چټنګ ( chatting )
چاټ ( chat ) خبرې کولو ته وايي ، دا همغه (Internet Relay Chat ) دی چې لنډيز يې IRC دی
په عمومي توګه چيټ هغه خبرې اترې دي چې هر څوک يې له هره ځايه د انټرنيټ په مرسته ترسره کوي
Chatکلمه په ځانګړې توګه د يو تن څخه زياتو کسانو سره خبرو کولو ته وايي خو په عامه اصطلاح کې هر ډول خبرو کولو ته هم چاټ وايي .
نن ورځ په انټر نيټ کې د Chatting له پاره زياتې اسانتياوې شتون لري چې دا ټولې په وړيا توګه تر سره کيږي . تر ټولو ساده بڼه يې هغه چيټ دی چې دوه تنه او يا هم زيات کسان يې يو بل ته د ټايپ کولو له لارې ليکلي پيغامونه ليږدوي .
د متني يا ليکنې چاټ سربيره په ځنو چيټ خونو ( Chat Rooms) کې تاسو د مايک او کمرې په وسيله غږيز او ويډويي چټنګ هم کولی شی .د Chatting له پاره لومړی اړونده پروګرام بايد په خپل کمپيوټر کې ولری . نن ورځ په انټر نيټ کې دChatting له پاره ، د بيلابيلو پروګرامونو تر څنګ دوه مشهور پروګرامونه يو هم Yahoo Messenger او بل يې MSN Messenger دي .
ددې پروګرامونو د کارولو له پاره لومړی بايد په نوموړو شرکتونو کې د ځان له پاره د خپل ځانګړی بريښنا ليک ( E-mail ) حساب ولری . که چيرې تاسو غواړی چې په ياهو مسنجير کې د چا سره Chatting وکړې نو دواړه خواوې مجبوره دي چې په ياهو مسنجر کې کې د خپل ايميل ادرس له لارې په مسنجر کې په ليکه يا One Line شي . او يا برعکس د MSN مسنجر له لارې . خو د خوښۍ ځای دادی چی په ورستيو پرمختللو مسنجرونو کې دا ستونزه له منځه تللې ده .
نن ورځ د چيټ په چاپريال کې د وخت د صرفه جويې په موخه ، لنډې ليکنې ( Abbreviation ) دود شوي دي چې تقريبا د يوې وړې ډکشنرۍ بڼه يې خپله کړې ده .د بيلګې له پاره به يې يو څو نمونې دلته راوړو .
. AND _ any day now.
AFAIK _ as far as I know
AFK _ away from keyboard.
ARE _ acronym-rich environment
B4N _ bye for now
BAK _back at the keyboard
CU _ see you
CUL _ see you later
CYO _ see you online