رنګين پوستی؟؟؟
[دا د يوه افريقايي ماشوم شعر دی. په ۲۰۰۵ کال کې د غوره شعر مقام ته کاند وو. په دې شعر کې له حيرته ډک استدلال شوی. پر دې سربېره، ډېر تريخ طنز دی په کې. شعر له فارسي نه ژباړل شوی دی.]
کله چې دنياته راځم، تور يم.
کله چې لويېږم، تور يم.
کله چې لمر کې روان يم، تور يم.
کله چې ناروغه کېږم، تور يم.
کله چې مرم، تور يم.
او ته سپين پوستی!
کله چې دنياته راځې، ګلابي يې.
کله چې لويېږې، سپين يې.
کله چې لمر کې روان يې، قرمزي (سور) يې.
کله چې دې ساړه کېږي، آبي يې.
کله چې وېرېږې، ژېړ يې.
کله چې ناروغه کېږي، شين يې.
کله چې مرې، خاکستري يې.
او ته ما ته رنګين پوستی وايې؟؟؟
04.12.2010
- arghawan
موږ په خپله ژبه کې “نارينه” کلمه چې اصلي بڼه يې “نرينه” ده، تر صفت زيات د نوم په توګه کاروو. مثلا وايو به چې: “د ښځو رأيه د نارينه وو د رأيې هومره ارزښت لري.” خو داسې هېڅکله نه ليکو يا نه وايو چې: “د ښځينه وو رأيه د نارينه وو د رأيې هومره ارزښت لري.” دا چې دغه مطلب په لومړۍ بڼه ليکو او په دوهمه بڼه يې نه ليکو، دومره د اندېښنې وړ نه ده، څومره چې دا خبره د اندېښنې وړ ده چې په باره کې يې پوښتنه قدرې نه کوو چې دا ولې او دا په څه؟؟...
02.01.2011
- arghawan
د شيدا پر ديوان د شيدا مقدمه[1]
محمد كاظم خان شيدا خټک پر دې سربېره چې د پښتو ژبې د لوړې کچې يو نازکخيال او مضمون پنځوونکی شاعر دی، د پښتو نثر يو ځانگړى انداز هم لري. موږ د شيدا د نثر يوازې يونه نمونه لرو او هغه د ده پر ديوان د ده خپله مقدمه ده چې کاږلې يې ده. دغه مقدمه ډېره په زړه پورې ده. په دې کې د شعر، شاعر، نقاد، لوستونک...