمتیار صاحب سیاست بدل شو او د هماغه کافرې ټولنې د کومکونو څخه یې د دوه لکه ډالرو میاشتني خرڅ شرط د خپلې سولې په توافقنامه کې کښیښود.
ددې سولې په اصل موجب د الهي ذات وروسته چې هغه په هر څه عالم دی یو پخپله ښاغلی حکمتیار صاحب او دوهم د ده ۴۴ کلن میزبان پوهیږي نور نو زما په شمول هیڅ څوک په یقین سره نه شي ویلای چې :
(حکمتیار راځي که رالیږل کیږي ).