JPEG
جې پي اې جي ( JPEG ) چې (جـِیپـِگ ) هم تلفظ کيږي د کمپيوټر ي فايلونو د جوړونې د هغه مروج سټنډرډ نوم دی چې دعکاسی د انځورونو د سايز د کموالي يا نښتځلو( فشرده سازی ) له پاره کارول کيږي
JPEG په حقيقت کې د (Joint Photographic Experts Group) لنډيز دی . داد هغې کميټې نوم دی چی دا سټندرد يې تعريف کړی دی . د (عکا سۍ د متخصيصينويوځای کيدونکې ډله. ) يې ژباړلی شو .
د عکاسۍ د کمرو په وسيله اخيستل شوي تصويرونه عموما د سايز يا اندازې له پلوه لوي او دوزن له پلوه ډير درانه وي ، کله چې څوک وغواړي دغه تصويرونه د خپل کمپيوټر نه ، انټر نيت ته وليږدوي او يا يې له انټرنيټ نه خپل کمپيوټر ته راښکته کړي ، که د انټرنيټ چټکتيا ( speed ) کمزوری وي ، دا لړۍ د زياتو ستونزو سره مخ کيږي ، له همدې امله نوموړي تصويرونه مخکې له مخکې د ځانګړو نښتځلو پروګرامونو ( Compression Software ) له لارې کوجني کيږ ي . هغه تصويرونه چې د لومړي اصلي حالت نه JPEG حالت ته اړول شوي وي عموما د JPEG فايلونو په نامه ياديږي .
د تصويرونو د سايز د بدلون په دې طريقه کې، ځنې ضايعات هم موجود وي . ځکه د نښتځلو ( فشرده سازي ) په دې پروسه کې د تصوير ځنې ليدونکې ځانګړتياوې له منځه ځي چې اصلي بڼې ته ، د بيرته را اړونې په وخت کې ، هغه بيا په لاس نه راځي . که څه هم د JPEG په سټنډرد کې دغه ډول زيانونه ليدل کيږي خو بيا هم ډير پرمخ تللی دی او دهغو لويو تصويرونو له پاره چې ډانلوډ او يا د د انټرنيټ سره دconnect سرعت يې کمزورې وي ، يو ښه او مناسب قالب بلل کيږي.
د تصويرونو د جوړولو .زياتره ( سافتويری پروګرامونه ) چې د JPEG فايل سره ليکل کيږي ، په حقيقت کې د يو فايل جوړيدنه د JFIF (JPEG File Interchange Format ) فايل په قالب کې ښودل کيږي . داد تصويری فايل دفارماټ يو سټندرد دی.
د تصويري فايلونو د فارماټ يا جوړونې له پاره بيلابيل سټنډرډونه شته خو په دې ټولو کې JFIF د انټر نيټ ، د نړۍ پراخه شبکه ( W W W ) کې د تصويرونو د زيرمه کولو او ليږدولو له پاره، يوله ټولو نه زيات کاريدونکی او مناسب قالب ګڼل کيږي .
د JPEG/JFIF قالب د GIF ( Graphics Interchange Format ) قالب په پرتله او همدارنګه د PNG ( Portable Network Graphics ) قالب په پرتله چې ديو څه لويو تصويري فايلونو د فارمات له پاره کارول کيږي ، .هم ښه والی لري