د ځمكې پرمخ په ميلونونو انسانان ژوند كوي ، لكه څنگه چې دوه يې په يوه څيره او قواره نه دي ، همداسې يې فكرونه او ليدلوري هم يو شان نه دي . او بايد چې همداسې هم وي ، ځكه چې : 
- دعمر له پلوه يوځوان ، بل ماشوم او بل زوړ دئ.
- د تعليم له پلوه ، يو په ليك لوست نه پوهيږي ، بل لوړې زده كړې لري 
- د چاپريال له پلوه ، يو په كلي كې اوسيږي ، بل په ښار كې اوسيږي 
- د عقيدې له پلوه ، يو هندو دى ، بل مسلمان ، بل عيسوي ......
- د جنسيت له پلوه ، يو نر دى ، بل ښځه ده ، بل نر ښځى دى 
..... نو ددغسې لسگونو او سلگونو توپيرونو په صورت كې ، هيڅكله دا امكان نه لري چى ددنيا پرمخ دې ، ټول انسانان يو ډول فكر او نظر ولري.
د همدغه بشري حق او اصل له مخې هر څوك حق لري ، چې خپل نظر او ليد لورى ، بيان كړي . 
كه يو څوك يا يوه ډله وغواړي چې خپل نظر او ليد لورى ، په نورو باندې په زور وتپي نو په نتيجه كې جگړه منځ ته راځي  او جگړه هغه اور دى چې هرڅوك سيزلى شي . 
د تجربو له مخې ، د يوه هيواد دننه ، ددغې سترې ستونزې د حل يوازينۍ لار ، اقليت بايد د اكثريت نظر ته احترام او درناوى ولري .