ډالۍ: هغه غازي افغان ته چې شورويانو ځنې دواړه سترګې ايستي دي او اوس يې له زړه نه يوازې يو الله خبر دی او بس.
-----------------------------------------------

زه پخوا داسې نه وم!

ما پخوا رڼا لېده؛
ما پخوا تياره لېده؛
ما پخوا پسرلی لېده؛
ما پخوا خزان لېده.

ما پخوا هر څه لېدل، خو اوس ...
اوس هېڅ نه وينم–
نه رڼا،
نه تياره،
نه پسرلی،
نه خزان.

البته، خوبونه ډېر وينم. او په خوبونو کې مې بيا دغه هرڅه وينم-
رڼا،
تياره،
پسرلی،
خزان.

کله کله خپل همزولي هم وينم چې په خوبونو کې مې راځي- ماشومان وي او لوبې راسره کوي. ما ته هم ځان ماشوم ښکاره شي او ورسره په لوبو شم. ناڅاپه مې پام شي چې زه اوس ماشوم نه يم. په زړه کې مې وګرځي چې ماشوم خو زما دغه کشر زوی دی چې زه يې اوس د امسا په توګه کاروم! مګر درېغه چې کله يې هم په خوب کې وينم نو له شا راپسې راروان وي!!!