په فرانسوي کې کمپيوټر ته "ordinateur" وايي چې د ( ترتيب کونکي ) معنی لري ، په هساپنوي ژبه کې ورته "ordenador" وايي ، چې ورته معنی لري .
په ايټا ليا يې ژبه کې د "calcolatore"په نامه ياديږي چې (د حساب ماشين ) په معنی دی .
ايرانيان يې (رايانه ) بولي ،هغوي وايي چې رايانه د فارسي ژبې د( راياندن) د فعل څخه اخيستل شوی چې د ترتيب او تنظيم معنی لري .
په سويډني ژبه کې ورته Dotor وايي چې د data له کلمې اخيستل شوی دی ، په فنلنډي ژبه کې ورته tietokone وايي چې (د معلوماتو ماشين) معنی لري . د عربو په ځنو کتابونو کې کمپيوټر ته ( حاسوب ) ويل شوی چې ( ډير حسابکونکي ) په معنی دی .
په چيني ژبه کې ورته dian nao وايي چې د ( برښنايي مغز – مغز الکترونيکی ) معنی لري .
په پښتو ژبه کې کمپيوټر ته د(سولګر) په نامه وړانديز شوی يعنې سوال حلوونکی خو تر اوسه په پراخه کچه دا وړانديز نه دی منل شوی .