نعت
سليم بنګښ

منم احد دى خو په څنګ کې يې احمد هم دى
دواړه په عرش دي خو د دواړو مېنځ کې حد هم دى

زما نامې سره تړلى دى ستا نوم مبارک
زما ايمان دپاره بس دغه سند هم دى

زه خو بې شکه چې رحمان رحيم الله منمه
خو رحمت اللعالمين مې محمد هم دى

هغه درود ورباندې وايي او سلام پرې کوي
څوک چې خالق، متکبر څوک چې صمد هم دى

د انبياو امامت او اقامت د جبريل
د مذاهبو که تصديق وي نو يې رد هم دى

په ما د نعت دغه سپېڅلى خيال لۀ بره راغى
وي به اورد پکې منمه خو امد هم دى