ستوري ياران
د وحشت دوزخ مې شين شو هر يو پل ته
يو قدم اخيستى نه شم خپل منزل ته
ددې ښار د هر څراغ زړگى مات شوى
ددې ښار هره كوڅه وځي مورچل ته
خداى مې دومره بې سيكې كړل اندامونه
د لاس گل خيژوى نه شم ستا وربل ته
د سپېڅلي ارمان سترگې مې ړندې شوې
رسوي مې معصوم عشق ستا درشل ته
دا يو څو ستوري ياران دې تل ژوندي وي
ترې څڅېږي دې رڼا زما غزل ته.